ټیټ پوړي مامور/ څلورمه برخه

لیکوال: عبدالسمیع واحدي

57

د ښوونځي  ابتدایه دوره کي مونږ ته به مو استادان یا استاداني ویل:

  لکه څنګه چي استاد د شاګرد معنوی پلار دی همدا ډول استاده (معلمه) هم د شاګرد معنوي مور ده، لکه خپلو اصلي والدینو د معنوي والدینو احترام په تاسي حتمي دي او استادان هم د شاګرد سره د مهربانه والدینو په شان چلند باید وکړي، او لکه څنګه چي کور کي تاسۍ خویندي لری او سره ګډ ژوند کوئ همدا ډول ټولګیوالي هم ستاسي خویندي دي او نجونو ته هلکان ورونه دي د یو بل احترام په تاسي ټولو  لازم او د ضرورت وخت کي د یو بل لاسنیوی ستاسي ایماني مسولیت دي په دې رابطه به يی ډیري مثبتي خبری مونږ ته کولي.

 مګر په دې نوي دور کي دا برعکس خبره شوه، پاکستان نه راستانه شوو مهاجرینو کي دا جمله ډيره مشهوره وه  چي ښځه یا د کور ده یا د ګور او حتا ځینو خو يي ویل:

 که سکني خور سره هم په خلوت کي شوی د زنا یا جنسي اړیکی خطر شته او د حضرت علي (رض) پوري منصوب یوه معقوله يي په دي اړه تشریح کوه.

زمونږ مشر تره غلام دستګر خان چي خپله د سیاسي اند څښتن انسان دی دایم يي مونږ ته ویلي:

 سیاست د عدالت د تامین، ټولنیزي رفاه او د خلکو (رعیت ) د خدمت  دپآره وي او همدا د خداي امر او ددین اصل دی.

 خو دي وخت کي ما د خپل د تره د خبري سرچپه اوریده، دوی (نوي راستانه شوي ) به ویل سیاست درواغو ته ویل کیږي سیاست وال که درواغ هم وايي دي کی به د امت خیر او د مسلمانو سیاستوالو مصلحت وي.

 دادا مو تل راته ویل:

  بچو! د شرک نه پس تر ټولو ستره ګناه په الله ج پسي درواغ تړل دي، له حقیقیت ویلو به نه تیریږي و لو که د سر خطر مو هم وي او دي په دي اړه به يي ویل قرآن کریم کي په درواغجنو د الله (ج) لعنت ویل شوي.

 مګر د اسلامي دولت د واکمنۍ په کلونو کي دا خیره پرته له دې چي د حدیث د حیثیت او اعتبار اړوند وضاحت ورکړي مستقیم په يی روایت ذکر او تشریح کوله چي ویل يي پیامبر ع ویلي چي مسلمان ته په دري حالتونو کي درواغ ویل رواه دی، میړه ښځي ته درواغ ویلي شي، سیاست وال یا د دولت مشر خپل رعیت ته دوراغ ویلي شي او قومي مشر ملک او یا یو شاهد  ته د دوه کسانو ترمنځ د روغي جوړي د خاطره یا د یو کس د ځآن ژغورلو دپآره درواغ ویل رواه دی.

اوس نو یو ځوان مسلمان د قرآن او حدیث ترمنځ دومره لوي تضاد څنګه په خپل ذهن کي توجیه کړي؟

ښه مي په یاد دي چي ابتدایه دوره کي وم او افغان حکومت لا په ځآي وو، نیکه سره یوځاي د کلی جومات ته د جمعي لمانځه ته ولاړم د جمعي په وعظ کي ملا امام خپل د خبرو پیل له دي ټکو وکړل او مقتدیانو ته وویل:

 (د خداي ج د خوا ټول مسلمان نارینه او ښځینه په دي مکلف ګرځول شوي چي د خپلو سترګو حیا وساتي او د خپل شرمګاه حفاظت وکړي) ، او  دي اړوند نوري ډیری تفصیلي خبري وکړي د قرآن کریم ایاتونه يي تلاوت کړل ورپسی حدیث او څو روایتونه يي ذکر کړ، د جومات د امام هدف دا وو چي وګړي باید خپل ټولینز اخلاق سم کړي د کور نه بهر عامه ځایونو کي  د ګرځیدو وخت کي باید نارینه او ښځینه د یو بل مزاحم نشي، مګر کله چي د لیسي د دوري لسم ټولګي کي وم او د برهان الدین رباني حکومت وو زمونږ د تفسیر شریف یو معلم وو مولوي معتصم بالله نومیده چي د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالی د ښایسته خیل د کلي اوسیدونکي وو یوه ورځ په داسي حال کي چي ددوو ټولګیو متعلمین يی یوه درسي خونه یا صنف کي راټول کړي وو صنف کي د همواره شوي ټغر په منځ کي استاد او مونږ تري چاپیره ناست وو استاد قرآن کریم خپل غیږ کی ایښی وو شاګردانو ته يي د النسا صورت د څو ایاتونو ژباړه او تفسیر يي کوه د خپل خبرو منځ کي وویل:

 ( کابلي ښځو ته چي په بازار کي ګرځي د خر شوق هم کیږي زه خو لا انسان یم).

 دا جمله د قرآن په تفسیر کي نه وو ذکر خو د استاد قیاس او فکر همداسي جوړ شوی وو او خپل احساسات يي نشوه کنترول کولي ځکه دا رنګه خبري يي د خولي نه راوتلي ،د مولوي معتصم بالله د خبرو څخه موخه دا وه چي ښځي باید کور کي پاتي شي، نوموړي همدا فکر توجیه کوه او دلایل يي ورته تراشله. خو دومره لوي صلیقوي یا فکري توپیرونه له کومه ځايه سرچینه اخیسته اوس يي درک کولي شم هغه وخت زما د درک نه پورته وو.

ماشومان او زلمکي دموم په شان نرم وي څه ډول يي چي تربیه کړي هماغسي تربیه اخلي مونږ همداسي روزل شوي وو او مهاجر شوي ټولګیوال هماغسي، بنا زمونږ په همزولو کي څوک هم ملامت او سلامت نه وو، داسي په سلګونه یا حتا زرګونه فکري، کلتوري او ادبي تفاوتونه وو خو د وخت په تیریدو سره مونږ یو بل ته نږدي کیدلو ځیني خبري هغوي منلي او دهغو ځیني خبري نورو ته د منښت وړ ګرځیده.

د داکتر نجیب الله په حکومت کي  چي د متعلییمنو بیا خاص ابتدايي دوري متعلمینو څخه سیاسي برنامو کي لکه تظاهراتو ته يي ایستل،مناسبتي ورځو کي ګډون ته اړ کول، یا د چارواکو پذیرايي ته وتل، استفاده منع وو په اصطلاح د اسلامي دولت په راتګ سره 1371 بیا د طالبانو تر راتګه 1376 پوری دا هر څه ازاد شوول، او دي کلونو کي نو ښوونځي سم د سیاسي جهادي تنظیمیونو تعلیمي او تربییوي څانګي وي، یاديږي مي چي لا اقل دوه میاشتو کله هم میاشت کي یو ځل به لاریون ته ایستل کیدو، یوه مظاهره چی زما یاد دی د هند په وړاندي وه، د هند هندوانو په یوه فرقه يي اختلاف کي د هند د ډهلي په ښآر کي د بابړي جومات ته زیان اړولی وو چي د هندوانو ددي عمل په خلاف ننګرهار کی هم مظاهری وشوي، او د  ولایت مقام چي هغه وخت حاجي عبدالقدیر والي وو د جلال اباد ښار د معارف ریاست اړوند ټولو ښوونځیو زده کوونکي يي اړ کړ چي مظاهره کي ګډون وکړي حتا د مظاهري شعارونه د جهادي استادانو په لارښوونه، په شاګردانو ولیکل شو.بل ځل فلسطین کي کومه پیښه شوي وه چي شاګرادان يي مظاهرو ته راویستل، یا هم مناسبتي ورځو کي لکه اتم د ثور چي دوي د اسلامي انقلاب د بریا ورځ ګڼله مارش کی به  متعلمینو څخه يی استفاده کوله. د هندوانو ضد لاریون کي زه د مظاهري تر آخره ورسره پاتي شوم خو نورو کي بیا ما ګډون ونکړ.

1371 کال د مني موسم او د نوي حکومت د راتګ سره سم د کلي په جومات کي  زلمکو ته د قرآن کریم د حفظ یوه حلقه جوړه شوه، د ماښام په لمانځه کي د جومات ملا امام قاري عبدالعزیز د حلقي د جوړیدو ابلاغ وکړ او د قرآن کریم د حفظ کولو فضایل یی بیان او خلکو نه یی وغوښتل چي خپل اولادونه د حفظ دي حلقي ته ولیږي، زه هم پرته له دي چي چاسره مشوره وکړم یا د مور او پلار اجازه واخلم به سباني ورځ د حفظ په حلقه کي مي ځان شامل کړ، دا چي ما د قرآن کریم ناظره مخکي د داکتر نجیب الله حکومت کي د خپل کلی د ملا امام تر لارښووني ختمه کړی وه، او د همزولي ملګرو منځ کي د قرآن کریم الفاظ مي تقریبا سم ادا کولی شو نو د حلقي په یو مخکښ شاګردانو کي وم، د حفظ دغي حلقي سره کوم خیریه بنسټ یا ټولنه ( د ټولنی نوم اوس زما ذهن کي نشته) مالي او تخنیکی مرستي کولي، پدي مرستو کي د حلقي ممتازه طالبانو ته یو مقدار نقدي پیسي، ټولو ټولګیوالو ته جامي.بوټان، درسي کتابونه او یو مقدار قرطاسیه شامله وه. دا معمولا په کال کي څلور ځلي ترسره کیده، خو د حلقي په دویم کال وو چي د قاري عبدالعزیز سره په دي موضوع خفګان راغي چي د نوموړي د مشر ځوي فضل هادي څخه وروسته زه د حلقي دویم نمره یا د حلقي دویم ممتاز شاګرد وم، بنا د نقدي پیسو په مرسته کي ماته دویم امتیاز راکول کیده خو په دویم کال مولوی عبدالعزیز خپل دویم ځوي عصمت الله د حلقي دویم نمره کړ او د خیریه بنسټ نه يی ورته نقدی امتیازات چي هغه وخت شاوخوا 2500 پاکستاني کلدراي وي واخیستلي خو زه يي د ممتازه شاګردانو د لسته وویستلم، کله چي د حلقي د ټولګي نه بهر شولم د همزولو مخکي چي اصلا ما د کمتری احساس وکړ د مولوي په دي کار اعتراض وکړ، او ومي ویل عصمت الله تر ما لایقه نه دی زه د فضل هادي لحاظ هم د قاری صیب دپآره کوم کنه يي زه باید اول نمره واوسیږم زما د اعتراض په وخت کي د قاري عبدالعزیز دواړه زامن د صحني شاهدان وو، او دوي زما خبري خپل پلار ته انتقال کړي، په بله ورځ قاري عبدالعزیز زه وغوښتلم او د تیرو درسونو په رابطه يي له ما پوښتني وکړي تر دي چي زه يي لا جوابه کړم او زما په وهلو او تهدید يي شروع وکړه، زه چي ډیر غصه شوی وم ملګرو زما غصه نوره هم زیاته کړه او وویل عصمت الله ستا شیطاني پلار ته کړي (ستا خبره يي تر پلاره رسولي)، دي وخت کي زه نور هم قهر شولم د حلقي تر رخصتیدو ورسته د خپل کور مخي ته کیناستم او د مولوي د زامنو انتظار مي وکړ تر څو چی سره مخامخ شولو ما هغه دواړه هلکان چی سن و سال يی تر ما کال او دوه کاله کم وو تهدید او په سپړاقه می ووهه ، د ماښام لمانځه کي مولوی زما کاکا او دادا ته زما شکایت کړی وو په دي اساس پلار مي تنبیه کړم او ډیر راته په غصه او قهر شو، ما مي پلار ته وویل زه نور حلقي ته نه ځم غواړم انګلیسی کورس ته ولاړ شم فکر کوم پلار مي مخکي نه، دي خبري ته اماده وو ماته یی وویل سمه ده د فیس پوښتنه وکړه راشه چی پیسي درکړم. په دي جریان کي د قاري عبدالعزیز بو بل عادت هم زما نه خوښیده هغه دا وو چي دي خپل دواړه زامن د حلقي د پيل نه صرف 15 دقیقی یا نیم ساعت وروسته په دې موخه رخصتولي چي زامن يي انګلیسي او ریاضي کورسونه ووايی د زامنو تر رخصتولو څو دقیقي وروسته خپله هم د خوب کوټي ته تله او قرار به ویده کیده، د حلقي د طالبانو د کنترول دپاره به ددوي د منځه یو کس ته يي دنده سپارله تر څو کوم شاګرد د ټاکل شوي وخت نه مخکي ولاړ نشي، پدي ترتیب نور شاګردان يي د حلقي تر پايه چي معمولا د مازدیګر د آزان نه مخکی وخت وو نه رخصتولي او اجازه يي نه ورکوله دلیل به يی دا وو چي یا به حلقه وايي یا انګلیسي او د ریاضي کورسونه، دواړه نکیږي او تاسي رسیدګی نشي کولي. که څه هم چي ما تر نورو شاګردانو هڅه زیاته کوله او ما کله مستقیم کله غیر مستقیم د هغه زامنو ته سختي خبري کولي سره له دي هم  حد اقل تر 90 دقیقو تر تیرولو مخکي ماته اجازه نه وه چي زه انګلیسی یا ریاضی کورس ته ولاړ شم، ځکه نو ما صرف کولي شو تر حلقي ورسته یواځي یو ساعت بل مضمون ته  وخت پیدا کړم چي کورس کي صنف ونیسم ما دا په ځآن منلي وو اوځان مي همدي ټآیم ته اعیار کړی وو ،چي  ریاضی صنف ته مي ځآن رسوه، مګر د قاري زامن عصمت لله او فضل هادي لا اقل دري ساعته وخت لرل. بله مهمه موضوع چي دلته یي باید یاد آوري کړم دا ده چي محله کي میشت ځیني ناداره کورنی خپل ماشومان د یو اندازه مرستو د تر لاسه کولو دپاره چي هغه خیریه بنسټ دخوا  ورکول کیده حلقي ته لیږه.

د سیاسي نظام د بدلون سره سم زما کاکا خپله دنده  ځکه دلاسه ورکړه او بیکاره شو چي د وخت د حکومت او جهادي تنظیمونو د خوا  افغانستان ملي اردو منحل او ټول تجیهزات او وسایط يی کباړ او پاکستان ته انتقال شو، کاکا مي چي د قول اردو روغتون کي د دوا او ادویه جاتو د ډیپو آمر وو اوس نو یوه انجو یا خیریه موسسه کي کاریګر په حیث د کانالونو پاک کاري کي يی کار کوه جي هغه هم یو میاشتني پروژه وه او ختمه شوه، بله خبره دا وه څه مقدار پیسي چي کاکا کور کي  پس انداز یا سپما کړي وي د افغانیو د ارزښت په کمیدو سره هغه افغانۍ خپل ارزښت دلاسه ورکړ او د یو میاشتي د کور سودا پري وشو بس.

 دي  وخت کي  یعني 1372 کال د پسرلي شپي ورځی وي چي هغه کس چي دکور ملکیت يي په نامه وو د مهاجرت نه راوګرځید او مونږ ته يي د کور د تخلیه کولو وویلي، دي وخت کي چي کابل کي تنظیمي اندوخړ پیل شوی وو، نه مو شوه کولي چي کابل کي دیره شو، سره رود کي هم زمونږه کلا کندواله شوی وو، او زارعتي ځمکي هم دومره نه وي چي د ټولو تکافو وکړي،بنا دادا مو اړ شوو چی زامنو ته ووايی هر څوک دي خپله خپل چاره وکړي، د ګروي کومي پیسي چي د کور مالک راکړي دومره نه وي چي کاکامی پري بل کور ګرو کړي، د پیښور نه راستانه شوي مهاجر او د کابل د جنګونو څخه داخلي بي ځایه شوي چي اکثره جلال اباد ته کډه شوي وو د جلال آباد کوچنی ښار کي د کورنو کرايی نهایتا لوړي کړي وي ځکه خو کاکا د پاره مشکله وه چي مناسب کور کرا ونیسي ځکه افغانی کرنسي هم نور خپل ارزښت بایللی وو، په دي ډول پلار می اړ شو چي یو دوست کره چي همدي محله کي وه او یواځي یوه کوټه پکي وه نور هیڅ نوع سهولتونه بکی نه وو تر یو وخته همسایه شي.

د اکثره افغانانو خو بیا خاص چي زه تري مستقیم خبریدم او ماته يي حالت معلومیده زمونږ ګاونډی او محله یا کلي کي د میشتو  شناخته کورنیو اقتصادي، سیاسي او امنیتي حالت وو چي ورځ تر بلي خرابیده، د ملي اردو د شهیدانو معاش چي د تیر دولت د خوا ددوي کورنیو ته ورکول کیده  بند شول، اکثره دولتي کارمندان خپلي دندي دلاسه ورکړي او بیکاره شول، د کابل جنګونو په وجه د برحاله معلمین او مامورینو په و خت او زمان  (البته برحاله مامورینو کي له پاکستانه راستانه شوي مهاجرین او د جهادي ډلو اړوند ټیټ پوړي  کسان هم شامل وو) د معاشاتو نه اجرا کول او نظر د بازار نرخونو ته د معاشاتو د مقدار کموالۍ بل لوي مشکل ایجاد کړی وو، دي حالت په خصوصي سکتور او  آزاد بازار هم خپل تاثیرات اچولي وو،ددي حالاتو څخه متاثره خلک اکثره وطن پریښودلو ته اړ شول، هغوي چي نسبتا رسیدلي کار فهم او مسلکي خلک  وو او تیر حکومت کي  دندي ښي وي  ،  او یو څه پیسي درلودي غربي هیوادنو ته پناهنده  شول، د تیر دولت یو شمیر پځواني کسان په اول ځل  او یا د جهادي ډلو اړوند ټیټ پوړي او عام کسان بیرته دویم ځل دپاره  ګاونډیو هیوادونو (پاکستان، ایران) ته مهاجرت ته مخه کړه، کوم خلک چي د هیواد څخه د  وتلو هیڅ نوع امکانات يی نه درلوده په داخل کي پاتي شوول، د داخل اکثره کورنۍ د ملګرو ملتونو په بشري مرستو تکیه  او په همدي مرستو پایېدل، جلال آباد سر شاهي او ثمر خیل ساحو کي د کابل څځه کډوال شوو خلکو ته کمپونه ایجاد شول، د جلال آباد یو شمیر خلک چي بیخي لا چاره شوی وو دوي هم کمپونو ته مخه کړه، د ننګرهار په هغه ګرم موسم کي پرته له هر ډول ابتدايي امکاناتو خیمو کي اوسیدل طاقت فرسا او د انسان د وس کار نه وو، مجبوره افغانان د سرشاهی او ثمرخیل د دښتي سوځنده ګرمي کي دغو خیمو کي دغه ټولي ناخوالی زغملي،  ددي نا بسامانه  حالت څخه په مقابل لوري کي د یو کم شمیر خلکو مجلل ژوند هم تر سترګو کیده، دغه خلک اکثره د جهادي تنظیمونو قومندانان او لمړي درجه مشران یا د پیښور څخه راستانه شوي د نړیوالو موسساتو او انجوګانو مالکین او کارمندان وو.

جهادي منځني کچي قمندانانو عواید چي اکثره امنیتي قواوو کي ګمارل شوي وو د پاټکونو، باجګیری، وسله وال غلاوي، اخطتاف او د ملي شتمنیو د کباړ کولو او چور له لاري وو، دې طبقي به چي د ورځي څومره پیدا کړه ماښام به يي خپلو کي سره ویشل او د مشر قمندان برخه يي هم پام کي نیوله، نسبتا جګ پوړي قمندانان او ریئسان چي  نظامي او یا  ملګي ادارو کي ګمارل شوي مجاهدین وو، دولتي عواید يي خپلو کي سره ویشلي، داسي هم کیده چي د هري عادیداتي اداري عوایدو زیاته برخه د هماغه اداري د مشر(رئیس) شخصي جیبونو ته تلل، د اداري مشرانو به د عوایدو یوه برخه خپل د ځانه څخه پورته مقام ته ورکوه باقي نور يي ټول خپلو کور ته وړله، شاروال به د ښاروالي د عوایدو ډیره برخه، مستوفي د مستوفیت، د ګمرګ ریئس ګمرګي  مالیات او یا د بریښنا ریس د بریښنا څخه ترلاسه شوي پیسي د معاش، تر لاس لاندي مجاهدینو ( باډی ګاردانو) حقوق، تیل او روغنیاتو پیسي، د دفتر خرچه، د ستر خوان خرڅ په نامه د دوي د عیاشي (دویم او دریم ودونو)، او شخصي مجلل ژوند دپاره لګیدلي….

نور بیا

ټیټ پوړي مامور / دریمه برخه

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.