…. په تیر پسي
1376 کار د کانکور تر ازمویني شاوخوا یوه میاشت مخکي، کاکا (پلار) مي زه جلال آباد ښار کي د داخلي د څانګي داکتر خلیل احمد بهسودوال کتنځاي ته ځآن سره بوتلم، داکتر بهسودوال د ننګرهار د طب پوهنځي استاد چي وروسته بیا د داکتر اشرف غني وخت کي د ننګرهار د پوهنتون ریېس وټاکل شو، زما د کاکا ملګری او شناخته وو، هلته تر رسیدو او روغبړ وروسته دوی سره خپلو کي مجلس وکړ او په بیلابیلو موضوعاتو وغږیدل تر رخصت او خدای په اماني اخیستو څخه لږ مخکي شیبه کي کاکا داکتر بهسود وال ته وویلي چي ځوي مي غواړي کانکور کي ګډون وکړي، داکتر صیب سمدستي ځواب ورکړ طب به وايي پلار می موسکی شوو ورته يي وویل چي نه، درسونه يي نه دي ویلي کامبیاب به نشي، داکتر خلیل احمد بهسودوال ماته مخاطب شو او راته يي وویل چي کابل پولي تخنیک انجینري کي ساختماني پوهنځي انتخاب کړه، کاکا مي مداخله وکړه ویلي ننګرهار ډرونتي پوهنتون انجنیري څنګه دی، خو د بهسودوال ځواب دا وو چي:
جهادي ډلو ترمنځ د سیاسي رقابتونو او د محلي جهادي قمندانانو د بي ځایه مداخلو په وجه د ننګرهار د انجینري پوهنځي نصاب یا کروکیلم نامنظم شوی او ډیره تخصصي نه ده پاتي او د مسلکي استادانو د کمښت سره هم مخ دی، بنا اوس وخت کي پولي تخنیک مناسب ځآي دی. د کانکور د نیټي په رانږدي کیدو ما کاکا سره په دي بحث وکړه چي کومه رشته انتخاب کړم ، کاکا ته مي وویلي زه خو ځآن ته او د ښوونځي دوري ته په کتو د طب نمري نشم اخیستلي، له بلی خوا هغه وخت د طالبانو د امارت د لوړو زده کړو کي د فساد له کبله به ځیني کسان د ډیرو پیسو په ورکړي سره کولي شول چي طب پوهنځي ته لاره پیدا کړي ما داسي ډیر نږدي دوستان پیژندل چي د رشوت او پیژندګلوي په اساس ننګرهار طب کي شامله شول ، خو ما د رشوت ددومره پیسو د ورکړي توان په ځآن کي نه لیده او نه مي اراده لرله چي طبي علوم ووایم، زما د خوښي مسلک ټولنیز علومو (حقوق، ټولنپوهنه، ادبیات یا دي ته ورته نور) اړوند مسلکي برخي وي، خو د کاکا او نورو ټولګیوالو خبري ددوي له نظره چي اوسني شرایطو ته په کتو ټولنیز علوم ډیر کارنده نه دي او هسي به دي وخت تیر کړی وي هیڅ به هم لاسته درنشي زما ذهنیت يی مغشوش او زه یي شکمن کړی وم د همدي 1376 کال د قوس په میاشت کي کانکور امتحانونه واخیستل شو، ګمان کوم د طالبانو د امارت همدا لمړی کانکور وو چي زده کونکو څخه اخیستل شوی وو، ما هم په کانکور کي ګډون وکړ او د تحمیل شوو شرایطو تر اغیز لاندي د داکتر بهسودوال مشوري ته په کتو اول مي د کابل پولي تخنیک پوهنتون ساختمانی پوهنځي انتخاب کړ. دویم او دریم انتخابونه مي د کابل او ننګرهار پوهنتونو کي د حقوقو پوهنځي وي، دوه میاشتی پس یعني د حوت د میاشتي آخري شپی وي چي د کانکور پایلي اعلان شوي، د ننګرهار د پوهنتون اړوند لستونه د ډرونټي پوهنتون په دیوالونو ځړول شوي وي، زه د یو څو ملګرو سره یو ځآي د نتایجو لیدو ته ورغلم، ټولګیوال مي اکثره خپل د خوښي پوهنځي ته کامبیابه شوي وو په یاد مي دی چي هغه کال زما د دولسم الف ټولګیوالو کي 13 کسه یواځي ننګرهار طب پوهنځي ته لار پیدا کړی وو، شپږ کسه انجنیري پوهنځي ته، خو د لستونو منځ کي ما خپل نوم پیدا نکړ، نا هیلي غوندي ښار ته راغلم او د پلار(کاکا) کار ځای ته ورغلم، کاکا زما په څهره کي تشویش درک کوه په مسکا يي پوښتنه وکړه:
څه دي وکړه، کوم پوهنځي ته راغلی يي؟
زه:
خپل نوم مي پیدا نکړ.
کاکا:
انتخاب دي پولتخنیک کړی او لټوي ننګرهار پوهنتون، ادامه يي ورکړه، کابل ته ولاړ شه او هلته خپل نتایج وګوره حتما هملته به يی.
ما د دوا د انتقال دپاره آمادګي پیل کړه فکر مي وکړ چي هم به دوا راوړم او هم به خپل نتیجي پسي وګرځم، دري ورځي پس تګ ته آماده شوم او سهار مي جلال آباد ښار د کابل په نیت ترک کړ، ما خو لا د کابل پوهنتون او کابل پولي تخنیک سیمي هم نه وي لیدلي او پوره بلدتیا مي نه درلوده، که څه هم کابل خیرخانه سیمه کي مي لږه بلدتیا درلوده مګر د پوهنتون په مسیر راه بلد نه وم، د خلکو نه د پوښتنو په اساس بالاخره کابل پوهنتون موقیعت ته ورسیدم، د انجنیري پوهنځي په شیشه کي لستونه ځوړند وو، بالاخره د پولی تخنیک د لستونو په پیدا کولو او لیدو مي خپل نوم پیدا کړ او د 227 نمرو په اخیستلو توانیدلی وم چي د کابل پولي تخنیک پوهنتون، ساختماني پوهنځي ته لاره پیدا کړم. د خپل نوم په لیدو ډیر خوشحاله شوم او دفعتآ احساس مي تغیر شو. هغه کال یو محصل د 280 نمبرو په اخیستلو توانیدلی وو چي د ساختماني پوهنځي ته کامیابه شي چي دي رشتي ته د جذب تر ټولو جګه نمره همدا وه خو داسي کسان هم وو چي 162 نمبرو په ترلاسه کولو دي پوهنځي ته بریالي شوي وو .
د نتایج د لیدو وروسته هلته د محصلینو په منځ کي مي یو کس نه پوښتنه وکړه چي ثبت نام باید کوم ځاي کي وکړم، محصل راته لارښونه وکړه او زه يی د کابل پوهنتون امور محصلان طرف ته هدایت کړم، امور محصلان یو کارمند زما د پوهنځي د نوم پوښتنه وکړه ما ورته ځواب کي د پولي تخنیک د ساختماني پوهنځی وویلي، کارمند راته وویل:
ته باید پولي تخنیک پوهنتون ته مراجعه وکړي.
زما ددي پوښتي په ځواب کي چي پولي تخنیک چیرته ده کارمند وویل:
باغ بالا کي دی، یو ټکسي ته ووایه بیايي دي.
زه کابل پوهنتون په شمالي دروازه ووتلم او د سرک په غاړه کي ولاړ یو ټکسي چلوونکي چي ظاهري قیافه يي د وخت د حکومت د پالیسي سره سم برابر وو مخاطب مي کړ او ورته د باغ بالا پولي تخنیک پوری ورسوي، ټکسي چلوونکی پوه شوی وو چي نابلده کس مي ګیر ته راغئ، ځکه نو ښه جګ قیمت يی راته وویلي، ما یو څه چنه ووهله خو وروسته پوه شوم چي په داسي نرخ يي راوستلی یم چي تر اصلي نرخ څلور چنده زیاد وو.
تکسي چلونکي:
کینه چي ودی رسوم!
نوموړي د دهمزنګ په لاره ښار ته راوستلم او لاره کي ما ته وویل:
ته خو یو کس يی، پوهیږي چي وطن کي سراسر غریبي ده که دې اجازه وي زه به شاته سیټ کي نوره سورلی هم کینوم.
ما هم د تاېئد او موافقي دپاره سر وخوځوه، نوموړي یو ځلي د کابل پوهنتون او ښآر ترمنځ بیا د ده افغانانو نه تر کوټه سنګي ترمنځ سورلي جګه کړه، خو زه يي د پولي تخنیک مخي ته ښکته کړم ویل يي ورشه همدا کابل پولي تخنیک دی. خو بیا کله چي وروسته پوه شوم چي پولي تخنیک او کابل پوهنتون ترمنځ لنډه لاره هم شته او هغه د سیلو په سرک لیاره ده، خپل نابلدي ته خندا او د ټکسي چلونکي فریب او دوکي ته مي قهر راتله.
پولي تخنیک پوهنتون امور محصلان کي په همدي ورځ ثبت نامه پروسه بشپړه شوه، اما د لیلي کارونه په دي پاتی شو چي د مامورینو رسمیات پایته ورسیده او د ټکسي چلوونکي د غلطي له امله چي ما سره يی کړی وو ما د ورځي په آخري ساعتونو خپل کار پیل کړی وو، د ثبت نام وخت کي یو محصل چي خالد (نایب خیل) نومیده او ځآن يی د امین خان الله خان لوګري د لمسیانو څخه ګڼه د لوګر ولایت د برکی راجا د کلي اوسیدونکي وو سره اشنا شوم، لنډه پیژندګلوي کي خالد راته وویل:
چي لیله نیسي که کور ته ځي؟
زه: نه کور مي ننګرهار کي دی باید لیلیه ونیسم.
د هغه وړاندیز دا وو چي ګډ اطاق به نیسو او د لیلي مدیر ته به ووایو چي مونږ یو اطاق ته معرفي کړي، له همدي توافق سره سم خداي په اماني مو سره واخیسته او سهار په همدي ځآی د بیا لیدو وعده مو سره کیښوده ما شپه ښار کي تیره کړه او دلیلي د کارونو دپاره مي بیا هم سهار پولي تخنیک لیلي ته راغلم، دا چي د تعلیمي کال پیل ورخي وي معمولا مراجعین یو ځآي راځي ځکه نو باید لږ انتظار مي کړي واي تر څو زما نوبت رارسیدلی واي، بالاخره زما او د خالد نوبت راورسیده د لیلي معلم پوښتنه وکړه: کوم اطاق مو نظر کي دی که زه مو معرفي کړم، خالد ځواب ورکړ چي مونږ اطاق انتخاب کړی او د اطاق تعداد هم پوره دی، دي وخت کي خالد نایب خیل د محصلینو هغه 6 کسیزه لست د لیلي معلم ته ورکړه چي دې مخکي نه جوړه کړي وه، د لیلی معلم موافقه وکړه او مونږ ته د لیلي کارت او د اوسیدو دپآره البسه توضیع کړه، ټاکل شوي اطاق ته مو هر څه انتقال کړ، او یو قفل مو هم ورته واخسیته چي دري کلیاني درلودي یوه کیلی ما واخیسته او نور د خالد نایب خیل سره پاتي شوه، دي وخت کي د لیلي معلم راته وویل:
اوس د پاره مو البسه او اطاق ځکه درکړه چي شپي بیرون پاتي او سرګردانه نشي، د لیلي اعاشه د حمل په دویم تاریخ پیلیږي، اوس اطاق کي اوسیدي شي خو ډوډی ته به خپل ترتیب خپله برابروي.
دا چي د حمل دویم ته لا یوه اوونۍ پاتي وه ما ننګرهار ته د بیرته ستنیدو پلان ونیو، کابل کارته پروان او دهن نل سیمه کي مي د دوا د عمده پلورنځیو نه دوا خریداري کړه او ننګرهار په طرف وخوځیدم، کورته په رسیدو کاکا ته مي د پوهنتون په رابطه معلومات ورکړ د پوهنتون او لیلي کارت مي وښوده، کاکا خوشحاله شو، ماته يي د تحصیل د ادامي مشوره راکړه او راته يی وویل:
د افغانستان دا اوسني وضیعت موقت دی،اوسنی حالت پام کي مه نیسه راتلونکي ته فکر کوه، لوړي زده کړي او تحصیل د انسان شخصیت جوړوي.
مګر زما چهار چاپیره چي کوم دوستان او خپلوان ما سره اړیکه کي وو اکثر په دي نظر وو یا به يي ماته دا ذهنیت راکوه چي اوسنیو شرایطو کي لوړي زدکړي په درد نه خوري او آینده نلري، زیادتره خو ماته ویلي چي با تجربه انجنیران چي شل کاله يي کار کړی اوس بیکاره یا سرک په سر سودا پلوري ته اوس فاکولته وايي، تاته به څه دنده پیدا شي وخت مه ضایع کوه لاړ شه پلار سره دي کمک شه او بازار کي کار وکړه چي غریبي نه خلاص شي، ځیني دوستان خو داسي هم وو چي پولتخینک د پوهنتون د نوم سره هم آشنا نه وو چي پولیتخنیک نوم به مي ورته واخیسته فکر يي کوه چي مستري یا د ماشین تخنیک کار به تري جوړیږي،راته به يی ویل ولي نږدي جلال آباد ښار کي یو مستري دکان یا خرادي کي نه شاګرد کیږي چي دومره لري تللی يي.
زمونږ یو نږدي خپلوان یعني زما د کاکا د عمه ځوي دی خپله د غوړیوعمده پلورنځي دکان لري، یوه ورځ یي ماته وویلي: انجنیران ټول سرک غاړه کي کچالو خرڅوي له دي نه چي پنځه کاله بعد کار شروع کوي راځه همدا اوس نه به درته لاس ګاډۍ واخلم جوالي ګري پیل کړه! پنځه کلونو کي به دي ځانته سرمایه جوړه کړي وي.
خو بیا وروسته زه ددي شاهد پاتي شوم چي همدا نږدي دوست مو خپلو اولادونو باندي په هند او روسیه کي لوړي زده کړي وکړي. مګر په دي منځ کي یو کم تعداد یا که ووایم د ګوتو په شمیر ځیني داسي کسان هم وو چي زه يي درس او زده کړي ته تشویقولم او زما اقدام يي ستایه.
ما د کاکا د تشویق او لارښوني په اساس د زده کړي د دوام تصمیم ونیو او د حمل دویمه نیټه کابل طرف ته وخوځيدم، مستقیم لیلی ته راغلم او د پولي تخنیک د اولي لیلي په 25 اطاق کي ځاي په ځاي شوم، پولي تخنیک لیلي شپږ تعمیرونه لري او هر تعمیر د شمیري په اساس نام ګزاري شوی، دي وخت کي خالد نایب خیل او د اطاق نور ملګري هم راغلي وو، دخالد په واسطه د تولو سره مي تعارف وشو، غیر زما نه نور د اطاق 4 نفره ملګري د یو مکتب فارغین او دیو کلي اوسیدونکي وو یعني د لوګر د برکي راجا څخه وو، د اطاق ملګرو چلند ډیر صمیمانه وو خاص د خالد نایب خیل او اطاق کي یو ملګري مي وو احسان الله په نامه دواړه خوش برخورده او نیک انسانان وو. متاسفانه چي دواړه اوس دې نړي کي نشته، احسان الله د پوهنتون د فراغت نه یواځي یو کال وروسته په یوه ترافیکي حادثه کي او خالد نایب خیل کرونا کي خپل ژوند له لاسه ورکړ.
شپه مي لیلیه کي تیره کړه سهار تدریسي خواته ولاړو خپل ګروپ مي پیدا کړ او ورسره د درسونو تقسیم اوقات مي هم واخیسته، زما لمړی ساعت د پولي تخنیک د 204 نمبر لکچر صنف کي وو، په لمړي ځل د لکچر خوني ته ننوتل ماته خوش آینده وو او دا چي د ډیرو نور محصلینو سره یو ځای شوی ووم د خوښي احساس می کوه. او د خلکو هغه خبري چي ماته يي ویلی لوړي زده کړي سم کار نه دی او د شرایطو تقاضا نه ده ماته مسخره او بيهوده معلوم شو. او د خپلي ټولني په عام ذهنیت مي افسوس راته.
لمړی شپه خو زه نا وخته یعني ماخستن لیلي ته رسیدلی وم هغه وخت د سرکونو د خرابوالي په وجه کابل نه تر جلال آباده 6-7 ساعته لاره وه، زما په رسیدو د اطاق ملګري ډوډی راوړي وه، ځکه نو ما تیاره وخوړه او هلته د شته ستونځو په وضیعت پوه نشوم، خو په دویمه ورځ نور نو ورو ورو هلته شته ستونځي رابرسیره کیدي، کورنیو جنګونو په وجه د کابل پولي تخنیک پوهنتون برق سیستمونه تخریب او له منخه تللی وو، عمومي طعام خانه شاړه پرته وه، شیشي ماتي وي او اشپز خانه نړیدلی وو، د اولي لیلي نه غیر د پنځه نورو لیلیو تعمیرونه د استفادي وړ نه وي، محصلینو ته د طعام ترتیبات د اولي لیلي په لمړي منزل کي نیول شوی وو، د ډوډی ځآي کي د برق د نشتون له وجی یو ګیس لګول کیده او محصلین به د همدغه ګیس رڼآ ته ډوډی خوړله، مونږ اطاق د رڼا کولو دپاره په شریکه پیسو یو الکین (لمپ) اخیستي وو، اطاق کي مو د کړکی یو شیشه کمبود وو ځکه نو شمال مخنیوي نه کیده، یا د ګرمي په وجه که مو د اطاق کومه کړکي خلاصه کړه نو د بیرون د شمال او باد په وجه به لمپ ګل شو بیا به مو د سره لګوه دا کار د ډیر تکرار په وجه بالاخره خسته کیدلو او لمپ به مو ګل کړ، پولي تخنیک لیلیه او تدریسي کي د بهداشت سیستمونه غیر فعال او د کاره لویدلي وو، اطاقونه څومره چي د اوړي ګرم وو هماغومره د مني په شپو کي به یخ وو، اوړي سره خو ګزاره کیده ځکه کابل کي د اوړي هوا نسبي ښه وي خو د مني وخت کي به یخ ډير په عذاب کولو، د پولي تخنیک د جمنازیوم حالت ډیر خراب وو، د لوبو میدانونه ټول له منخه تللي وي، درسي او لکچر خوني هم له ډیره وخته نه وي ترمیم شوي ځکه خو اکثره چوکي ماتي وي، د پولي تخنیک په تاریخ کي نسبت تیر او راتلونکو کلنو ته شاید همدا کال لیلیه کي د محصلینو تعداد حد اقل وو.
د لیلی غذايي مینو او سیستم هم تر ټولو ټیټه کچه کي وو، دال، لوبیا، وریجي، کچالو، وچه ډوډی، بوره او چاي د لیلي دایمي غذایی مینو وه یواځي به يی اوقات کي ادل بدل راتله. او د هفتي په جریان کي همدا د محصلینو غذايی مینو وه. دلیلي محصلین په همدي هم شکر ګزاره وو چي لا اقل د لیلي دروازي خو بندي نه دي.
هغه کال یعني 1377 کي د پولي تخنیک عمومي ریئس د یو جهادي لیډر مولوي محمد یونس خالص ځوی مولوي انورالحق مجاهد په نامه کس وو، مونږ چي ورسته د طالبانو دخوا ګمارل شوی نور ریئسان ولیده نظر نورو ته مجاهد معتدل او نرم خویه انسان راته ښکاره شو، کاکا د انورالحق مجاهد د کوم ملګري نه ماته یو لیک اخیستی وو چي زما په هکله ورته سفارش او مشګلاتو ته د رسیدو غوښتنه شوي وه، ما هغه لیک وسپاره او انور الحق مجاهد ماته دا وویلي چي که څه مشکل سره مواجه شوي ما جریان کي کړه اوس خپلو درسونو ته پام کوه په دي ویلو سره زه يی رخصت کړم.
مسلکي دیپارتمنتونو کي د استادانو کمبود، د درسي موادو نشتون، د آزمایښتي لابراتورانو نه موجودیت، سابقه او تاریخ تیر شوي درسي میتودونه، ښوونځیو څخه د راغلو زده کوونکو ټیټه سویه، د استادانو د امتیازاتو کمښت چي له وجه يی د پوهنتون استادان اړ وو تر څو د درس تر څنګ بهر هم کار وکړي هغه ستونځي وي چي د تدریس سطحه يي ټیټه کړي وه او ورسره د محصلینو علمي سویه باندي هم منفي تاثیرات پریښوده.
په پوهنتون کي مونږ د دري کټه ګوري محصلینو سره یو ځآي وو، یو هغه محصلین چي کورني يي د افغانستان د کرښو نه بیرون ګاونډي هیوادونو کي لکه ایران یا پاکستان کي میشت وو، دا چي دغه کسانو مکتبونه يي هملته کوربه هیواد کي ویلي وو، بنا دوي د عصري تکنالوجي او نړیوالو ژبو سره نسبي بلد خلک وو، دویمه کته ګوري کي هغه محصلین چي کابل ښار د مکتبونو لکه عبدالهادی داوی، نادریه، حبیبیه …. ښوونځیو نه فارغ وو دا محصلین هم نسبي ښه وو علمي سویه يي ښه وه، د دریمي کټه ګوري چي د هغه دوري د پولي تخنیک پوهنتون اکثریت هم همدوي تشکیلوه داسي محصلین وو چي اکثر د افغانستان د ولایتونو او ولسوالیو د مرکزونو څخه لوړو زده کړو ته لاره پیدا کړی وه دا بیا د درس په جریان کي د ډیرو سترو مشکلاتو سره مخ کسان وو، یو خو دا وه چي ولایتونو کي درسي شرایط ښه نه وو، بل فقر او غربت، سیاسي ناهنګاري او ورپیښ مشکلات هم مرسته کړي وه چي د لري پرتو سیموخلک د تکنالوجی او مروجه علومو څخه لري پاتي شي. بنا په ټوله کي زمونږ د دوري محصلین ډیرو لویو مشکلاتو سره لاس و ګریوان وو.
د درسي موادو، خاص کتابونو د نشتون په وجه به استادانو نوټ راکوه، د استاد نوټ به اعظمي د کتابچي شپیته یا اویا پاڼي کیدلي د درسي ساعت نه وروسته د مطالعي دپاره همدا مواد ( د استاد نوټ) مو اختیار کي درلوده او بس. اما که هماغه وخت یوه ټولګي کي شامل د یو محصل د اخیستل شوي نوټ د بل محصل د نوټ سره څنګ په څنګ ایښي واي نو تفاوتونه هم پکي له ورایه ښکاریده، یعني نوټ هم د باور وړ مواد نه وو چي باید تري زده کړه وشي، د زیات او بیلابیلو ماخذونو څخه د معلوماتو د حاصلولو دپاره مواد او شرایط نه وو راته مهیا، بله خبره چي شخصا زما مربوط وو دا وه چي زه هغه وخت ساینسي مضامینو کي کمزوری ووم، حال دا چي د پولی تخنیک رشتوی او اساسي نصاب او کروکیلم زیاد تره مضامین د همدي برخي وو، ځکه نو زما ډیره هڅه دا وه چي همدي برخه کي ځآن ورسوم او په ښوونځي کي شوي غفلت جبران کړم، چي دي برخه کي بریالي هم شوم…. نور بیا
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.