آيا پاکستان د پښتنو خپل کېدای شي؟

ليک: انور سالار

51
خپل ریاست هغه وي چې واک، قانون او پرېکړه يې د خپل ولس په لاس کې وي. خپل ریاست هغه وي چې د اولس ګټي تر هر څه لومړیتوب ولري. هلته د ولس اراده تر هر څه لوړه وي، چې مشري د خلکو په رایه ټاکل کېږي، ژبه او کلتور پکې عزت لري، او د هر ماشوم، هرې مور او هر سپين ږيري سر خوندي وي. خپل ریاست د انصاف، امن او برابري ضمانت وي. هلته ادارې د خلکو خدمت کوي، نه دا چي خلګ د ادارو ویرېږي. خپل ریاست د عزت، اختيار او راتلونکي نوم دی.
خو نن پښتون قام په پاکستان کې محکوم دی. محکوم قام هغه وي چې د پرېکړې واک ورسره نه وي. نوم به ولري، خو اختيار به نه لري. خاورې به يې خپله وي، خو پاليسي به پرې د بل چلېږي. محکوم قامونه پاليسي نه لري ، بلکې د بل پاليسي پرې عملي کېږي. واکدار نه وي، بلکې د واک د لوبې وسيله وي.
اوس له پښتون قام سره په پښتونخوا وطن کي څه داسي روان دي. پاکستانی فوج زما شتمني لوټ کوي. زما د وطن غرونه، معدنيات، وسايل او لارې د بل په ګټه کارول کېږي. يوې خواته زما د وطن وسائل لوټ کېږي، بلې خواته زما د وطن انسانان بې کوره شول، کډوال شول، ذليله شول. کورونه يې ونړېدل، کلي يې وران شول، ښارونه يې په کنډوالو بدل شول. کلونه کلونه بې وطنه شول، د خېمو ژوند يې وکړو. بچي يې لادرکه شول، ميندې يې د دروازو مخې ته سپين سرې شوې، مشران يې شهيدان شول. نسلونه بې تعليمه پاتې شول، د ترقۍ له کاروانه لرې وغورځېدل.
رياست پاکستان زه نړۍ ته د ترهګر په نوم وپېژندلم. زما لباس ته يې سپکاوی وکړ، زما ژبې ته يې ملنډې ووهلې، زما شناخت يې بدنام کړ. د غربت له وجې زما نيم قام د عربو په پرديو خاورو کې مسافر پاتې شوو، د بل په وطن کي مزدوري کوي. که چا به په رياست نيوکه وکړه، د هغه مړی به وموندل شو. که به يو مشر د خپل وطن خبره وکړه، غدار به وبلل شو. قبايلي بدۍ د رياست له خوا په منظم ډول مخته يوړل شوې، څو پښتون تل په خپل منځ کې بوخت وساتل شي.
دا هر څه په خپل وطن پښتونخوا کې وشول. خو يوه ورځ هم د رياست پاکستان لخوا ورته GIT کمېشن جوړ نه شو. عدالت کله هم نوټس وانه خيست. پاکستانيت پلوه سياستوال چوپ پاتې شول. پاکستانی ميډيا د دې وير، دې وينې او دې ظلم کوريج ورنه کړو، بلکې د پښتون د توهين کولو لپاره يې لا زياته ملا وتړله.
بلې خواته په پنجاب کې که يوه کوشنۍ پېښه هم کېده، هماغه ساعت به ورته کمېشن جوړ شو. وزيراعظم، وزيراعلی او د رياست هر واکدار به په غصه راپاڅېدل، ژمنې به يې کولې، مرسته به يې رسوله. خو همدغه نظام، همدغه خلک زما پر پښتونخوا چوپ پاتې شول. زموږ وينه ارزانه وه، زموږ کورونه اسانه هدف و، زموږ ژړا هېچا نه اورېده.
آيا داسې ریاست چې د پښتونخوا لپاره يوه پاليسي او د پنجاب لپاره بله لري، خپل کېدای شي؟
آيا داسې عدالتونه چې زموږ پر وير چوپ وي، زموږ خپل کېدای شي؟
هيڅکله هم نه. داسې چلن د يوه دشمن چلن وي، نه د خپل. رياست پاکستان له پښتون سره دښمني کړې ده. پښتون وطن يې نړولی، پښتانه مشران يې شهيدان کړي، پښتانه يې بې کوره کړي، پښتون يې بدنام کړی. دا خپل نه، بلکې دشمن رياست دی.
پښتانه افغانان په رياست پاکستان کې غلامان دي، او د غلامانو هيڅ رياست نه وي. غلام ته يوازې حکم ورکول کېږي، عزت نه ورکول کېږي. غلام نه پاليسي لري، نه اختيار لري، نه راتلونکی په خپل لاس کې لري.
اې پښتون ملته!
تر کومه به د نورو تر سيوري لاندې ژوند کوې؟ تر کومه به ستا بچي د خېمو په دوړو او ذليل ژوند کې لویېږي؟ تر کومه به ستا ميندې د لادرکه زامنو تصويرونه په لاس دروازې ته ناستې وي؟
که غواړئ چې يو سيال، پر مخ تللی، خپلواکه او د سکون ژوند ولرئ، دا هر څه يوازې خپل ریاست درکولی شي. داسې ریاست چې نوم يې ستا وي، ژبه يې ستا وي، واک او پاليسي يې ستا وي، بيرغ يې ستا وي، او عزت يې ستا وي.
پردی رياست ستا د سر امن نه شي ساتلی، ستا د مال امن نه شي ساتلی، ستا د وطن امن نه شي ساتلی. نه انګريز درکړو دا ، نه دا پنجابی رياست درکوي.
پاڅه، خپل درد وپېژنه، خپل تاريخ وپېژنه، د خپلواکۍ دعوا وکړه. د خپلو ازادي غوښتونکو ملګرتيا وکړه، څو په نړۍ کې يو خپلواکه هېواد ولرې او د عزت ژوند وکړې.

 

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.