سوزېدلې میرمن

محمد نعمان دوست

28
د مرغومي شپږمې په مناسبت

سوزېدلې میرمن

هریپور کیمپ کې یو موسم داسې و چې له تېز باران سره به شدید باد هم لګېده. باد به د خیمې پټې پورته کړې، اوبه به راننوتلې او لوښي به د خیمې منځ کې د اوبو پر سرګرځېدل. موږ ماشومان به کټ ته وختلو او لویانو به په کاسو اوبه بیرون شیندلې.
دا په مهاجرت کې زما د کوچینوالي لومړۍ شیبې وې. په دې عمر کې د باد او تالندې له غږه ډېر ویرېدم.
کله چې به په اسمان کې ویرونکي غږونه شروع شول او باد به خیمه اخوا دیخوا کږوله، نو ما به ځان سره ویل: کاشکې مړ وای، له دې ویرې خو به بې غمه وم!
دوه کاله مو دغه شان ویرونکی عمر تېر کړ.
وروسته مو بیا د خټینو خونو جوړولو وس پیدا کړ. د درې اتاقونو نخچه مو جوړه کړه، خو ایله دوه مو وپوښل او بل همداسې بې چته پاتې شو. د دې بې چته خونې شاته زموږ ګاونډیان کوچیان ول. چې کله مو د بې چته خونې دیوالونه بارانونو ونړول،نو کوچیانۍ میرمنې به همداسې لنډې زموږ کورته اوبو وړلو پسې را اوښتې.
زموږ په کور کې څاه وه. پلاستيکي رسۍ باندې به مو د غوړیو په خالي شوې کوتۍ ترې اوبه را ویستلې. په هغه ورځ چې له ښوونځي راغلم،ښه وږی وم.
کتابونه مې انګړ کې پر کټ وغورځول او مخ په خونه روان شوم. درې کوچیانې ناستې وې او مور مې ورته اوښکې تویولې.
د یوې میرمنې پر نیم مخ تور زړوکی را خور و، ما ویل که له ما ستر (پرده) کوي. پښه نیولی شوم؛ خو داسې نه وه، هغې خپل نیم مخ پټ کړی و. سلام مې وکړ. هرې میرمنې په سر ښکل کړم او بیا یې مجلس پیل کړ.
ټولې د همدې میرمنې کیسې ته غوږ وې، هغې خپل سرګذشت بیانوه، د شورویانو کیسې یې کولې او نورو ورته لپې لپې اوښکې تویولې. میرمنې ویل: د قوې(پوځي کتار) اوازه شوه. ټول نارینه نږدې غرونو ته وتښتېدل. موږ میرمنې او ماشومان پاتې شوو.
ځوانو میرمنو زاړه کالي واغوستل، مخونو باندې یې داسې شیان ووهل چې ښایسته ښکاره نشي. له قوې مخکې الوتکې را ورسېدې او بمبار یې شروع کړ، های بسلمانه! په هغه ورځ لکه له اسمانه چې سکروټې وریږي، ډيره بده ورځ وه.
ډیر خواخوږي مو پکې شهیدان شول. سلګیو ونیوله او په بند بند اواز یې وویل: زموږ یوه ماشومه زانګو کې وسوزیده.تور سکور شوه. د میرمنې ستونی ډک شو، تا به ویل خونه کې هیڅوک هم نشته، چوپه چوپتیا وه.کله کله به د سلګیو غږونو سکوت مات کړ.
ټولې ځای په ځای ریږدیدلې، غوني مې ځیګ شول، نږدې و چوپتیا په خپله چیغه ماته کړم. میرمنې بیا سر پورته کړ: خدایه توبه! موږ سمڅه کې ننوتلي وو. سمڅه کې را سره په ټیمانو کې ژېړ غوړي هم وو. په خوارۍ مو ټول کړي وو.
غلي غلي ناست وو او په زړونو کې مو کلمې ویلې. د سمڅې خولې ته د پښو دربهار شو. په خپله ژبه یې غږونه وکړل. موږ ټول وهم پسې اخیستي وو، ونه وتلو. یو دم یې سمڅې ته یو شی راخوشې کړ، ګړز شو، اور بل شو. نور په ځان نه یوو پوه شوي. چیغې شوې. له لمبو ډک ووتلو.
سور مخو راته خندلې او موږ لمبو کې پټ وو. هغې پلو لرې کړ: دا مخ مې هماغه وخت سوزیدلی. هسې په دنیا مو او دانه پاتې وه، کنه… میرمنې، له پیالې ګوټ وکړ.
سترګې یې په ما ګنډلې پاتې شوې او بیا یې راته ګوته ونیوله، خو شونډې یې نه بیرته کېدې. لاس یې هماغه شان رپیده، یو دم یې په چیغه وویل: په دغه منګ ورور مې سره لمبه شو. سکور شو!
له دې سره چیغې شوې، داسې چیغې چې د خونې دیوالونه یې خوځول. ما ویل که بیا باد اوباران دی او خیمه جړقوي، په منډه ووتم.
محمد نعمان دوست، جلال اباد
١٣٩٧ ه.ش
https://af.dawatmedia24.com/?p=177688

 

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.