غزل

نعمان دوست

25
چې له اوربله دې ګلاب ولویده
زړه مې سینې نه په شتاب ولویده
چې یې میګونې شونډې و ليدې ستا
له ساقي، ډک جام د شراب ولویده
سُر مې د ویر خپله سندره کړله
غېږ نه له درده مې رباب ولویده
نجلۍ شپږم نه شوه فارغه ژاړي
وړو لاسو نه یې کتاب ولویده
ولږې دا درد به دې و نه بخښمه
له ښاپیریو مو حجاب ولویده
پسه، د زړه ارمان دې وایه راته:
چې پر چړې خپله قصاب ولویده
دې جل وهلي ته خو وګوره لږ
له ډېرې تندې په سراب ولویده
د (دوست) غمجن غزل یې ولوستلو
د زنې خال یې پر کتاب ولویده
١٤٠٤

 

ډارن دې یم، خو ژوندی دې یم

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.