کونړ ته مرثیه

محمد نعمان دوست

99
جنت مو ړنګ شو، ورته دې خیال دی
خدایه! دا څنګه عجیبه حال دی
تر خاورو لاندې خاموش پراته دي
نه شور ما شور شته، نه غالمغال دی
***
دلته یو کلی ښایسته ودان و
ژوند که ډېر سخت و، خو خوږ روان و
ډیوې د مینې، هره خوا بلې
ستوري راڼه ول، اسمان روښان و
***
کوڅې وې ډکې له ماشومانو
کلی ښایسته و، په ښو ځوانانو
په شنو پټو کې، سرې لوپټې وې
تازه هوا وه، بوی د ګلانو
***
اوبه ویالو کې په نڅا تللې
مرغۍ هوا کې په ګډا تللې
بزې، غواګانې په شنو پټو کې
په ډېره مينه به څریدلې
***
چې مازیګر به تنور کې اور شو
بوی د غلمینې ډوډۍ به خور شو
د کلا مخه به خوځیدله
د ماشومانو به شور ما شور شو
***
اوس هغه کلی، پروت دی خاموشه
لکه چې لاړ شي، يو څوک له هوشه
څه ویروونکې چوپتیا خوره ده
ساه ده ختلې، له جم او جوشه
***
زلزلې ولې دې داسې وکړل؟
زموږ ښایسته، وړکي دې څه کړل؟
چې په ناز ناز به مست مست روان ول
د خاورو تل ته دې ټول ستانه کړل؟
***
له ژړیدلو سترګو دې ځار شم
له ترهېدلو سترګو دې ځار شم
شپه دې د مړو منځ کې سبا کړه
له ویریدلو سترګو دې ځار شم
***
په داغدار زړه يې يو داغ سېوا شو
لکه ماشوم، پړینګ په ژړا شو
خوب يې له سترګو کډه بار کړې
نعمان ويښ ناست و، چا ويل سبا شو
***
د قیامتونو لویه خاونده
قسم دی ، ژوند مو بیخي بې خونده
شيمه مو نشته، د ازمیښتونو
که مو نور خلاص کړې له هره بنده
محمد نعمان دوست
وږی، ١٢، ١٤٠٤

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.