معاش هر څه نه دي: ولې د لرې او انعطافمن کار کولو اسانتیا د کار راتلونکی بلل کېږي؟
نچوړ او چمتوکوونکی: نصیراحمد څپاند
معاش هر څه نه دي: ولې د لرې او انعطافمن کار کولو اسانتیا د کار راتلونکی بلل کېږي؟
لیکوال: Gleb Tsipursky
نجوړ او چمتوکوونکی: نصیر احمد «څپاند»
تصور وکړئ چې یوې تکړه انجینرې ته دوه نږدې یو شان دندیز وړاندیزونه ورسېږي.
یو یې بشپړ حضوري کار دی، خو بل یې اجازه ورکوي چې د اوونۍ څو ورځې له کوره کار وکړي. د یوې نوې څېړنې له مخې، د ټکنالوژۍ ډېری کارکوونکي دومره د انعطاف او لرې کار ارزښت ته اهمیت ورکوي چې حاضریږي د همدې اسانتیا لپاره د خپل ټول معاش شاوخوا څلورمه برخه هم قرباني کړي.
دغه موندنه انعطاف یوازې یو عادي امتیاز نه، بلکې د جبران او امتیاز یوه پیاوړې بڼه معرفي کوي. هغه ادارې چې غواړي د ټکنالوژۍ د لوړو معاشونو فشار راکم کړي او وړ کارکوونکي وساتي، باید دې موضوع ته جدي پام وکړي. په نننۍ نړۍ کې چې ټکنالوژي د ادارو د بریا مهم عنصر ګرځېدلې، دا موضوع د اقتصاد ډېری برخې رانغاړي.
یاده څېړنه د فرضي نظرپوښتنو پر ځای د خلکو د واقعي دندیزو انتخابونو ارزونه کړې ده. پایلې ښيي چې ډېری کسان د لرې یا هایبرډ کار کولو لپاره د خپل معاش نږدې ۲۵ سلنه پرېښودو ته چمتو دي. دا کچه د پخوانیو سروېګانو په پرتله درې تر پنځه چنده لوړه ده. مانا دا چې په هغو مسلکونو کې چې کار له هر ځایه ترسره کېدای شي، انعطاف د معاش د ستر زیاتوالي هومره ارزښت لري.
په زړه پورې دا ده چې د اقتصاد د دودیزو اصولو له مخې باید د لرې کار دندو معاشونه لږ وای، ځکه کارکوونکي پخپله د انعطاف په بدل کې لږ معاش ته غاړه ږدي. خو څېړنه ښيي چې د لرې کار دندې حتی شاوخوا یو سلنه زیات معاش هم لري. دا د دې نښه ده چې بازارونه لا تر اوسه د دې اسانتیا واقعي ارزښت سم نه دی تنظیم کړی.
لیکوال باور لري چې په راتلونکي کې به دا توپیر ختم شي. هغه ادارې چې ژر اقدام وکړي، کولای شي د انعطاف له لارې د سیالانو پر وړاندې برلاسي ترلاسه کړي او د معاشونو له بېځایه لوړولو پرته ښه استعدادونه جذب کړي.
د کارکوونکو دوامداره غوښتنه
په امریکا کې د “Survey of Working Arrangements and Attitudes” د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د ټولو کاري ورځو شاوخوا یو پر څلورمه تر یو پر درېیمه برخه له کورونو ترسره شوې ده. ډېری کارکوونکي هایبرډ یا ګډ کاري سیستم غوره بولي. هغه ادارې چې د کار بازار له دې نوي حالت سره ځان عیار کړي، د استخدام او د کارکوونکو د رضایت په برخه کې به مخکې وي.
ایا انعطاف د کار کیفیت خرابوي؟
د ډېرو مدیرانو لویه اندېښنه دا ده چې ښايي لرې کار د کار کیفیت کم کړي. خو یوه پراخه علمي تجربه دا اندېښنه ردوي.
په ۲۰۲۴ کال کې یوې شپږ میاشتنې تجربوي څېړنې، چې په معتبره علمي مجله Nature کې خپره شوه، وښودله چې هغه کارکوونکي چې په اوونۍ کې دوه ورځې له کوره کار کوي:
د دندې پرېښودو کچه یې شاوخوا یو پر درېیمه راکمه شوه؛
د دندې رضایت یې لوړ شو؛
د کار ارزونې او ترفیع یې اغېزمنې نه شوې.
حتی مدیرانو، چې پخوا یې د تولید د کمېدو وېره لرله، وروسته یې د هایبرډ کار په اړه مثبت نظر پیدا کړ.
ولې د کارکوونکو ساتل مهم دي؟
په ځانګړي ډول په ټکنالوژۍ او تخصصي برخو کې، د یو ماهر کارکوونکي له لاسه ورکول ډېر لګښت لري. کله چې یو تجربهلرونکی انجینر یا متخصص اداره پرېږدي، اداره له لاندې ستونزو سره مخ کېږي:
د نوي کارکوونکي د ګمارنې لګښت؛
د روزنې اړتیا؛
د پروژو ځنډ؛
د تجربې او معلوماتو ضایع کېدل؛
د مراجعینو اړیکو کمزوري کېدل.
کله چې انعطاف د دندې پرېښودو کچه راکموي، نو اداره هم د استخدام او روزنې له اضافي لګښتونو ژغورل کېږي.
انعطاف د استعدادونو د جذب وسیله ده
هایبرډ او لرې کار ادارو ته اجازه ورکوي چې یوازې د لویو او ګرانو ښارونو پر استعدادونو تکیه ونه کړي، بلکې له نورو سیمو هم وړ کسان استخدام کړي. کارکوونکي اوس هغو ادارو ته لومړیتوب ورکوي چې پر هغوی باور کوي او د انعطاف اسانتیا برابروي.
دا حالت د دې سبب ګرځي چې انعطاف لرونکې ادارې د وړ کسانو پراخه ذخیره ترلاسه کړي، خو سخت او یوازې حضوري سیستم لرونکي شرکتونه اړ کېږي چې د کارکوونکو د جذب لپاره معاشونه نور هم لوړ کړي.
بریالی هایبرډ سیستم څنګه وي؟
لیکوال ټینګار کوي چې انعطاف باید منظم او هدفمند وي. بریالی هایبرډ سیستم دا ځانګړنې لري:
د ټیم د حضوري ناستو مشخصې ورځې؛
واضح او لیکلي تصمیمونه؛
منظمې همغږۍ؛
د کور له چاپېریاله د تمرکزي او فردي کار فرصت.
په دې ډول اداره هم د کارکوونکو رضایت ساتي، هم تولیدي کچه خوندي کوي، او هم د لګښتونو ښه مدیریت کوي.
پایله
نن سبا معاش یوازې د کارکوونکو د رضایت یوازینی معیار نه دی. انعطاف، د کور څخه کار، او هایبرډ سیستمونه د کار راتلونکی ګڼل کېږي. هغه ادارې چې د کارکوونکو اړتیاوې درک کړي او د اعتماد پر بنسټ انعطافمن چاپېریال رامنځته کړي، نه یوازې به غوره استعدادونه جذب کړي، بلکې هغوی به وساتي او اوږدمهاله بریا به هم ترلاسه کړي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.