د ایران، امریکا او اسرایلو جګړه -(۴مه او وروستۍ برخه)

شاه ولی ارین

59

د ایران، امریکا او اسرایلو جګړه

(څلورمه او وروستۍ برخه)

د امریکا، اسرائیلو له ایران سره د جګړې یو اساسي لامل د یورانییمو د غنی کولو مخنیوي، د اتومي وسلو د جوړولو وېره او په ټوله کې د ایران د اوسني خپلواک نظام ټوټه کول، پر ځای یې د دوي د خوښې یو ګوډاګی حکومت د ایران پر ولس تپل دي، مګر روانې جګړې وښوده چې د هرموز تنګی بله هغه اتومي وسله ده چې ایران د دغه تنګي د بندولو له لارې د جګړې ستراتیژۍ بدلولی شي.

دهرموز تنګی:

دهرمز تنګی د نړۍ له هغو مهمو بحري لارو څخه شمېرل کېږي چې له فارس خلیج  څخه د عمان خلیج او هند سمندر ته غزېدلې ده. دا تنګی نږدې ۵۰ کیلومتره پلنوالی لري، خو د تېرېدلو اصلي مسیر یې یوازې شاوخوا ۳ کیلومتره پراخوالی لري. هره ورځ د نړۍ نږدې ۲۰٪ نفت، چې له سعودي عربستان، ایران، عراق، متحده عرب اماراتو، کویټ او قطر څخه صادریږي، له همدې لارې نړیوالو بازارونو ته رسېږي.
د دې تنګي جیوپولیتیکي موقعیت د نړیوالو او سیمه ایزو قدرتونو د پاره حیاتي ارزښت لري.

نړیوال قوانین:

د نړیوالو قوانینو له مخې، په ځانګړي ډول د ۱۹۸۲ م کال د ملګرو ملتونو د سمندري قانون کنوانسیون پر بنسټ، هغه تنګي چې د نړیوالو سمندري مسیرونو ترمنځ نښلونکی حیثیت لري، نړیوال تنګي بلل کېږي. د دغه کنوانسیون له مخې، ټولو بېړیو ته د آزاد عبور حق تضمین شوی دی، او هېڅ هېواد نشي کولای دا ډول تنګي د نورو هېوادونو پر مخ بند کړي، که څه هم دا تنګی د هغه هېواد د اقتصادي سیمې یوه برخه هم وي.

ایران که څه هم د دې کنوانسیون رسمي غړی نه دی، خو دا قواعد د نړیوالو اصولو د  قانون یوه برخه ګرځېدلي او پر ټولو هېوادونو یې تدبیق لازم ګرزول شوی  دی.

په تېر کې هم د ایران له خوا د هرمز تنګي تړل او متقابل عکس العملونه:

ایران په تېرو څو لسیزو کې څو ځله د هرمز تنګی د بندولو ګواښ کړی. د ایران او عراق د جګړې پر مهال (۱۹۸۰–۱۹۸۸) کلونو کې ایران هڅه وکړه چې د خلیج فارس د نفتو ټانکرونه وځپي، خو د امریکا د پوځي حضور له امله یې و نه شو کولای دغه لار وتړي.

په ۲۰۱۱–۲۰۱۲ کلونو کې، کله چې لوېدیځو هېوادونو د ایران پر ضد د اټومي پروګرام له امله بندیزونه ولګول، ایران یو ځل بیا دا ګواښ وکړ، خو د امریکا او نړیوالو ځواکمنو هېوادونو د غبرګونونو له امله دا ګواښونه  بې ‌نتیجې پا تې شول، په حقیقت کې دا ګواښونه د سیاسي فشار یوه وسیله وه، خو په عمل کې یې بیا دا اقدام ونه شو کړای.

د ایران، اسرائیل او امریکا ترمنځ په اوسنی شخړه او جګړه کې هم ایران  د هرمز تنګي د تړلو تازه ګواښونه وکړل او د دغه تنګي د تړلو له امله د تیلو د بوشکو قیمتونه  په لوړیدو شول او نړیوال تشویشونه یې راوپارول، د هرموز تنګي تړل او په جګړه کې د ایران برلاسي یو له همدې لاملونو نه و، چې ترامپ دې ته اړ شو چې د مذاکراتو لار غوره کړي.

د ایران، اسرائیل او امریکا ترمنځ جګړو یو ځل بیا دا موضوع را ګرمه کړه، په ځانګړي ډول پر ایران د اسرائیلو او امریکا بریدونو  ایران یو ځل بیا دې ته اړویست چې د هرمز تنګي د تړلو ګواښ وکړی، تر څو د امریکا او اسرائیلو د بریدونو په غچ کې یې د انتقام  وسیله وګرزوي.

خو د هرمز د تنګي بندښت به نه یوازې د د غې جګړې اور ګړندی کړي، حتا د دې امکانات لیدل کېږي چې اروپایې او یو شمېر نور هېوادونه د امریکا تر څنګ و دروي.

دا چې د هرمز تنګی د نړیوالو انرژیو د انتقال یو مهم شریان دی، د بندولو هڅه به نه یوازې امریکا ته د منلو وړ نه وي، بلکې اروپا او سیمه ایز هیوادونه به یې هم د ځان په مقابل کې یوه اقتصادي جګړه محسوس کړي چې، ممکن دغه هېوادونه هم پر امریکا فشار راوړي، تر څو د جګړې پر ځای دپلوماتیکو هڅو ته اولیت ورکړي.

دا چې پر هرمز تنګي د ایران واک یو څه ډېر دی او له بله پلوه ترامپ هم هر کله له نړیوالو اصولو نه سرغړونه کوي، نو ځکه ممکن ایران هم د هرمز د تنګي په هکله نړیوالو قوانینو ته پاملرنه ونه کړي او د تنګي د تړلو فشار نه بیا هم کار واخلي.

د غرب او نړۍ له پاره هرمز تنګی ولې مهم دی؟

هرمز تنګی نه یوازې اروپایي هېوادونو ته، بلکې د سپیک هېوادونو او چین ته هم ډېر اړین دی، تر څو د تل له پاره خلاص و اوسي. د هرمز تنګي له لارې د منځني ختیځ ټول نفت اروپایي هېوادونو ته تېریږي. یوازې د ایران، امریکا ـ اسراییلو په تازه کړکېچ کې په اروپایي بازارونو کې د نفتو بیې دومره لوړې شوي چې په تېرو دریو کلونو کې نه وې لوړې شوې.

په هر یوه کال کې د دې تنگي څخه کابو د ۵۸۴میلیارده ډالرو د تېلو صادرات تېرېږي چې ډېری یې سعودي عربستان، عراق، ایران، کوېټ، او قطر صادروي. دا نفت او طبیعي گاز بیا اروپا، امریکا، او نورو صنعتي هېوادونو ته ځي. که دا لاره هرکله بندیږي، نو په نړیوالو بازارونو کې نفتو ته تقاضا ډېریږي، عرضه کمېږي او بیې په طبیعي ډول لوړیږي.

امریکا او اروپايي هېوادونه غواړي چې د نړۍ مهمې ترانزیتي لارې، لکه هرمز تنگی او نور، په یو ډول خلاصې او خوندي پاتې وي. که ایران دا تنګی د سیاسي فشار په توگه وکاروي، نو دا به د لوېدیځو هېوادونو له پاره هم ستر گواښ وي. په دې وروستیو کې د ترامپ له لورې داسې ویل کېږي چې امریکا غواړي په زور او فشار سره له هرمز تنګي نه د ایران فشار او واک لېرې کړي، نو ځکه یې د دغه تنګي د محاصري په چارو لاس پورې کړ.

د تېرې دوشنبې په ورځ دونالډ ترامپ ګواښ وکړ او د ازادۍ د پروژې په نامه یې اعلان وکړ چې د هرموز تنګی نور د تل له پاره ازاد او د ایران له کنترول نه ووته، مګر ۲۴ ساعته وروسته سل په سلو کې د هغه ګواښ او خبرې دروغ وختي او رالیږل شوو جنګي بیړیو یې شاته تګ وکړ او دغه تنګی همدا اوس د ایران په کنترول کې دی، د ترمپ وېره او شاته تګ ممکن د دې له امله وي چې د ایران مذهبي مشر د اتومی وسلو د درلودلو او استعمال ګواښ وکړ.

په لنډ ډول بیا هم ویلی شو چې هرمز تنګی د نړیوالې انرژۍ د انتقال یوه مهم شریان دی. د دې شریان د بندولو اعلان او هڅه به لا نورې ډېرې ستونزې وزېږوي. دا چې اوسمهال تهران د امریکا له خوا له بریدونو او ګڼو بندیزونو سره مخ دی، نو ایران هم پتېیلې ده چې د یوې سیاسي وسیلې په توګه د هرمز له تنګې ګټه واخلي. دا پرېکړه به اوسنۍ شخړه له نظامي جګړې نه اقتصادي جګړې او فشارونو ته سوق کړي او حتی ایران به د سیمې له هېوادونو سره هم پراقتصادي جګړي بوخت شي.

پای

 د ایران، امریکا او اسرایلو جګړه/ (دریمه برخه)

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.