پودکاست
له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې
په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» د لومړي ځل لهپاره د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیکپوه «جیمز کلارک مکسول» د الکترومقناطیسي څپو نظریه وړاندې کړه، او الماني «هاینریش – هرتز» بیا په عملي ډول ثابته کړه چې الکترومقناطیسي څپې شته او د فضا له لارې خپرېدی شي؛ د څپو د فریکونسي واحد د ده په ویاړ «هرتز» نومول شوې ده.
د تکنالوژۍ په ډگر کې د پرمختگونو په دوام ایتالیوي «گولیلمو مارکوني» په ۱۸۹۵م کال کې د الکترومقناطیسي څپو د لېـږد عملي سیستم جوړ کړ او له څو مهمو تجربو څخه وروسته د رادیو مخترع ونومول شو.
د «ترانزیستوري» رادیوگانو په رامنځ ته کېدو، د رادیو کارول اسانه شول، نور رادیو په یو ځانگړي ځای پورې محدود پاتې نه شوه، رادیو گرځنده شوه، د برق له لین پرته په بالتیو لگېدې، بڼې یې وړې شوې او خلکو په اسانۍ کولی شوای چې په کورونو، کروندو او موټرونو کې رادیو واوري.
د دیجیتلي رادیوگانو جوړیدو د غږ د اوریدو تجربه نوره هم په زړه پورې کړه او بلاخره په ۲۰۰۴م کال کې پودکاست د غږیزو رسنیو د یو نوې او معاصرې بڼې په توگه راڅرگند شو چې نن ورځ د معلوماتو، زده کړې او تفریح لهپاره په پراخه کچه کارول کېـږي.
پودکاست دیجیتلي رسنیز قالب یا د غږیزو فایلونو ټولگې ته وېل کېـږي چې د انترنت په مټ، د دیجیتلي پلتفارمونو لکه «سپاتي فای، سوند کلود، کاست باکس، اپل پودکاست او یوتیوب» له لارې د خپرېدو، اوریدو او داونلود وړ وي. پودکاست معمولاً په څو برخو باندې ویشل کېـږي او هره برخه یو سرلیک، لنډه توضیح، شمېره یا د خپریدو نیټه لري.
کله چې یو اوریدونکی د خوښې وړ پودکاست په انترنیت کې «سبسکرایب» یا تعقیب کړي نو د هغه نورې برخې په اتومات ډول وررسیـږي او هر وخت یې چې زړه غوښتی وي، اوریدلی یې شي. د پودکاست هر برخه ممکن ځانته یوه ځانگړې موضوع وي یا د تېرو برخو د لړۍ دوام.
پودکاست په ویدیويي بڼه هم ثبت او خپریـږي، خو هغه اسانتیا او چټکتیا یې له منځه ځي چې یواځې د غږ ثبتولو سره وي. د ویدیويي پودکاست لهپاره باید ښکلی ځای، بگروند او مناسبه رڼا برابره شي؛ اوریدونکي هم هغه اسانتیا له لاسه ورکوي چې کولی شي د خپل موبایل له لارې نېـږدې هر ځای پودکاست واوري.
پودکاستونه د بېلابېلو موضوعاتو په اړه جوړیدای شي، لکه: سیاسي او تاریخي بحثونه، دیني خپرونې، خبرونه، تعلیمي او تفریحي مطالب، نکل او داستان لوستنه، د موسیقۍ خپرونې او نور معلوماتي موضوعات. د پودکاست چلونکي اکثراً یو کس یا هم یوه وړه ډله وي. پودکاست لاندې ډولونه لري:
۱- مونولوگ یا یوکسیز پودکاست:
کوربه معمولاً خپله موضوع، نظرونه یا کیسې د میلمه له لرلو پرته، په یواځې سر وړاندې کوي. په دې ډول پودکاست کې خبرونو ته هم ځای ورکول کېـږي.
۲- مصاحبوي پودکاست:
کوربه له یو یا څو تنو میلمنو سره مرکې کوي او د هغوی نظرونه، تجربې او معلومات د پوښتنو او ځوابونو په بڼه، وړاندې کوي.
۳- ډلهییز پودکاست:
دوه یا څو تنه په ډلهییز ډول د یوې موضوع په اړه بحث کوي او خپل نظرونه وړاندې کوي. که څه هم دا ډول پودکاستجوړونه ډیرې همغږۍ ته اړتیا لري، خو د لیدلورو تنوع زیاتوي چې اوریدونکو ته په زړه پورې وي.
۴- داستاني پودکاست:
دې ډول پودکاست کې تخیلي داستانونه په څو برخو کې وړاندې کېـږي، لکه رادیودرامونه یا تلویزیوني سریالونه.
۵- غیر داستاني پودکاست:
دې ډول پودکاست کې مستند او ریښتینې پېښې تر پوښښ لاندې نیول کېـږي، مثلاً: ځنځیریزې وژنې، جنایي دوسیې، تاریخي واقعې او سفرونه.
۶- ځینې پودکاستونه د تخنیکي، علمي او فلسفي موضوعاتو په اړه هم جوړیـږي.
دا چې لومړني پودکاستونه څنگه جوړ او خپاره شول او تر دودیزو رسنیو یې ارزښت په څه کې دی، د «پودکاست سلوشن» په کتاب کې یې په اړه داسې لیکل شوي دي:
«د پودکاست جوړول په لومړي سر کې د هغو کسانو کار و چې په تخنیک پوهېدل او د نوې تکنالوژی د ازموېلو شوق یې درلود، له دوی سره ورو- ورو نور خلک هم یوځای شول او پودکاستونه یې جوړ کړل. یوې واده شوې جوړې په «ملوواکي» کې د یوې کروندې له زاړه کور څخه د پودکاست خپرول پیل کړل. په «سن فرانسسکو» کې د راک موسیقي د ډلې یو گیتارست د خپل ژوند کیسه او د گیتار نغمې په خپرونو کې له اوریدونکو سره شریکې کړې او په «دینویر» کې یو ځوان پلار داسې خپرونه پېل کړه چې یواځې یې د نورو سندرې خپرولې.
پودکاست د پخوانیو دودیزو نورمونو په ماتولو سره بدلون راوستی دی. د پودکاست جوړونکی اړ نه دی چې د یوې خپرونې د جوړولو لهپاره خامخا یوه ډیره سمباله ستدیو ولري؛ کافی دی چې یو میکروفون، کمره او کمپیوتر ورسره وي، غږېدا یې خوښه وي او د ویلو لهپاره څه ولري. لنډه دا چې د پودکاست جوړونکی مجبور نه دی چې د سختو مقرراتو تابع وي او د خپلو خپرونو لهپاره حتماً مصنوعي سپوژمکۍ یا انتن ولري.
هر څوک چې خپل لومړنی پودکاست جوړوي، کولی شي چې د نړۍ په هر گوټ کې ان له هغو رادیو ستیشنونو څخه هم زیاتو خلکو سره اړیکې جوړې کړي چې د «اې.ام» او «اف.ام» ځواکمن ترانسمیترونه لري. د پودکاست خپرونکی کولی شي چې په امریکا، نیوزیلند، جاپان، هند، فرانسه او د نړۍ په نورو هېوادونو کې ځانته اوریدونکي ومومي. پودکاست جوړونه اوس یو نړیوال خوځښت دی، پخوا یواځې حکومتونو او لویو شرکتونو دا امتیاز درلود چې په لوی شمیر اوریدونکي تر نشراتي پوښښ لاندې ولري، خو پودکاست اوس دا ځواک د خلکو په لاس کې ورکړی دی، څو دوی هم د نورو په څېر اوچت غږ ولري»(۱).
له هغه وخت څخه چې «سمارت فونونو» او انترنېت ته لاسرسی پراخ شوی دی، خلکو ته دا زمینه برابره ده چې خپل غږ له نړۍ سره په اسانه شریک کړي. د پودکاست جوړونکي کولی شي پر داسې موضوعاتو باندې وغږیـږي چې ممکن په دودیزو رسنیو کې ورته ځای نه وي. پودکاست ته انترنیتي رادیو هم وېل کېـږي خو له رادیو او رادیويي خپرونو سره یې څو مهم توپیرونه دا دي:
۱- رادیويي خپرونې د فریکونسي په حدودو کې راگیر وي، پداسې حال کې چې د پودکاست اوریدونکي نړیوال وي؛ پودکاست د انترنت په مټ هر وخت او هر ځای اوریدل کېدای شي.
۲- اوریدونکی کولی شي چې د پودکاست هره برخه څو ځلي واوري، ویې دروي او یا یې په نیمايي کې پرېـږدي. که پودکاست یو ځل داونلود شي، بیا اوریدل یې انترنت ته اړتیا نه لري.
۳- رادیو؛ ستیشن، انتن او فریکونسي غواړي، پداسې حال کې چې پودکاست کېدای شي یواځې د انترنیت له لارې خپور او په موبایل، تابلیت یا کمپیوتر کې واوریدل شي.
۴- رادیو ډیری وختونه ژوندۍ خپرونې، خبرونه، سندرې، مرکې، اعلانونه او د اوریدونکو تلیفوني اړیکي لري. پودکاست بیا له وړاندې څخه یوه ثبت شوې غږیزه خپرونه وي، چې منځپانگه یې ځانگړې، ژوره او معمولاً د یوې خاصې موضوع یا د اوریدونکو د یوې خاصې ډلې لهپاره وي.
۵- د رادیو د ستیشن جوړول او ساتل ډیر لگښت غواوړي، د پودکاست تولید لږ وسایل او کمو امکاناتو ته اړتیا لري.
میرمن «تووه – اوبری» سویدنۍ لیکواله او پودکاستره ده، هغې د پودکاست په اړه یو کوچنی جیبي کتاب لیکلی دی چې د پودکاست جوړونې رازونه پکې سپـړل شوي دي؛ د کتاب ځینې مهم ټکي په لنډ ډول دلته رااخلم:
«د پودکاست تر ټولو لویه ځانگړنه دا ده چې سړی کولی شي په یو وخت کې هم تفریح وکړي، هم پرمختگ او هم زده کړه. د انسان غږ ډیر ژور حس لري، ډیر داسې غږونه شته چې زړونو ته تاوده وربښي، ځینې خلک د همداسې غږونه په لټه کې وي.
د پودکاست په اوریدلو کې ازادي شته، موږ بې له دې څخه چې خپلې سترگې د موبایل پر ښیښې وگنډو، کولی شو ډوډۍ وخورو یا کوم بل ضروري کار ترسره کړو او په عین حال کې پودکاست ته هم غوږ شو. کله چې زموږ ماشوم یا پارتنر ویده وي او نه غواړو چې د کوټې څراغ بل کړو، په ارامۍ سره کولی شو چې د غوږیو په مرسته خپل د خوښې وړ پودکاست واوروو.
ولې مو د پودکاست جوړولو په اړه فکر کړی دی؟
ځینې موضوعات چې ستاسو په نظر په زړه پوري او ارزښتمن وي او کولی شې د هغو په اړه اوږدې خبرې وکړې یا غواړې چې د خپل ژوند مهمې تجربې له نورو سره شریکې کړې؛ دا کار د پودکاست په جوړولو شونی دی. انسان ډیری وخت له نورو سره د خپلو تجربو او پوهې په شریکولو، معنی او ارزښت مومي.
هو! کله چې په ژوند کې کوم هنري یا بل نوښتگر کار ترسره کوو ممکن خنډونه په مخ راشي، پودکاست جوړولو کې هم دا ستونزې شته؛ لکه د نورو له نظرونو څخه زموږ ویره؛ هغه ویره چې له ناکامۍ او شرم څخه یې لرو، هغه احساس چې انسان ورڅخه په تیښته کې دی – نو څه وکړو؟
یاداشت او فکري تمرین!
خپل فکرونه او نظرونه ولیکئ او له یو باوري کس سره یې شریک کړئ، ترڅو خپل احساسات او نظریات ښه درک کړې، مثلاً:
د پودکاست له ثبتولو څخه مو هدف څه دی؟
دا کار تاسو ته څه ارزښت لري؟
کله چې لومړۍ برخه ثبت کړې، ځان ته به څنگه ښکارې؟
په خپل بریالیتوب څومره باور لرې؟
بریا تاسو ته څه مانا لري؟
په کومو برخو کې مرستې ته اړتیا لرې؟
کوم پودکاست چې ډیر لږ خپریـږي، ممکن خپل اوریدونکي له لاسه ورکړي. ځینې کسان خپل پودکاستونه د موسمونو په اساس تنظیموي چې د وخت په حساب پر سوژو د تمرکز ښه فرصت وي. فرض کړئ ستاسو د پودکاست د خپریدو کلنی مهالویش فبروري، جون، سپتمبر او دسمبر میاشتې دي، تاسو کولی شئ د دغو وختونو لهپاره خپرونې پلان کړئ او اضافي وخت مو د نویو سوژو د موندلو لهپاره وکاروئ. ځینې نور کسان د پودکاست د ثبت او خپرولو لهپاره ټاکلې ورځې غوره کوي، څو له اوریدونکو سره یې اړیکې منظمې وي. یوه بله طریقه دا ده چې خپرونې ژوندۍ ثبت شي، چېرته چې اوریدونکي مرسته اوهمکاري کوي، لکه د «ویدیوکال» له لارې یا له ستدیو څخه بهر مخامخ اړیکي.
تاسو چې هر څومره په خپله د پودکاست له ثبتولو څخه خوند واخلې، په همغه اندازه دا حس اوریدونکو ته هم لېـږدول کېـږي. اوریدونکي غواړي په پودکاست کې ستاسو حضور حس کړي، هغوي تاسو د پودکاست برخه گڼي او غواړي ډاډه شي چې په پوره شوق مو خپل کار ترسره کړی دی»(۲).
پودکاست څنگه جوړ کړو؟
دا لاندې معلومات ما په یوې مقالې کې لوستی و، دلته یې تاسو درنو لوستونکو ته لنډیز وړاندې کوم:«
۱- د موضوع ټاکنه:
په سر کې د پودکاست اصلي موضوع وټاکئ. موضوع مو باید د خوښې وړ او دومره ځانگړې وي چې په اړه یې څو برخې خبرې وشې کړاې. داسې څه غوره کړئ چې پرې پوهېـږې او ورسره مینه لرې.
۲- قالب او د نوم غوراوی:
خپل توان او خوښې ته په کتو د پودکاست قالب وټاکئ، مثلاً: مونولوگ، مصاحبوي یا کوم بل ډول. وروسته ورته لنډ او مناسب نوم غوره کړئ، داسې یو نوم چې په یاد پاتې شي او له موضوع سره اړخ ولگوي.
۳- د تصویر انتخاب او بصري تابیاوې:
د پودکاست بگروند ته یو جذاب تصویر جوړ کړئ. د بگروند تصویر لومړنی څیز دی چې د لیدونکي سترگې پرې لگېـږي، د همدې لهپاره ډیر ارزښتمن وي.
۴- د پېل، منځ او پای لهپاره د موزیک غوروای:
یو لنډ او مناسب موزیک د هرې برخې د پېل، منځ او پای لهپاره غوره کړئ، دا ځکه چې ستاسو د پودکاست پېژندنه پیاوړې کړي او د اوریدونکو په ذهن کې تر ډیره پاتې شي. که کولی شې د پودکاست لهپاره یو ځانگړی موزیک جوړ کړئ.
۵- د غږ ثبت:
اوس د لومړۍ برخې د ثبت وار دی. په یو ارام ځای کې چې له شورماشور او اضافي غږونه څخه پاک وي، کښینې. له مناسبو اوزارو څخه کار واخلئ ترڅو غږ صاف ثبت شي.
۶- ادیت او تنظیم:
له ثبت څخه وروسته د ځانگړو کمپیوتري پروگرامونو په وسیله، غږ ایدیت او اصلاح کړئ. اضافي ثبت شوي غږونه ترې حذف او د اصلي غږ کیفیت لوړ کړئ. د غږ ادیت کې کېدای شي نور غږیز افکتونو ورزیات شي، وروستي پـړاو کې د غږ حجم برابر او بیا میکس کړئ.
۷- په بېلابېلو پلتفارمونو کې د پودکاست خپرېدل:
په پای کې خپل وروستی غږیز فایل د پودکاست په یو کوربه سرویس کې اپلود کړې، ترڅو د «ار اس اس» لینک جوړ شي. وروسته د خپل پودکاست هره برخه په خپرونکو پلتفورمونو لکه (کاست باکس، اپل پودکاست او سپوتيفای) کې ثبت کړئ ترڅو ستاسو مخاطبین وکولی شي په اسانۍ ورته لاسرسی ولري. د خپرولو پرمهال جذاب سرلیک او لنډیز ولیکئ، ځکه دا کار اوریدونکي د پودکاست اوریدو ته هڅوي.
د پودکاست د جوړولو اوزار
۱- میکروفون:
مکیروفون د پودکاست د جوړولو له پاره تر ټولو مهمه وسیله ده. په پېل کې کولی شې چې د دینامیک میکروفونونو څخه چې ارزانه دي کار واخلئ، دا میکرفونونه ستاسو غږ روښانه ثبتوي او د چاپریال اضافي غږونه کموي. که بودیجه مو زیاته وي نو د کاندنسر له میکروفون څخه گټه واخلئ، ځکه تاسو ته د ډیر لوړ کیفیت غږ درکوي، خو داسې یو چاپریال ته اړتیا لري چې هغه «ایزولیره» شوی وي.
۲- د میکروفون پایه او د پاپ فیلتر:
د میکروفون پایه په مناسبه ارتفاع کې د میکروفون د تمولو اسناتیا برابروي، د پاپ فلتر د خولې مخې ته برابریږي ترڅو د« پ، ب، ټ، ډ» په څېر د ځینو تورو سخت ټکانونه شنډ یا نرم کړي. پاپ فلتر د خولې او مایک ترمنځ د یوې نرۍ پردې په څېر راځي او د هوا سخت ټکان نرموي، څو غږ روښانه او صاف ثبت شي.
۳- د ثبت چاپریال:
د پودکاست د ثبت لهپاره خامخا یوه ارامه او د امکان تر حده د ایکو او نورو اضافي غږونو څخه پاکه کوټه انتخاب کړئ. په یو مناسب چاپریال کې ثبت، د پودکاست کیفیت سره لویه مرسته کوي.
د پودکاست محتوا او د تولید مهم ټکي
په منظم ډول خپرول:
د امکان تر حده په اونۍ کې د پودکاست یوه برخه تولید کړئ. د پودکاست په خپرولو کې ثبات د دې لامل گرځي چې اوریدونکي تاسو تعقیب کړي. د دې کار لهپاره باید ټاکلی مهالویش ولرئ او هڅه وکړئ د خپرولو وخت ته ژمن پاتې شئ.
پر موضوع تمرکز:
پودکاست باید پر یوې ځانگړې موضوع راوڅرخېـږي. د یوې خاصې او په زړه پورې موضوع غوراوی د دې سبب گرځي چې په لوی شمیر وفاداره اوریدونکي ومومې.
د غږ کیفیت:
دا چې د پودکاست محتوا غږیزه وي، نو د غږ کیفیت پکې زښت زیات ارزښت لري. له مناسب میکروفون او هیدفون څخه گټه واخلئ او تر ثبت وروسته حتماً خپل غږ وارزوئ. د اضافي غږونو حذفول، د لوړ غږ تنظیم او مناسب میکس، ستاسو د کار اعتبار لوړوي.
جوړښت او مقدمه:
د پودکاست هرې برخې ته یوه لنډه مقدمه او یو ځانگړی پای طرحه کړئ، لکه: د هرې برخې د موضوع پېژندنه یا د تېرې برخې «ریکپ» یا لنډه یادونه. د هر پودکاست د پېل او پای لهپاره ښه پلان مرسته کوي چې تاسو اصلي مطلب هېر نه کړې او اوریدونکي هم له تمې سره سم، پودکاست اوري.
خلاقیت او تعامل:
د دې لهپاره چې پودکاست په زړه پوری شي، له موسیقي یا غږیزو افکتونو څخه کار واخلئ. کله چې د پودکاست یوه برخه خپره شوه، په بله برخه کې یې کولی شې چې د اوریدونکو پوښتنو او نظرونو ته ځواب ووایاست، دا کار له اوریدونکو سره ستاسو اړیکي ټینگوي. پر دې سربېره د خپل پودکاست له خپرولو څخه مه ویریـږې او په لومړي سر کې هغه له خپلو دوستانو او اشنایانو سره شریک کړئ ترڅو د هغوی په نیوکو، نظرونو او وړاندیزونو باندې پوه شې»(۳).
سرچینې:
۱- Geoghegan, Michael W., and Dan Klass. Podcast Solution: The Complete Guide to Audio and Video Podcasting. 2nd ed. New York: Apress,2007,pp.1-2.
۲- Öberg, Tova Eloa. Starta podcast: De enkla grunderna för hur kommer i gång. BoD – Books on Demand, 2022.
۳- طاهران پور، ملیکا – عسکری، مصطفی(۱۴ سنبله ۱۴۰۴)، «پادکست چیست؟ بهترین راهنمای ساخت پادکست»، ویب سایت:
https://www.zoomit.ir/howto/371957-how-create-podcast-ultimate-guide/
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.