ټکسیوان مې چې لاس کې موبایل ولیده، را وه یې کتل او بیا یې داسې تحقیق پیل کړ لکه تازه مقرر شوي جنايي آمر ته چې مجرم په لاس ور شي.
ویل یې:
همدا تاسې فیسبوکیانو داسې خوشخبرۍ خپرولې چې موږ فکر کاوه، پټرول به لیتر آن ٣٠ افغانيو ته راښکته سي، خو ٦٢ کې ودریدل.
همدا تاسې ویل چې پر نرخونو هیڅ اثر نسته؛ خو غوړي قیمته شول، اوړه قیمته شول، چرګان قیمته شول او …
شیبه غلی وم، بیا مې ویل:
دې هرڅه کې یو حکمت شته!
بدې بدې یې راوکتلې، خو مخکې له دې چې پوښتنه وکړي، ما توضیحات شروع کړل:
ګوره، تېل که ارزانه شوي وای، د موټرو ګرځیدل به بیخي زیات شوي وو او ور سره به ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې وې.
غوړي، روغتیا ته ښه نه دي، لوړ قیمت به یې خلک په مصرف کې لږ استعمال ته مجبوره کړي.
اوړه، ټوله نشايسته ده، وزن زیاتوي، که ارزانه شوي وای هر چا به ډېره ډوډۍ خوړله او له فقیر ولس سره غټې ګیډې بیخي بدې ښکاري.
د چرګانو قیمتۍ ته هم مه خپه کیږه، دا اوس څه کورني چرګان دي، فارمي چرګان به څه وي او ګټه به یې څه وي. تازه ترکارۍ ته کش ورکړه!
ټکسیوان سخت نارامه شو، له لږ وقفې وروسته یې وویل:
دا نسوار چیښتن مړي ولې قیمته نشول؟
لنډه خندا مې وکړه او بیا مې ویل:
توبه هله له شرابو، چې شراب درته پراته وي!
د نسوارو نرخ که لوړ شوی وای او بیا خلکو پرې ايښي وای، نو ثواب پرې نه مرتب کېده، ځکه دا پريښودل به د مجبوریت له مخې و. چې په ارزانۍ کې پريښودل شي، نو خوند کا.
بدې بدې یې را وکتلې:
ډېر ډارن نه یې؟
شاته سورلۍ هم متوجه شوه. ما ویل استاذه، یو نوی متل درته ووایم؟
ټول ښه ځیر شول او بیا مې ورته ویل:
ډارن دې یم، خو ژوندی دې یم!
له دې سره ټولو وخندل. ژر مې کرایه ورکړه او له ټکسي ښکته شوم.
سوزېدلې میرمن
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.