لنډۍ، د ثبتولو ستونزه/۳۶۸مه برخه

آصف بهاند

3

ځان به په تورټیکري عادت‌کړم

یاري به پرېـږدم، تا به مړحسابومه

 

څنگه دې زړه له مانه تورشو

څنگه په سوال دې زه له خدایه غوښتې‌ومه

 

ته به تر کومې مسافر یې

زه به تر کومې داسې اوښکې تویومه

 

د لنډیو په ۳۶۸مه برخه کې تاسو درنو لوستونکو ته دا راټولې کړې لنډۍ وړاندې کېـږي:

سترگې دې بیا راښکاره نه‌کړې

پرېـږده چې مړ دې د دیدن په تمه‌شمه

 

ستا هېرول، د روح وتل دي

زه زنكده پرځان منم، تا هیرومه

 

ستا دې د سترگو اشاره وي

که د چړو پرڅوکو لار وي، دربه‌شمه

 

سر مې په کاڼو د ویشتو دی

چـې زه پــه داسـې بـې‌وفـا میـٔنـېـدمه

 

سبا به بیا سپینې سپېدې شي

تورې تیارې به کډې بار کړي له وطنه

 

سترگې دې ډکې ـ ډکې کېـږي

د چا باڼه دې په زرگي ښخ شوي دينه

 

شال کې مې شل‌پیونده ښه دي

چې لالی وي، نیستي به تېره شي میٔنه

 

یار مې قبلې طرف ته مخ کړ

زهٔ پهٔ دنیا د بی شرمۍ وربشې خورمه

 

یا خو به زه په زړه نری‌یم

یا په ریښتیا له زغمه وتي دي غمونه

 

یار مې ولور له ملکه ورک که

د ځوانۍ عمره په رواج دې تېرومه

 

یاره نور هیڅ راسره نه‌شته

دا شل‌کلنه ځواني تا نه ځارومه

 

د جلکۍ مورې جنتي شې

لویه دې کړه، مینه له ما سره کوینه

 

د سهارلمونځ رانه قضا شو

نوی میٔن وم، په دیدن نه‌مړیدمه

 

د ټوپک ډز دې په‌کې نه‌وي

د سترگو جنگ دې ترقیامته پورې وینه

 

د مور له مینې صدقه‌شم

تبه زما وي، خوله د دې وتلې‌وینه

 

د جدایي‌خوند مې موندلی

چې چېرې ځان‌ته‌شم، په چیغووژاړمه

 

د یار، یاري نه مې زړه موړ کړه

ربه سجـدې بـه درتـه ټـول‌عـمـر کـومه

 

د جنازې کټ به مې دروند وي

د دونـیـاگۍ غـمـونـه ټــول راسـره دیـنـه

 

د صبر چل له ما نه زده‌کړه

وخت د ښېرا دی، زه دوعا ورته کومه

 

دولت به پلار و مور ته راوړې

د جدایۍ په تار دې زه تړلې‌یمه

 

دولت به پلار و مور ته راوړې

د بېلتانه په اور دې زه سېځلې‌یمه

 

د محبت دور دې لنډ و

د بېلتانه دور دې واخیستل کلونه

 

دا څه جانان، څه یې پښتو ده

ما ته یې جوړ کړل د همځولو پېغورونه

 

د نامعلومې کیسې سر دی

چې معلومېـږي، زه به غم خوړلی‌یمه

 

د بختورو په نصیب وي

په تورماښام د تورو سترگو دیدنونه

 

د تا له څنگه مې زړه نه‌شکید

دا ستا شلېدلي ټیکري ورک له ملکه کړمه

 

د ټوپک‌ډز راباندې وکه

خو د مکتب لاره مې مه‌نیسه میٔنه

 

د بېلتانه عذاب دې سخت دئ

تازه سکروټې مې په زړه نیولې دینهٔ

 

د سعودي په پیسو څه کړم

په خپل‌وطن کې به خدای ډېره راکوینه

 

د مینې جنگ کې تا گټلې

د سترگو جنگ کې به دې پاتې‌راولمه

 

د بنډارونو دې څوک نه‌شته

ستا پر همځولو اوس جنډې ولاړې‌دینه

 

څوک مې ابۍ دادا خبرکړئ

خوشحاله نه‌یم، له ناکامه ناسته‌یمه

 

څنگه دې زړه له مانه تورشو

څنگه په سوال دې زه له خدایه غوښتې‌ومه

 

خدایه دا پورې غر سوری کړې

چې راښکاره شي د ابۍ دادا کورونه

 

خدای دې په خپله جانان پوه‌کړي

له موره یـودی، ښېـرې نـه ورتـه کـومه

 

ځان دې پردي وطن کې زوړ که

ورونو دې جوړ کړل د همت لوړ مکانونه

 

ځان به په تورټیکري عادت‌کړم

یاري به پرېـږدم، تا به مړحسابومه

 

زموږه وس د کفن نشته

که څوک مو وژني، کفنونه دې راوړینه

 

زما له عمر سره سمه

میرات شې غمه، په خندا دې تېرومه

 

زما د خپلې‌خوښې یاره

زه به له تا نه زړگی څنگه صبرومه

 

زما په وطن کې هرڅه گران دي

یـو د انـسان ویـنـه ارزانـه خـرڅـویـنـه

 

زما پر زړه غمونه بار دي

جانان مې تمه د زړې خندا کوینه

 

زه به ترې هسې گیلې نه‌کړم

له سختوورځو که خبرشي، رابه‌شینه

 

روغ به له روغو سره ناست وي

په زړه رنځور به چېرته بېل له خلکو وینه

 

پر حافظه به ظلم تېرکړم

تا به ترې هېرکړم، زه به بیا پخوانی‌شمه

 

په خوله خاموشه انډیواله

غږ دې لږ پورته که چې زړه مې ډاډه شینه

 

پردي وطن ته مې زړه نه‌شي

نصیب روان دی، زه بندي ورسره‌ځمه

 

پردېوال غلی، غلی راشه

د دروازې ځنځیر مې مور راویښه‌وینه

 

پر تا مې زيری د مرگ وشه

چې تور رانجه دې پر مخ جوړ کړي کتارونه

 

په تورپیکي مې یار رنځور کړو

سبا خورې‌زلفې پرېـږدم، چې مړ یې کړمه

 

په سلامونو چاره نه‌شي

غېـږه دې راکړه چې مې تنده ماته‌شینه

 

په شوگیرو میٔن ته وایه

تا په دې ویښوشپو کې څه لیدلي‌دینه

 

اختر خو بیا په کلي راغی

څوک مسافر دي، څوک مرگي بیولي‌دینه

 

اوښکې مې پرېـږده چې بهیـږي

زه لــه وطــنــه پــه ژړا راغــلــې‌یـمــه

 

اختر د چا د مورمیـړه دی

چې ټولې نجونې ورته ځان سمبالوینه

 

مینه په تلو راتلو زیاتېـږي

موږ کره مه‌راځه چې زړه دې صبرشینه

 

ما سره غم په نیمه واخله

ما په راستۍ درته جانان ویلي‌دینه

 

ملنگ دې ځان‌ته دوعا وکړي

چې د پردۍ درگاه له سوال بې‌غمه شینه

 

ما ته دې زوړجانان رایاد کړ

خدای دې په غم که زنگولي قدمونه

 

ما چیرته لرې ځای ته بوزئ

چې نه خبرې وي، نه خلک، نه کورونه

 

مینه مې پټه پاتې نه‌شوه

د جانان غـږ پسې سرتوره ووتمه

 

ما لیوني‌کارونه پرېښول

تازه‌کوه اوس پرلنډۍ‌زنه خالونه

 

مورې بنگړي به په لاس نه‌کړم

یار مسافر دی، بنگړي چا ته واچومه

 

ما ته د ژوندلارې ازغي شوې

خدایه پرکومه لاره کېـږدم قدمونه

 

لکه چې خاورې مې په خوله شوې

د یار له کوره د سندرو غږ راځينه

 

لالیه ولې دې ځان ټول کړ

ما دې راتلو ته غوړولي‌وو گلونه

 

لالیه بیا په مخه راغلې

ما مې د زړه‌زخمونه اوس گنډلي‌دینه

 

لاس مې غوښته، غېـږه یې راکړه

خدایه زما جانان ته ورکړې جنتونه

 

له پیغورو سره عادت‌شوم

پیغور د مینې دې کوڅو کې راکوینه

 

لکه کابل د افغان حق دی

داسې مې حق دی د جانان زلفوسرونه

 

که زړه دې نه‌وي اکا‌زویه

په زور دې څوک یارۍ ته نه‌مجبوروینه

 

که د قسمت مجبوري نه‌وای

ستا پرڅنگل به ولې بل کول خوبونه

 

کمیس یې پاس پر پـړي زوړ شو

د رنځورۍ علاج یې نه‌شي، مړه به شینه

 

که بېگانی خوب مې ریښتیا وای

اوس به باچا وای، راپسې به وو فوجونه

 

حسن په درې‌څیزو ختمېـږي

د ځمکې‌خوب، د جانان‌غم، د زړه‌فکرونه

 

چې زما نه‌شوې، د بل مه‌شې

په کور زړه‌شې، چې مې وکړې ارمانونه

 

جانانه ټینگه‌غیـږه راکړه

ستړې‌ستومانه له واده راغلې‌یمه

 

ته به بې‌غمه اوس ویده یې

ما ته طبیب د خوب‌گولۍ لیکلې‌دینه

 

ته به په ما پسې خندا کړې

زه خوشحال دې ته، چې لالي خندلي‌دینه

 

تا خو به تورې خاورې وخوري

ما به هم زوړ کړي، راچاپېر دي ډېرغمونه

 

جانانه چېرته یې لاس راکړه

د سمندرڅپې مې لرې درنه وړینه

 

وطنه غم دې زورور دی

د جانان غم دې رانه هېرکړلو میٔنه

 

ورکه‌لالیه، غـږ دې ورک شو

غم دې لیوه شو، بند په بند مې ماتوینه

 

چې مازدیگر شي، ښکته لمر شي

پرچا اختر شي، څوک د غم ژړا‌کوینه

 

ته به تر کومې مسافر یې

زه به تر کومې داسې اوښکې تویومه

 

نوربیا

 

 

اختر د لنډیو په هنداره کې

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.