د ځان مدیریت اهمیت او لارې چارې

لیکوال: نصیر احمد څپاند

51

د ځان مدیریت (Self-Management) اهمیت او لارې چارې

سریزه
ځان مدیریت (Self-Management) هغه بنسټیز مهارت دی چې انسان ته دا وړتیا ورکوي تر څو خپل وخت، احساسات، فکرونه او کړنې په اغېزمنه توګه تنظیم او رهبري کړي. په نننۍ چټکه او سیاله نړۍ کې، یوازې تخنیکي مهارتونه بسنه نه کوي، بلکې د ځان سم مدیریت د شخصي بریا او مسلکي پرمختګ اساسي شرط ګڼل کېږي.
که دا مهارت پیاوړی شي، انسان کولی شي خپل ژوند منظم، هدفمند او باارزښته کړي.
د ځان مدیریت تعریف
ځان مدیریت دا وړتیا ده چې یو انسان وکولای شي خپل احساسات، چلند او کړنې کنټرول کړي، د خپل کار او ژوند مسؤلیت واخلي، او د خپلو شخصي او مسلکي هدفونو د ترلاسه کولو لپاره منظم او هدفمند عمل وکړي.
په دې مهارت کې د وخت مدیریت، د فشار کنټرول، هدف ټاکنه او مسؤلیت منل شامل دي، چې د انسان تولید زیاتوي، ذهني روغتیا ښه کوي او د کار په ډګر کې د پرمختګ لامل ګرځي.
د ځان مدیریت مهم مهارتونه
۱. ځان پېژندنه
د ځان مدیریت لومړی ګام ځان پېژندنه ده.
انسان باید خپل قوتونه، کمزورۍ، ارزښتونه او هدفونه په سمه توګه وپېژني.
هغه څوک چې ځان پېژني، د پرېکړو پر مهال لږ تېروتنه کوي او خپل مسیر په روښانه ډول ټاکلی شي.
۲. هدف ټاکنه
روښانه، واقعي او د عمل وړ هدفونه ټاکل د بریا بنسټ جوړوي.
هدفونه باید:
مشخص (واضح) وي
د اندازه کولو وړ وي
د وخت چوکاټ ولري
بې هدفه ژوند لکه بې قطبه بېړۍ ده چې هر لور ته بې لارې ګرځي.
۳. د وخت مدیریت
وخت د انسان تر ټولو ارزښتمنه شتمني ده.
د وخت ښه مدیریت دا مانا لري چې:
ورځنی پلان ولرئ
مهم کارونه لومړیتوب کړئ
بې ځایه مصروفیتونه کم کړئ
هغه څوک چې وخت کنټرول کړي، په حقیقت کې خپل ژوند کنټرولوي.
۴. د احساساتو کنټرول
د احساساتو سم مدیریت د بریالي ژوند لپاره ډېر مهم دی.
په قهر کې پرېکړه مه کوئ
د فشار پر مهال ارام پاتې شئ
مثبت فکر تمرین کړئ
احساسات باید ستاسو تر کنټرول لاندې وي، نه دا چې تاسو د هغوی تابع اوسئ.
۵. ځان ته انضباط ورکول
انضباط د بریا کلي ده.
بریالي خلک هغه دي چې حتی د نه خوښې په وخت کې هم خپل کارونه ترسره کوي.
انضباط دا معنا لري:
“هغه کار کول چې باید وشي، حتی که زړه مو نه غواړي.”
۶. دوامداره زده کړه
په بدلېدونکې نړۍ کې زده کړه هیڅکله پای نه لري.
کتابونه ولولئ
نوي مهارتونه زده کړئ
له تېروتنو څخه درس واخلئ
دوامداره زده کړه انسان ته وده ورکوي او د سیالۍ وړتیا یې لوړوي.
۷. ځان ارزونه
د پرمختګ لپاره باید خپل کارونه په دوامداره توګه وارزوئ:
څه مې ښه ترسره کړي؟
څه مې باید ښه کړي وای؟
دا ارزونه د اصلاح او پرمختګ لاره هواروي.
څنګه ځان مدیریت ښه کړو؟
منظم ورځنی پلان جوړ کړئ: مخکې له مخکې خپل کارونه تنظیم کړئ.
ذهني تمرکز تمرین کړئ: خپل احساسات وپېژنئ او کنټرول یې کړئ.
کارونو ته لومړیتوب ورکړئ: مهم کارونه مخکې ترسره کړئ (لکه آیزنهاورجدول ( وخت مديريت جدول).
د آیزنهاور جدول هغه طریقه ده چې کارونه په ۴ برخو ویشي:
مهم او عاجل → سمدستي یې وکړه
مهم خو غیر عاجل → پلان ورته جوړ کړه
عاجل خو غیر مهم → بل ته یې وسپاره
نه مهم او نه عاجل → له منځه یې یوسه
روښانه حدود وټاکئ: د کار او شخصي ژوند ترمنځ توازن وساتئ.
د ځان مدیریت ګټې
لوړه تولیدي وړتیا: په لږ وخت کې زیات کار ترسره کول
مسلکي پرمختګ: د رهبرۍ وړتیاوو پیاوړتیا
ښه ذهني روغتیا: د فشار کمښت او متوازن ژوند
غوره اړیکې: باور، اعتبار او مثبت تعامل
پايله کې ويلي شو چې د ځان مدیریت دا نه دی چې ژوند سخت او محدود کړئ، بلکې دا دی چې خپل ژوند منظم، هدفمند او ارزښتناک کړئ.
که تاسو خپل ځان اداره کړئ، نو نړۍ به مو په اسانۍ اداره نه کړي؛ بلکې تاسو به د خپل ژوند رهبري په خپل لاس کې واخلئ.
سرچينه :فوربز ډاټ کام

ریورس مینټورنګ د معاصر مدیریت یو نوښتګر ماډل

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.