د لنډیو اصلي منابع خلک دي
۳۸مهبرخه
لنډۍ، د ثبتولو ستونزه
۳۷۹مه برخه
ښاغلي صدیق ننگ ته که یوه لنډۍ هم چېرې په مخه ورشي، نو له ما یې نهسپموي، که کومه داسې ویدیو چې په هغې کې لنډۍ زمزمه شوې وي، هم د ویدیو لینک رالېـږي او هم د تیلیفون پرمټ پر ما باندې سپارښت کوي چې لنډې درخپلې کړه. دی له لنډیو سره دومره مینه لري چې په دې وروستیو کې یې د لنډیو د مهموالي او او ښکلا په باب یوغزل لیکلی دی، ده خپل غزل ته د «لنډۍ» سرلیک ټاکلی دی، د غزل بشپـړمتن دا دی:
لنډۍ
هسې سکون او هسې شور چې په ټپه کې شته دی
ټوله نړۍ کې نشته نور چې په ټپه کې شته دی
چې په يوه ناره هلاک کړي ټول لښکر د انګريز
نشته اټوم کې هسې زور چې په ټپه کې شته دی
وايي زرتشت هم د پښتو لنډۍ ارمان کړی و
ما سره نشته هسې اور چې په ټپه کې شته دی
په کلیواله ژبه پېيي مرغلرې د خيال
ځار د ښايست او له انځور چې په ټپه کې شته دی
که يې مين که يې شپونکی که يې بزګر پورته کړي
اشنا خوږ غږ دی په هر لور چې په ټپه کې شته دی
هم ترنم دی هم تصنیف دی حيرانی دی ورته
هم کیفیت د ټنګ ټکور چې په ټپه کې شته دی
چې معشوقه يې خپل پردېس جانان وطن ته بولي
وايي اباد دې کړه خپل کور چې په ټپه کې شته دی
ننګه! چاربيتې څلوريزې دې زه کله منم
ياد مې کړه خال د زنې تور چې په ټپه کې شته دی.
محمدصديق ننګ د می مياشت 2026 م کال
د لنډیو په توصیف کې د ښاغلي صدیق ننگ دا غزل زه یو نوښت گڼم، د ده دې غزل ثابته کړه چې صدیق ننگ له خپل فولکلور سره څومره مینه لري. کومې لنډۍ چې په یوه ځانگړې ټولگې کې د خوندي کولو لهپاره ماته رالېـږي، دی هم عملاً لکه ما غوندې د لنډیو په راټولونه، خوندي کولو او ترنورو خلکو پورې په رسولو کې برخه لري.
کله یې چې د لنډیو په توصیف کې انشا کړی غزل د خپرولو له پاره ما ته راورسید، ما غزل د خپرولو له پاره چمتو کړ او بېرته مې په مسنجر کې ده ته داسې ولیکل:
ډېر ښکلی او عالي غزل دی، ما تراوسه د لنډیو د توصیف او مهموالي لهپاره داسې شعر نه و لیدلی، تاسو ته دې دا نوښت مبارک وي، سبا ته به ستاسو په غزل د افغان جرمن پورتال لومړیمخ ښکلیکړای شي.
له مرستې او غزل رالېـږلو نه مننه!
دا هم د دې برخې له پاره څونوې راټولې شوې لنډۍ:
د ملالۍ د ټپو زور دی
د خپلواکۍ بېرغ پر ولو گرځومه
د کوټې سر ته تیـږه راغله
ښیرې به نهکړم، د لالي خبر به وینه
د هندوستان لېوان دې وخوره
چې د هوا مرغان دې راوړي اندامونه
د مسافرو څه ژوندون وي
چې سر یې سپین شي، نو بیا خپل وطن ته ځینه
د نیمروز پُله خدای دې ړنگ کړه
چې پر تا تېرشي، د کلو مسافرشینه
ډېر نازولي یې کرار کړل
په هدیرو کې زولنې دي، که کُلپونه
زه خیراتي جامو کې گرځم
جانان د ورځې څو قسمونه بدلوینه
زما دې زړه پهکار دی یاره
سترگې دې څه کړم چې دونیا پرې یادومه
زما آ لوی لالا ته وایه
خوشاله نهیم، له ناکامه ناستهیمه
زما سپیرهنصیب ته گوره
د بادشاه لور وم، په بزگر میٔنه شومه
زما دې زړه ذرې، ذرې کړ
ذرې، ذرې شې، چې دې باد راپسې وړینه
زما د زړه په څړیکو نهدی
د خپلې گوتې په درد کلي خبروینه
چې میمونه یې ورله راوړه
مورې ړنده شوه، په تنور خوله لگوینه
چې بادشاهي مې جوړوله
ما ویل فاني دونیا به تل ولاړه وینه
چې کله، کله راپهیاد شې
سر په بازو کم، اوښکې کښته تویومه
چې مې ځواني وه، بادشاهي وه
اوس چې بوډا شوم، جنکۍ مې زوروینه
خدای به مې بیا د کلي خان کړي
د مـلـنـگۍ کچکول مې ډېر وگـرځـاونه
خدای دې میرات که شیرعالمه
د تـنـباکـو پـه پـاڼه چا کړي مـرگـونه
خپلې کوڅۍ راته بلا شوې
لالی مې ورک کړ د عربو په ملکونه
حساب به کېـږي، محشر شتهدی
جانان لــه بــدو نـه گـیـډۍ تـړلېدیـنـه
څنگه نیمگړی مازدیگر دی
یار مرور دی، سترگې چا ته واړومه
ما ویلې خوی دې د سړو دی
ډېرزیات دله وي، په ټوپۍ دې تېروتمه
مسافري کولای نه شي
یار یې یادېـږي، په لسمهورځ راځینه
مور یې کوڅه په کوڅه گرځي
د میمـونې څـادر بـه چا مـونـدلیوینه
مخ مې د یار په ناړو لوندشو
ترمازدیگره مخ ناولی گرځېدمه
که ستا یاري مې، یاري نهکړه
بیا لیونی ښه یم، چې ډکي ټولومه
پل صراط به ورته نیسم
که چېرې زما د یارۍ حق وي رابې کړینه
په ناوکۍ کې اوبه نه وې
د میمونې د وینو راغلل سیلاونه
په یارۍ زوړ سړی ځوانېـږي
زه د لالي په یارۍ ځوانه زړه شومه
په ریالونو پسې ورکه
ته چې راځې، زه به وسواس خوړلېیمه
بیا به یاري سپین سره نهکړم
دا غنمرنگ ښه دي چې قدر مې کوینه
ستا د راتگ زیری یې راوړ
کـوڅې ته ووتـم، سرتـوره گـډیـدمـه
سیند ته وردانگم، سیند مې نهوړي
په نصیب کمیم، سیند مې غاړې له راوړینه
لیلا د دووبچو مور شوه
زه یې تر اوسه تصویر جیب کې گرځومه
لالیه مړ یې که ژوندی یې
د پېغلتوب ژوند لکه کونډه تېرومه
اودس په بیـړه، بیـړه وکه
د جنازې مې دوهتکبیره پاتېدینه
اسمان ته گورم، اسمان شین دی
چې تا ته گورم زړه مې لوټې ـ لوټې شینه
یاري کوي، په سر ویریـږي
څوک چې یاري کړي، سر په لاس کې گرځوینه
هلته اشنا غمو کې گیر شي
دلته زما بدن کې وینه وچې شینه
نوربیا
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.