د مجبوریت او جبر بدرنګه کیسې

نعمان دوست

38
پېښور کې بيا کوم بریتور، یو مظلوم خواجه سرا (نر ښځی) ویشتلی او وژلی یې دی.
له دې ذات سره، سره له دې چې د نورو انسانانو په څېر د خپل جنس په ټاکلو کې هیڅ د انتخاب حق نلري؛ سخت زیاتی روان دی.
دا زیاتی، د هغوی له خپلو کورونو شروع کېږې او بیا همداسې ټولنه کې دوام پیدا کوي.
مثلا:
مور و پلار يې د اولاد په حیث نه ګڼي، وروڼه خویندې یې نه قبلوي، زیږدا یې د خپل شان بې عزتي ګڼي. له کوره یې شړي او بیا یې د هؤس د وږو لیوانو تورو پنجو ته حواله کوي.
بیا همدا رټل شوی او شړل شوی، د ګناه او فحاشۍ مرجع ګڼي او قتل ته یې پلمې لټوي
؛خو هيڅوک دا فکر نکوي، چې دوی د فحاشۍ ګندګۍ ته څوک ټېله کوي؟
ښه، دا یې فاحشه، دا یې د ګناه صندوقچه، خو اوس دا پوښتنه ولې نه کېږي چې د دې فاحشې مشتریان څوک دي؟ څوک يې مراجعین دي؟ څوک يې د فحشا خریداران دي؟ …
هغوی ولې معاف دي؟ ولې ترې نفرت نه کېږي؟
کاش،
اخوا واعظانو، مدني فعالانو، د قانون حاميانو او نورو صاحب رسوخ خلکو په ټول جدیت دا ذهنیت عام کړی وای چې دا درېیم جنس هم د ستر ذات د قدرت نښه ده. دا د هغوی خپل انتخاب نه دی. فلهذا، کورنيو ته يې باید دا شعور ورکړی وای چې دوی هم خپل اولادونه وګڼي، له شړلو یې ډډه وکړي او په لوی لاس یې د هؤس د تورو بلاو اذوقه و نه ګرځوي..
هغوی دې پرېښودل شي چې خپلو کورنیو او ټولنو کې د نورو انسانانو په څېر د عزت ژوند ولري.
هغوی ته دې اجازه ورکړل شي چې د نورو وګړو غوندې د ټولنې د فعالو او خير رسانه غړو په توګه ژوند وکړي.
پوهېږئ!؟
د دې هر ارایش شوي مخ شاته، په سلګونو د مجبوریت او جبر بدرنګه کیسې پرتې دي.

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.