لنډۍ، د ثبتولو ستونزه ۳۷۳مه برخه

آصف بهاند

30

 

ته به مې یوځای بل‌ځای گورې

زمـا بـه ستـا دېـوال تـه سـا‌خـتـلې‌ویـنـه

 

له نظر کېـږې، رنځورېـږې

په ټیکري پټ‌کړه د لنډۍ‌زنې خالونه

په وطن خړه بېکاري ده

وړوکي گرم نه‌دي چې د مور غېـږه پرېـږدینه

مخې ته مه‌راځه شرمېـږم

پټه خبرېـږم چې مې تا ته درکوینه

د لنډیو د دې برخې له‌پاره دا لاندې لنډۍ راټولې شوې دي:

 

د هلک دوې میاشتې یاري وي

که لږڅه ډېره شي، دوې‌نیمې‌میاشتې شینه

 

د سهارلمونځ په تیمم که

چې بېگاني‌خوندونه خوله کې پاتې‌شینه

 

د بې‌وسۍ اخري حد دی

د زړه‌ټوټې له مجبورۍ دې هېرومه

 

د غرهَ له سره مې سیي کړه

جـلۍ لگـیـا ده کـشمالي اوبـه کـوینه

 

د زړه په زور مې خنداوکړه

یار مې غلط که، ترینه پټ مې کړل غمونه

 

د دنداسې خوله دې رانه‌كړه

دا بازاري سرخي دې زه نه‌خوښومه

 

د غاښو خاپ دې نه‌ورکېـږي

په غم ښادي کې مخ له خلکو پټومه

 

د پلار په کور مې بادشاهي وه

تا کره راغلم اوس میچنې تاوومه

 

د وفا نښې درکې نه‌شته

ما درته کته‌پورته ډېر کتلي‌دینه

 

د ستړي ژوند، ستړې کیسې دي

جـانـانـه مـه‌مې‌غــږوه، ژړا راځـیـنـه

 

د بزرگۍ کیسې دې مه‌کړه

سړې تودې تبې مې ستا د لاسه دینه

 

دومره په ضد راسره مه‌ځه

زه خو دې کلي ته میلمه راغلې‌یمه

 

ډاکتره وروره، لاس مې گوره

ونه مې زېـړه شوه، په څه ناروغه یمه

 

زړه مې په داسې چا میٔن دی

نه یې دیدن شته، نه مې زړه صبرکوینه

 

زما خو ته په‌کار یې یاره

ډېرې پیسې د سودخورانو خوښې‌دینه

 

زما په مخ کې بل ته خاندې

زمــا د صـبـر امـتـحـان اخـلې مـیـٔنـه

 

زړه به مې څه خوشحالي وکي

د کتو نه دی چې پرې وشمارې ټپونه

 

زما د زړه کابل دې وران که

تسلی څه‌له راکوې چې ستر به شمه

 

زما په زړه کې دې داغ جوړ که

پر گلابي شونډو دې خدای جوړ که داغونه

 

ژوندون د خپل اختیار جنت وي

ما نه گیلې مه‌کړه، د بل په واک کې یمه

 

په زړه یې یو، نصیب د بل شي

د پـښتـنو دغـه رواج دې ایـرې‌شیـنـه

 

په نیمه‌شپه راته رایاد شوې

هغه راغلی‌خوب مې بیا وتښتېدنه

 

په مازدیگر کې دیدن راوړه

د مازدیگردیدن خو عمر زیاتوینه

 

په ونه دنگ، په زړه بیماره

چې راپسې وې، غـږ دې ولې نه‌کاونه

 

په ژړا نه‌کېـږي جانانه

همت پیدا که چې ماړه په دیدن شونه

 

په ستن وهلی خال به ړنگ کړم

زما لـه خـپـل لالي نه وخـتـل لاسـونه

 

پرصداقت دې خاورې واوړه

زړگی مې راوړه، په یارۍ پښېمانه‌یمه

 

په سړي یو نفر میٔن وي

په یار میٔن دي تر اټک پورې قومونه

 

پلار مې په ژوند وهلې نه‌وم

سپېره نصیب مې دلته هره‌ورځ وهینه

 

په وطن خړه بېکاري ده

وړوکي گرم نه‌دي چې د مور غېـږه پرېـږدینه

 

پر ما شکمن لالي ته وایه

که بل مې یار وي، په ایمان دې خواره‌شمه

 

پرلالي سختې‌ورځې راغلې

خپل او پردي ورځنې لارې بدلوینه

 

لیونۍ څنگ ته مې درپـرېـږده

خاني نه‌غواړم، نوکـري به دې کومه

 

لالی زما له‌لاسه ووت

اوس مې په نورو سترگو مینه نه‌راځینه

 

لکه چې خدای دې سوال قبول که

چې ړنگه‌بنگه دې په غېـږ کې پرېوتمه

 

له نظر کېـږې، رنځورېـږې

په ټیکري پټ‌کړه د لنډۍ‌زنې خالونه

 

لږه‌راښکته شه خوله راکه

که زه دربرشومه، راماته به دې کړمه

 

لالیه گرم راباندې نه یې

له لیونیو سره څوک رشتې‌پالینه

 

لالی د بدو سړی نه دی

د بل په خوله چارې‌کوي، زور راکوینه

 

له رنگه توره، غنم‌رنگه

توره‌لونگه، لیونۍ درپسې شومه

 

له خولې توبې، توبې اوباسم

پـر تا میٔـن زړه مـې تـوبې نه‌قبلوینه

 

ما ته له لرې په خندا شه

چې خطرې مې د زړگي اوارې‌شینه

 

مچان پر مرچو نه‌ټولېـږي

پر خوږه‌گوړه یې همیش بڼهار وینه

 

ما ته دې زوړ لالی رایاد کړ

په ویر دې واوړه زنگېدلي قدمونه

 

مینه دې نه ده، شنه مالته ده

په زړه کم‌زوري وړوکي هروخت ټوخوینه

 

ما چې ترخوږ گوتې نه نیسې

بـیـا بـه دې زه هـم لـټـومه پـرهـرونه

 

مسافري دې په نصیب‌شوه

په مسافرو میلمانه وي تل غمونه

 

ما د نیستیوزور لیدلی

ما اورېدلي د همځولو پیغورونه

 

ما لیوني‌کارونه پرېښول

خو تا پرغونډه زنه بیا کېښول خالونه

 

مخې ته مه‌راځه شرمېـږم

پټه خبرېـږم چې مې تا ته درکوینه

 

مورې کوچیانو ته مې ورکړه

د اوښ‌شودې به راکوي، غټه به شمه

 

ته په کوڅه کې سپو چپه کړې

زه د بلۍ پرسر خندا نسکوره‌کړمه

 

ته به مې یوځای بل‌ځای گورې

زمـا بـه ستـا دېـوال تـه سـا‌خـتـلې‌ویـنـه

 

باران دې لس‌ورځې ورېـږي

زه د لالي په غېـږ کې پټه ناسته‌یمه

 

خلک په شور باندې ویښېږي

ما د جانان خاموشي خوب ته نه‌پرېـږدینه

 

خلک حیران کړه، غیـږه راکړه

جـانـانـه ستـا لاسـونـه چانـیـولي‌دیـنـه

 

خدای به مو بیا سره یوځای کړي

سپـیـنـه ټـوټـه ستـرگـو تـه مـه‌نیسه میٔنه

 

خدای خودې تا پرچا مین کړي

چې تن دې روغ وي، زړه دې پټ کوي دردونه

 

خلک دې ولې په ژړا کړل

له دېواله څرگندوې سپین‌مړوندونه

 

خبر مې ژر اخله جانانه

د غم اوبه مې تر مرۍ راغلې‌دینه

 

چې پښې لاسونه دې کړپېـږي

وړکیه ډارېـږې، که ساړه دې رپوینه

 

چې عاشقي یې کړې نه‌وي

هغه سړی به ایمان څنگه تېروینه

 

چې مینه کړې، تومت به اخلې

د خلکو خولې به تورې خاورې پټوینه

 

چېرته عاشق سړی ولاړ دی

ساړه، ساړه اسویلي کړي، باد یې راوړینه

 

چنار، چنار وړکي یې مړه‌کړل

ټوپکه مات سې، هره خونه دې کړه ورانه

 

جانانه تورسیرلی حلال کړه

زموږه کډه ستاسو کلي ته درځینه

 

سبا وطن ته روانېـږم

د خپل وطن یاران مې ډېر زړه ته راځینه

 

سترگې دې تورې په رنجو که

د مسافر اشنا دې غـږ دی، رابه‌شینه

 

شونډې مې درې‌ځایه وتلې

د زړه‌زخمونه مې اوس مخ بدرنگوینه

 

عمر د باد غوندې تېریـږي

که لالی سل‌کاله بندي وي، رابه‌شینه

 

غېـږه دې خلاصه که چې درشم

د پېغلو قدر د خپل‌یار په غېـږ کې وینه

 

غریبي دومره بده نه‌ده

بد یې پېغور دی، سړی سخت خپه‌کوینه

 

که نن راځې، دیدن به وکړې

سبا به سرې سترگې ولاړوې، نه به یمه

 

کله زموږ کوڅې ته راشه

هسکه‌غړۍ به پر دېوال درښکاره‌شمه

 

وعده دې وکړه، بیا رانغلې

بېگا مې ټوله‌شپه نوکان خوړلي‌دینه

 

ولې مې سترگو کې تاوېـږي

ولې مې زړه درپسې دومره درد‌کوینه

 

هغه ده سرې لمبې ترې خېـژي

د چــا پــه نــوې مـیـنـه اور ولـگـېـدنـه

 

هلک مچۍ چیچلی، ژاړي

جنۍ ښامار خوړلې، شنه له خندا شینه

 

نه زه درځم، نه ته راتلای شې

جانانه چا نه به دې وکړم ټـپـوسـونـه

 

ارمان به وکړې، وخت به تېر وي

خلک به ډېر وي، څوک به غـږ نه‌درکوینه

نوربیا

 

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه ۳۷۲مه برخه

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.