په افغانستان باندې د پاکستان تيرى او د بيګناه ملکي خلکو وژنه هغې کچې ته رسيدلى دى چې په غندنو احساساتي څرګندونو، حماسي ترانو او شعارونو باندې موږ ته د اوښتو زيانونو تلافي او د لګيدلو د زخمونو درملنه نه کيږي. له بد ويلو او غندنو څخه تيريږو او د خپلې بېوسي په هغو لاملونو باندې تم کيږو چې افغانستان د پاکستان لخوا بريدونو ته د بالمثل ځواب ورکولو وړتیا سلبوي او په هغو مواردو باندې راڅرخيږو چې بيوسي مو له منځه وړاى شي.
متأسفانه زموږ په هېواد کې له تيرو څو لسيزو راهيسې د خپلو او پرديو له لاسه رامنځته شوې سیاسي بېثباتي، عسکري نيمګړتياو، اقتصادي ننګونو، د بنسټونو کمزورتياو، په ځانګړې ډول په خپل لاس د خپلو دفاعي بنسټونو او تاسيساتو ويجاړولو د پاکستان لخوا له خوف او هراس پرته بريدونو ته لاره هواره کړه. زموږ حکومتونه اوس د اوږدمهاله او فعالې ستراتېژي پر ځای په انفعالي غبرګون، لنډمهاله ګامونو پورته کولو او يا هم په مصلحتي چوپتیا باندې بسنه کوي. د پاکستان لخوا بريدونو ته بالمثل ځواب نه ورکول یوازې په نظامي برخه کې زموږ نيمګړتياوې نه په ګوته کوي، بلکې اقتصادي، سیاسي او حتی نفسياتي لګښتونه هم لري، چې زموږ حکومتونه د حساب برابرولو له وړتیا څخه محروموي.
نړيواله انزوا هم د پاکستان د بريدونو په وړاندې د افغانستان بنسټيز محدودوونکی فکتور دی. کله چې نظام د نړیوال مشروعیت، ديپلوماتيکو اړیکو او ملاتړ له کمښت سره مخ وي، نو د فعالې کاري ديپلوماسي لپاره اړين امکانات لکه پراخې سفارتي شبکې، اغېزناکه لابي، او اقتصادي وړتياوې محدودېږي. په دغه شان حالاتو کې حتی که اراده هم موجوده وي، عملي بڼه ورکول يې له خنډونو سره مخ کېږي.
د ځواک انډول بل مهم فکتور دی. پاکستان نه یوازې پوځي برلاسي لري، بلکې په نړیوالو او سیمهییزو فورمونو کې نسبي حضور او پياوړي اړیکې هم لري. دغه حالت د افغانستان لپاره د مستقیم تقابل لګښت لوړوي، خو دا هم بشپړ تصویر نه دى او د لاس تر زنې کيناستلو لپاره مشروعیت نه برابروي . یوازې محدودیتونه عذر ګڼل، په خپل ذات کې د انفعالي سياست او زموږ د بى بسي یوه بڼه شميرل کيږي. موږ د امريکا اسرائیلو لخوا په ايران باندې د سختو بريدونو په مهال وليدل حتی په محدودو شرایطو کې هم بدیلې لارې شته.
که په ملکي خلکو، روغتونونو او پوهنتونونو باندي د پاکستان د بریدونو موضوع له سیاسي ادبیاتو (غندنو، اندېښنه ښودلو) څخه راوباسو او د تحلیلي ارزونې په دقیق چوکاټ کې یې وڅېړو، نو به راته جوته شي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالى د ساده “تهاجم او دفاع” په قالب کې نه ځایېږي. دغه دښمني تر ډېره د نا انډوله رقیبانو ترمنځ د برلاسي ښودلو، کنترول او نفوذ موندلو یوه اوږدمهاله پروسه ده.
په افغانستان کې د امنيت تالاترغه ګولو، ، اقتصادي او ټولنیزو فشارونو په تړاو زموږ د ځينو هېوادوالو په اصطلاح کومې خاصې کړۍ او ياهم وړوکې ډلې ته د پړې ګوته نه نيول کېږي، بلکې په رنګ او نيرنګ کې له توپير سره سره د پاکستان سياسي او مذهبي ګوندونو په ګډون د ملکي او فوځي اړخونو په ګډون د هر حاکم نظام د ګډو هڅو او په سيستماتيکو ډول د ټولو اړونده اړخونو ګډ هدف او مسئولیت دى. د اړونده پاکستاني ادارو تاکتیک له مخې په افغانستان کې د وحشتونو او وژنو په هکله يوې وړوکي ډلې، څو نفوذ درلودونکو مشرانو ته د پړې ګوته نيول کېږي او حکومت نظام او سياستوال سپين چرګان ګڼل کېږي خو دغه تاکتيک دى او واقعيتونه نه منعکس کوي.
د پاکستان دغه ستراتیژي څو مهم میکانیزمونه لري:
لومړی؛ د مختلفو کورنيو او بهرنيو لاملونو له امله په افغانستان کې د رامنځته شوې بېثباتي په هکله پاکستان په افغان خاوره کې تل د خپلواکو او ستراتیژیکو پرېکړو کولو فرصتونو ددې لپاره محدودوي چې په افغانستان کې د بشپړ ثبات رامنځته کيدو مخه ونيسي.
دوهم، د پاکستان لخوا په افغانستان کې رامنځته شوې د نفوذ څو پوړیزې شبکې چې رسمي او غیررسمي رنګونه، ښکاره او پټې بڼې لري، او د بېلابېلو ملي حساسو مسائلو په برخه کې د تصمیم نیونې په بهیر اغېز کوي.
درېیم، د دې لپاره چې د پرمختګونو بهير سوکه او په مختلفو پړاوونو کې ستراتېژي د نظامونو د نسکوريدو له امله تقاطع ومومي، لومړيتوبونه بدل شي او په اوږدمهاله ډول افغانستان له فشار لاندې ونيول شي، په معاصرو زده کړو باندي د څار او ظرفیتونو باندې د نفوذ لوړول دي.
تر دې هم ژور اړخ ذهنیتونو ته د شکل ورکولو تاکتيک دى. پاکستان هڅه کوي د افغانستان په اړه داسې ذهنیت رامنځته شي چې دغه هېواد په راتلونکي کې د ثبات درلودونکي هېواد پر ځای د مزمنو بحرانونو سرچینه وپيژندل شي. دغه تګلاره نه يوازي په افغانستان کې حاکم نظام له دباو لاندې نيسي، بلکې له افغانستان سره نړيوال تعامل ته د ودې ورکولو په موخه په ديپلوماتيکو هڅو باندې هم اغېزې کوي.
د پاکستان د پورته يادو شوې ستراتیژی له امله، افغانستان د مخته د پرتو ننګونو سره سره لاهم د لوبې کولو لپاره ډير کارتونه په لاس کې لري. کار اهل ته د سپارلو هوډ او د اړينې اجماع رامنځته کول دغه هېواد د مشروعیت او ملاتړ د نشتون له ګرادبونو څخه باسي او د نړيوالې ټولنې په اوږو باندې د بار هېواد څخه د سيال او خپلواک هېواد په توګه د ژوند کولو وياړ ترلاسه کولاى شي. په مشخصو اهدافو تمرکز کول له سیمهییزو او نړيوالو ذيدخله هېوادونو سره د ګډو ګټو پربنسټ د انډوليزو اړیکو جوړول، پالل او د خپلو ګټو په اډانه کې انعطافي اړخ خپلول د رغنده ديپلوماسي نښه او د انزوايي حالت د کمولو لپاره اساسي اړتیا ده. د اقتصادي او ترانزیټي پروژو تدریجي را ژوندي کول د نظام سیاسي وزن زیاتوي. دا ټول هغه انتخابونه دي چې حتی په محدودو شرایطو کې هم عملي کېدای شي. لنډه دا چې اراده، ظرفیت، او شرایط درې واړه سره تړلي دي. که داخلي بنسټونه پیاوړي شي او د افغانستان لخوا د نسبي نړیوال تعامل رامنځته کولو نوښت وشي، د هېواد په اوسني ترپنکلي وضعیت کې هم ښه فرصتونه رامنځته کيداى شي، خو موږ اوس مهال له شته فرصتونو د ګټو پورته کولو ستراتیژي نه لرو.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.