د منځني ختيځ جګړه: ايران د بريا په درشل کې

عبدالوحید وحيد

203

جګړه د تل لپاره له ځان سره د سترو ويجاړپو ترڅنګ د اړونده اړخونو لپاره ژور درسونه هم لري چې باید ورڅخه ډېر څه زده کړاى شي. د امريکا او اسرائيلو له لوري په ايران باندې همغږى بريد او د تهران د غبرګون د څرنګوالي په هکله به هغه وخت ډير څه روښانه شي چې جګړه پای ته ورسېږي. په اوس وخت کې ډېری شنونکي په خپلو ليکنو انګيرنو او شننو کې په دې باندي تمرکز کوي چې کوم اړخ کومه وسله وکاروله، څه اغېز يې درلودې، څومره ويجاړي يې رامنځته کړه، څومره خلک يې ووژل او کومې ستراتيژي پکې ژورې اغيزې درلودلې. د جګړو تفصيلي پايلو ته منتظر پاتې کپږو، خو ځينې داسې درسونه اوس هم شته چې د جګړې د پاې ته رسيدو او وخت ته له انتظار کولو پرته هم اوس ورڅخه ډير څه زده کېدای شي.

داسي ښکاري چې د امريکا ولسمشر ټرمپ په افغانستان او ځينو نورو هېوادونو کې له خپلو  تيروتنو څخه څه نه دي زده کړي او لاهم د خپلو جنګي وړتیاو په نشه کې مست انسان دى. د نوموړي لخوا په جګړه کې د مقابل اړخ د ملتپالنې او ايديالوژي ځواک په تړاو بې خبري په ايران کې د افغانستان د ماتې تکرار څرګندوي . دغه ځواک د هر هغه هېواد او ولس لپاره چې د يرغل، تېري او بې دليله بريد سره مخ کېږي، تر ټولو پياوړی محرک ځواک بلل کيږي. ملتپالنه او ايديالوژي د مقاومت اراده پياوړې کوي او خلک تسليمېدو ته نه پرېږدي، خو امريکا د پوځي برلاسی او تخنيکي پرمختګونو له امله د تل لپاره دغه ځواک له پامه غورځولى دى.

يوازې فزيکي ځواکمنتيا د هر هېواد د ماتولو لپاره کافي ګڼل د امريکا هغه ناسم تصور وو چې په ويتنام او افغانستان کې يې امريکا په اوږدو، ستومانه کوونکو او بې پايلو جګړو کې لتاړ کړه او ستراتيژيک زيانونه يې ورته ورسول. په دغو دواړو جګړو کې له امريکايي اشغال څخه د لاندې هېوادونو ولسونه د خپل وطن او ايديالوژي د دفاع لپاره د نه ماتېدونکي عزم له مخې راپاڅېدل. هغوی جګړه ځکه وګټله چې ماتيدلو ته يې په جنګي محاسبو کې ځاى نه وو ورکړى  او مات هم نه شول.

نښې نښانې داسې دي چې د ايران په وړاندې د امريکا او اسراییلو لخوا روانه جګړه هم د امريکا لپاره ښې پايلې ونلري. که څه هم ځينې شنونکي د ايران د برلاسي لپاره جغرافیه، وخت، غيرمتقارن غبرګونونه او د سختيو زغمل مهم عوامل ګڼي، خو له دغو ټولو مهم عامل د خپلې بقا لپاره د ايران پياوړې اراده ده چې له ملتپالنې او ايديالوژي څخه سرچينه اخلي.

موږ وليدل چې په افغانستان باندې د پاکستان بريدونو او په ايران باندې د امریکا او اسراییلو بريد د وطنپالنې روحيه له کورنيو سياسي اختلافاتو څخه هسکه شوه او ملتونه يې داسې يو موټی کړل چې که بريد کوونکي لنډمهاله پوځي برياوې تر لاسه هم کړي، د خپلې ملي بقا لپاره د خلکو د مقاومت اراده نشي ماتولای. تاريخ ښيي چې د  هېوادونو د فزيکي جنګي ځواک کمزوري کيدل د هغه هېوادونو د خلکو د مقاومت روحيه نشي ختمولاى.

د منځني ختيځ جګړې روښانه کړه چې که له  پياوړي پلان، ستراتيژي او د پايلو له ارزونې پرته جګړه پيل شي، نو په يو بې‌ګټې او خطرناک نوښت بدلېږي. داسې ښکاري چې امريکا له ژورې او هر اړخيزې محاسبې او څرګندو هدفونو ټاکلو پرته د ايران په وړاندې جګړې ته ور ودانګل. هغه هدفونه او محاسبې چې وخت پر وخت بدلېدلې، روانه جګړه يې د وطنپالنې او ايديالوژيکي اړخونو په تړاو د دقيقو محاسبوي تېروتنو ښکار کړه. د امريکا او اسراییلو يوه ستره تيروتنه داوه چې فکر يې کاوه ايران به يقيناً د خپل روحاني مشر خامنه يي له وژل کېدو وروسته په څو ورځو کې تسليم شي، خو اوس معلومه شوه چې د امریکا محاسبه غلطه وه او ايراني نظام څو پوړيز تشکيلاتي جوړښتونه لري چې د هر پوړ له نړولو څخه وروسته به اتوماتيک ډول سملاسي بل پوړ قيادت واک سمبالوي او دندو ته اوږه ورکوي. همدغه شان  واشنګټن د جګړې اقتصادي پايلې هم په سمه توګه نه وې ارزولې.

د ايران غيرمتقارن غبرګون؛ د خليج هېوادونو د تېلو تاسيساتو په نښه کول او د هرمز تنکي د بندولو له مخې د تېلو د لېږد بهير ګډوډول د انرژي نړيوال بازارونه ولړزول، د تېلو بيې يې لوړې کړې، د نړيوال اقتصادي رکود ګواښ يې رامنځته کړ او امریکا په ګډون نړۍ يې وارخطا کړه. دغه غيرمترقبه او په جګړه کې د کمزوري هېواد لخوا اغيزمن نوښت د وخت په غوښتنو باندې د پوهه، د معاصرې ټکنالوژي څخه د ښې ګټې اخیستنې، له ولس سره د مشارکت او مفاهمت پربنسټ د ولاړو سياستونو او ځيرک قيادت محصول دي.

دغه کار د امريکا متحدينو، په ځانګړي ډول د خليج هېوادونو ته  درانه اقتصادي زيانونه واړول، امنيتي ننګونې زياتې شوې او د هرمز تنګي د کنټرول په اړه د ايران وړتيا بالاخره امریکا له ايران سره د سولې خبرو ته مجبوره کړه. دا هر څه ښيي چې په ايران باندي د امريکا او اسراییلو جګړه له ژور فکر او روښانه پلان پرته پيل شوه. اصلي درس يې دا دی چې هېڅ ډول پوځي برلاسی د ستراتيژي، موخو او کره محاسبو نشتوالی نشي جبرانولای.

داسې ښکاري چې امريکا لا هم د ايران لخوا د لازياتو زيانونو ګاللو په تړاو اندېښنه لري او فکر کوي چې که ايران سره جوړ جاړي نه رسيږي، نو د ځواک زياتول او جګړه نوره هم پراخول به يې بريا ته ورسوي. دغه نوښت هغه څه ته لاره هواروي چې يو ځواکمن هېواد داسې انګيري چې د زيات ځواک کارول به بريا تضمين کړي، خو په پای کې له کمو پايلو سره مخ کېږي. دلته مهم درس دغه دى  چې که روښانه ستراتيژي، هدف او د پايلو په تړاو انځور موجود نه وي، يوازې زيات فشار او ځواک د بريا تضمين نشي ورکولاى.

له متحدينو سره د امريکا ناوړه چلن بله موضوع ده چې د بريا په وړاندې يې خنډونه رامنځته کړل. کله چې امريکا د هرمز تنګي د امنيت لپاره له هغو متحدينو څخه مرسته وغوښته چې مخکې يې ددغې جګړې په تړاو په اعتماد کې نه وو اخيستي، ورباندې نيوکې يې کړې وې او ان ګواښلي يې وو، نتيجتا له  متحدينو څخه هېڅ هېواد هم په جګړه کې د ګډون لپاره چمتو نه شو. اروپايي هېوادونو ټينګار وکړ چې هغوى ډيپلوماسي ته لومړيتوب ورکوي. دغه وضعیت ښيي چې داسې يو اړخيز او جبري سياستونه، چې د ملاتړو هېوادونو اندېښنې له پامه غورځوي، په پای کې د يوازېتوب سبب ګرځي.

د خليج هېوادونو لپاره هم دغې جګړې څخه بايد داسې څه زده کړي وي چې د امريکا لخوا د ورکړل شويو تعهداتو برعکس ددغه هېواد د ملاتړ ژمنې او د امنيتي چتر عملي ارزښت او وړتیا تر پوښتنې لاندې راغلی او امريکا يې امنيت ونشو ساتلاى. هغوى د ايران د غبرګونونو پر وړاندې يوازې پرېښودل شول. سربېره پر دې، د اسرائيلو د ملاتړ په رڼا کې دا هم څرګنده شوه چې د امريکا لومړيتوبونه تل يو شان نه وي. د دې احتمال شته چې روان وضعيت به د هغوى په ستراتيژيکو محاسباتو کې بدلون راولي.

کېدای شي په منځني ختيځ کې د روانې جګړې د ټولو پايلو  روښانه کيدو ته لاهم انتظار وباسو، خو تر اوسه يو حقيقت څرګند دی چې جګړه يوازې د وسلو په زور نه ګټل کېږي او نه هم يوازې په پرديو باندي د بشپړې تکيه، زارۍ او مناجات بريا ته د رسيدو لپاره بسنه کوي، بلکې د عقل، تدبير، مديريت او په ځمکنيو واقعیتونو باندي د ولاړې ستراتيژي دښمن ماتولالى او کمزورى اړخ بريا ته رسولاى شي.

د ترهګري ضد جګړه، که امریکايي پروژه؟

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.