مرثیه

نعمان دوست

29
هغې کونړۍ شهيدې ډاکټرې ته، چې د نورستان د کامدیش ولسوالۍ محرومو خلکو ته په خذمت بوخته وه او د اختر په لومړۍ ورځ، د اوربند با وجود، کور ته په لاره، د تور مخي ګاونډي پوځ په ډزو کې له خپل کوچیني زوی سره شهیده شوه. او بیا په ساعتونو، ساعتونو، په خپله خاوره کې په وينو کې ډنډ پرته وه او د قاتلانو لخوا د جسدونو د انتقال اجازه هم نه ورکول کېده.
—-
کونړۍ ډاکټرې څه شوې؟
ستا د چم خلک بيمار دي
ګوره، درد ځنې زګیروي کا، ګوره تاته انتظار دي
***
کونړۍ ډاکټرې راشه، په لومړي ځل مور کېدل دي
له دردونو چغیدل دي
او د اوښکو بهيدل دي
***
کونړۍ ډاکټرې راشه
یو بېماره خور راغلې
د زړه حال ویلی نشي
ښکته ګوري غلې غلې
***
کونړۍ ډاکټرې څه شوې؟
اوسېدل دې ضرورت و
الوداع دې ډېر سخته
دلته ډېر زيات مجبوریت و
***
څه عجب وحشي دښمن دی، مسيحا مو راته وژني
چې يې خیر رسي وطن ته، خامخا یې راته وژني
***
موږ د داسې ديو په څنګ کې، زندګي لرو ډاکټرې
په هډونو زموږ پايي
سرې کوي، په مونږ منګولې
***
کونړۍ ډاکټرې غم دې، خدایږو دومره زورور دی
ته به وایې چا مات کړی، زموږ زړونو کې خنجر دی
***
بېوسي ده، بې کسي ده، کنه غچ دې په موږ پور دی
چې ترڅو بدل وي پاتې
نعمان وایي، ژوند پېغور دی
نعمان دوست
١٤٠٤/حمل/ ٤
https://af.dawatmedia24.com/?p=183034

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.