دا د دعا او عمل تر منځ يو ورک وطن دی — هغه وطن چې د مېړانې کیسې به يې د بادونو په اوږو سپرېدې، او د اتلانو نومونه به يې د تاريخ په پاڼو کې د ویاړ په څېر ځلېدل. د همدې وطن کيسې به آن تر لرې وطنونو رسېدې؛ هلته به ميندو خپلو ماشومانو ته ويل:
“چپ شه، که نه د ابدالي لښکر راځي…”
خو وخت، لکه يو بې رحمه سيند، هر څه له ځانه سره يوړل.
يوه شپه، د همدې وطن په يوه خاموش کلي کې، رحيم کاکا چې يو هوښيار او زوړ سړی و، د خپلې کنډوالې مخې ته په يو وچ شوي باغ کې ناست و. آسمان تياره و، خو د لرې نه د اور لمبې ښکارېدې. د ده لمسی، ډېر کوچنی و، ورو ورو ورنږدې شو او ورته ويې ويل:
“بابا جانه… ولې دا اورونه هره شپه زموږ پر کلي راځي؟”
رحيم کاکا ژوره ساه واخیسته. سترګې يې د تېر وخت په یادونو او تصويرونو کې ډوبې شوې:
“زویه… دا اورونه يوازې اور مه ګڼه، دا د هغه وخت نښانې دي چې موږ خپل ځان هېر کړ.”
په همدې شېبه کې، د آسمان نه يو ډاروونکی غږ راغی—يو توغندی، چې د اور لکۍ يې شاته پرېښوده. خلکو په وېره وويل:
“دا د غوري توغندی دی!”
يو بل کس غږ کړ: “نه، دا توغندی د غزنوي په نوم دی!”
کوچنی ماشوم حيران شو:
“بابا! دا خو زموږ د اتلانو نومونه دي، ولې دا زموږ پر کورونو راغورځېږي؟”
رحيم کاکا سترګې پټې کړې، د ماشوم د خولې په دې خبره داسې شو لکه زړه يې چې ټوټې ټوټې شي:
“هو زویه… دا هماغه نومونه دي. خو موږ تش نومونه وساتل، روح او شعور مو له لاسه ورکړ.”
يو وخت، همدغه خلک چې د دې وطن له نومه به لړزېدل، خپله د ويرې او برم کيسې نه لرلې. هغوي به تل د نورو تر سيوري لاندې ژوند کاوه. خو نن، هغوي د نړۍ پر مخ ځان د ځواک نښان ګڼي.
ولې؟
ځکه چې هغوي د وخت ژبه زده کړه.
دوي پوه شول چې نړۍ بدلېږي، نو ځانونه يې بدل کړل.
دوي علم ته مخه کړه، ټکنالوژي يې خپله کړه، او نړۍ سره يې د تعامل لارې پرانستې.
دوي خپل وطن لومړی وګاڼه.
خو دلته…
رحيم کاکا لا خبرې کولې چې يو ناڅاپه په کلي کې د خلکو غږونه پورته شول. هر کور نه ژړا او فرياد راوت. يوې ښځې، چې مېړه يې له لاسه ورکړی و، اسمان ته لاسونه پورته کړل:
“يا الله! ظالمان تباه کړه!”
بل سړي وويل:
“دا د خداي امتحان دی، صبر وکړئ!”
يوه ډله خلکو وويل:
“سبا ټول مسجد ته راځو، د قرآنکریم ختم کوو، خداي به دا ظالمان ورک کړي.”
ماشوم دا خبرې واورېدې، بيا يې له رحيم کاکا وپوښتل:
“بابا… آيا همدا کافي ده چې دعا او ازار وکړو؟”
رحيم کاکا لږه شيبه غلی و. بيا يې ورو وويل:
“زویه… دعا ډېر لوي ځواک دی… خو که لاسونه يوازې اسمان ته پورته شوي وي او ځمکې ته د فکر او عمل د لارې کار ونشي، نو هيڅ څه نه بدلېږي.”
په دې وخت کښې ناببره د ماشوم فکر په خواکې وچ شوي باغ ته واوښت، ويې ويل: «بابا، دا باغ ولې وچ دی؟»
رحيم کاکا په غمجنه څېره موسکی شو او ويې ويل: دغه باغ چې يو وخت به پکې شنې ونې وې، مرغان به پکې ناست وو، او د اوبو شرهار به ترې اورېدل کېده. اوس يوازې وچې څانګې پاتې دي.
ولې؟……
“ځکه چې خلکو هره ورځ د باران دعا کوله… خو هېچا ونه ويل چې وياله پاکه کړو.”
ماشوم حيران شو.
رحيم کاکا لاس د وچې ويالې خواته ونيو. وياله له ډبرو، خټو او اغزو ډکه وه. اوبه موجودې وې، خو لاره يې بنده وه.
خلک به هر سهار راټولېدل، لاسونه به يې اسمان ته پورته کول، ويل به يې: خدايه، باغ شين کړه. خو چې به چا ويل راځئ دا وياله پاکه کړو، نو ځينو به ويل: که د باغ په قسمت کې شنه کېدل وي، خپله به شين شي.
{ إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتّىٰ يُغَيِّرُوا مَا بِأَنفُسِهِمْ }
ژباړه: “بېشکه الله د هېڅ قوم حالت نه بدلوي، تر څو هغوي خپل ځانونه بدل نه کړي.”
#د-فکر-رغونه-د-وطن-ژغورنه
#هر-څه-تقدير-ته-سپارل-د-لاسونو-تړل-دي
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.