تر دې مخکې چې د افغانستان په اړه خبرې وکړې، ښه ده چې لومړی د هغه هېواد ریښتینې څېره وګورې چې ته پکې زیږېدلې یې.
هغه هېواد چې نه د تاریخ، نه د هویت او نه د تمدن پر بنسټ جوړ شوی، بلکې د برتانیې د استعمار د وزارت په کوټو کې د یوې «سیاسي انجنیرۍ پروژې» له مخې رامنځته شوی دی.
هېواد چې له لومړۍ ورځې د ملت پر بنسټ نه، بلکې د «امپراتورۍ د اړتیاوو» پر بنسټ تعریف شوی.
دا تریخ حقیقت کېدای شي درته دروند وي، خو واقعیت په شعارونو نه پټېږي.
افغانستان د داسې وران، ګندېدلي او لړزېدونکي جوړښت (پاکستان) سره پرتله کول یوازې تېروتنه نه ده، بلکې یوه تاریخي ناپوهي ده.
افغانستان هغه خاوره ده چې ۵۰۰۰ کاله پرلهپسې تاریخ لري٫ هغه خاوره چې امپراتورۍ پرې تېرې شوې، خو خپله خاوره پاتې ده.
افغانستان هغه وخت تمدن جوړاوه، کلتور یې رامنځته کاوه او تاریخ یې لیکه، چې ډېرو هېوادونو لا نوم هم نه درلود.
دا خاوره د وینې، مقاومت او هویت په بیه جوړه شوې ده.
خو هغه هېواد چې ته یې دفاع کوې (پاکستان)، نن د خپل تاریخ په تر ټولو بحراني پړاو کې ولاړ دی:
اقتصادي بحران، د سیاسي مشروعیت بحران، امنیتي بحران، هویتي بحران، قومي شخړې، او د ولسي باور ژوره تشه.
دا شخصي تحلیل نه دی٫ دا د نړۍ رسمي راپورونه دي.
هېواد چې تر اوسه وروسته له اوو لسیزو نه پوهېږي چې «ملت څه دی»، «هویت څه دی» او «پوله په څه ولاړه ده»، ښه ده چې د نورو پر ځای لومړی خپله ستونزه حل کړي.
پاکستانۍ ښځې،
ته دې د افغانستان غم مه خورې.
افغانستان له داسې ازموینو تېر شوی چې که یې یو سلنه هم ستا په برتانیه جوړ هېواد راغلې وای، نن به یې نښه هم نه وای پاتې.
افغانستان د اسکندر له یرغل، د مغولو له توپان، د انګرېز له استعمار، او د نیابتي جګړو له اوره تېر شوی او لا هم ولاړ دی.
ځکه چې افغانستان تاریخ جوړ کړی، نه استعمار.
خو ستا هېواد، چې د «وویشه او حکومت وکړه» د سیاست مستقیم محصول دی، نن له بنسټیزو پوښتنو سره مخ دی:
ایا بې له بهرني مرستې ژوندی پاتې کېدای شي؟
که واشنګټن او لندن د ستاسې د ظالم او بېرحمه پوځ معاشونه پرېږدي، پوهېږې چې څه به پېښېږي؟
ایا داخلي بحرانونه اداره کولای شي؟
ایا ګډ هویت جوړولای شي؟
ایا اقتصادي سقوط مخنیوی کولای شي؟
ایا قومي شخړې بې له تاوتریخوالي حل کولای شي؟
دا هغه پوښتنې دي چې روښانه ځواب نه لري٫ او دا د مصنوعي جوړښت نښه ده.
نو مهرباني وکړه، د افغانستان لپاره د نسخو لیکلو پر ځای، د خپل هغه هېواد په اړه فکر وکړه چې نن د اقتصادي، سیاسي او ټولنیز سقوط په درشل کې ولاړ دی.
افغانستان ستا د خواخوږۍ اړتیا نه لري.
هېواد چې پنځه زره کاله پاتې شوی، د یوې پېړۍ بحران یې نه ړنګوي.
خو هېواد چې یوازې ۷۵ کاله عمر لري او نیمایي یې د سقوط په حالت کې دی، باید د خپل راتلونکي اندېښنه وکړي، نه د نورو.
افغانستان پاتې کېږي٫ ځکه چې ریښې لري.
خو مصنوعي جوړښتونه، ژر یا وروسته، نړېږي.
بیا ټینګار کوم:
پاکستانۍ ښځې،
ستاسې ستونزه دا نه ده چې افغانستان نه پېژنئ٫ ستونزه دا ده چې خپل هېواد هم نه پېژنئ.
هېواد چې تر اوسه ګډ هویت نه شي جوړولای، نن د پنځه زره کلن تاریخ لرونکي هېواد لپاره نسخه لیکي.
دا هغه ځای دی چې انسان نه پوهېږي وخاندي که افسوس وکړي.
تاسې د داسې هېواد خبرې کوئ چې هر لس کاله له دننه رېږدي٫ نه د بهرني دښمن له امله، بلکې د خپلو داخلي تضادونو، مصنوعي جوړښتونو او نه حل شویو تاریخي بحرانونو له امله.
هېواد چې لا هم نه پوهېږي «ملت څه دی»، «پوله څه ده» او «هویت په څه ولاړ دی»، ښه ده چې د زما د لرغوني افغانستان پر ځای، د خپلو ګندېدلو او ورستو ریښو لور ته وګوري.
افغانستان ستاسې نصیحت ته اړتیا نه لري.
هېواد چې د اسکندر، چنګېز، تیمور، انګرېز، شوروي، ناتو، امریکا او نیابتي جګړو له اوره تېر شوی او لا هم ولاړ دی، د څو سطحي او بېمایه جملو په وسیله نه رېږدي.
افغانستان تاریخ جوړ کړی، نه استعمار.
افغانستان خلک جوړ کړی، نه د استعمار وزارتونه.
خو ستاسې برتانیه جوړ هېواد٫ پاکستان٫ نن په هغه حالت کې دی چې هر بېطرفه شنونکی یې د حتمي سقوط په لست کې شمېري.
سقوط د ستاسې د هېواد محتوم برخلیک دی.
دا تریخ حقیقت کېدای شي دروند وي، خو حقیقت تل دروند وي.
نو مخکې له دې چې د افغانستان نوم واخلئ، د هغه هېواد په اړه فکر وکړئ چې نن د اقتصادي، مشروعیتي، امنیتي، قومي او هویتي بحرانونو سره لاس او ګرېوان دی.
هېواد چې د سبا په اړه نه پوهېږي، حق نه لري د هغه هېواد په اړه خبرې وکړي چې پنځه زره کاله پرون لري او لس زره کاله سبا به ولري.
افغانستان پاتې کېږي٫ ځکه چې ریښې لري.
خو مصنوعي جوړښتونه، ژر یا وروسته، نړېږي.
https://af.dawatmedia24.com/?p=185971
Comments are closed.