!منظور پښتون- به بیرته را ګرځي خو ۔۔۔

لیک: زهیر

52
منظور پښتون۔۔۔۔ به بیرته را ګرځي خو ۔۔۔!
په واقعیت کي پښتون ملتپالو ګوندونو خپله سیاسي بیانیه د لاسه ورکړې ده د خپل کرپشن او کیمشن زور تر پي۔ ټي۔ ایم۔ او د هغه تر رهبر په پسخند یا د پیغور په ډول کاږي۔۔۔
په هره غونډه او ناسته کي هم دا یوه خبره تکراروي منظور پښتون چیري دی یا په ریاستي او بازاري ژبه وایي”منظور پښتون په ګودام کي پټ دی”
اصل کي چي منظور پښتون ښکاره و هم د دوی مصنوعي، پارلماني وجود ته یو ډول خطر و، اوس چي منظور پښتون د پي۔ ټي۔ ایم۔ د مرکزي کمیټۍ د پرېکړي په رڼا کي زیرِ زمین (انډر ګرونډ) دی دوی د یو نوي خطر سره مخامخ دي، او په دې تشویش کي دي، که منظور پښتون بیرته راغبرګ سي نو حتما به د یوې نوي تګلاري سره راغبرګیږي او دا نوې تګلاره به یې څه وي او څه پایلي به ولري؟
او په دې نوي سیاسي سیټ اپ او تګلاره کي به زموږ لپاره څومره ګنجایش وي چي خپل ووټ بیلنس برقراره ساتلی سو که به هرڅه د لاسه ورکړو۔۔۔!
دا ورځ حتماً راتلونکې ده چي د پښتون ځوان کهول به د مورثي او روایتي سیاستمدارانو ګریوانونو ته لاس اچوي هم به د ووټ او نوټ سیاست بشپړه ردوي۔۔۔
“منظور پښتون چیري دی؟” دا پوښتنه باید داسي مطرح سي چي: د خیبر په جرګه کي د کومو سیاسي ګوندونو استازو “مشرانو” پر قران قسم له منظور پښتون سره وکړی هغه چیري او چا پر شاه کړل؟ ولي تر قران او پښتو پر شاه سول؟
د جرګې د رابللو په جرم کي پر پي۔ ټي۔ ایم۔ بندیځ ولګول سو، کارکنان یې شهیدان سول، مشران او کارمندان يې نن هم په زندانونو کي پراته دي، مقدمې په څلورو صوبو کي ورباندي جوړي سوې۔۔۔۔
دا پارلمان پرستو د ریاست د دې ناروا عمل غندنه وکړه؟
د پي۔ ټي۔ ایم۔ په حق کي یې تش اواز پورته کړی؟
کله هم نه ۔۔۔ برعکس د پښتنو خصوصا د ځوانانو په ذهنونو کي غېرمنطقي پوښتني په غېر محسوس انداز را پيدا کوي:
“پي۔ټي۔ایم۔ ختم سو، منظور پښتون چیري دی”
منظور پښتون به په ډېر شدت او د یوې پياوړي او منظمه بیانیې سره بیرته راګرځي خو د ډېرو تجاراتي دوکانونه به وتړي۔

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.