فلشمن له یادښتونو څخه/ ۸

همایون دوست

59

فلشمن له یادښتونو څخه

اتم لړ

فلشمن:- تاسو څنګه د استرلیا په مورد پوښتنه وکړه؟
(هغه یو غمګین زګروی له تالو راوویست، بیا یې وویل چې)
– ښاغلې فلشمن موږ متل لرو، اوبه څه یو ګز د سر نه واوړي او څه لس ګزه دواړه یو شې دی. …
له دی نه ورسته هغه خپله ټوله پاملرنه داسې موضعاتو ته لکه: په هند کې د ژمي په مهال د بریتانوي سرتیرو د بسیج کولو سرعت او چټکتیا په څیر سوالونو ته متمرکز کړه او لیدنې ام له ما سره کابو ورځنۍ شوې او هر وار به چې زما د لیدو په پلمه راغی د تل په څیر به یې د مهربانۍ او شفقت په مؤادبانه چلند سره، په دې تړاو پوښتنې او مشورې راسره کولي او ما ام د یو اسیر افسر په موقف کې، چې د خپلې خوشې کیدو پوښتنې د تکرارولو او هغه د ګونګ او مبهم ځواب له اوریدلو نه ستړی شوم، لاکن په دې اړه خپل ټول معلومات وخت په وخت ورسره شریک کړل….
البته چې زه د ډیرو مسایلو په اړه د ایسارت له قید نه پس د مکینزي، لارنس او نورو عیني شاهدانو له خولي نه خبر شوم چې، زما د ایسارت په وخت په کابل کې څه تیر شول… او د هغوې کیسو په اساس سیاستوال مکناټن له یوې خوا ګومان کاوه چې په مخالف لوري کې سر او کار د غیر محاربو، یاني د عادی دوکاندارانو او نورو ښاري کسبکارانو سره دی چې سړه وسله لا سمه نه شي کارولي او د هغوی بې نظمه ناکرارۍ یې چندان جدي نه ګڼله او له بلې خوا، د قوم او د مذهب په بنیاد د نفاق په نامه د بيلتون او کرکې کوم تخم چې ده، د افغانانو تر منځ پاشلې ؤ، د هغې په دوړو او ګردونو کې، ده ان د خپلو زره بینې عینکو د زره بین تر شا نه شو کولای، چې په افغانستان کې داسې شخصیت یا مشر وګوري چې افغان پرګنې دې په یو موټي شي، پداسې حال چې په خوا کې یې نیږدي په همدغو معیارنو برابر صفاتو سره اکبر خان له خپل کور نه ټولې سیاسي پیښې نه یواځې په غور سره څارلي، بلکې هغه زموږ په وړاندې ټول نظامي حرکتونه تنظیم او رهبري کول، هو اکبرخان د کابل د لوی پاڅون د ورځې نه یو ورځ مخکې د سلګونو افغان محارب سرتیرو په ملتیا کابل ښار ته ننوت او په لومړي ګام کې د کابل ښار بریتانوي واکدار برنز، د خپل ګڼشمیر پرسونل سره یوی ځای په خپل استوګنځي کې سټ کړ. پخپله د برنز تکیه کلام ؤ چې، د استخباراتو پرته پوځ ړوند، کوڼ او ګونګ وی او هغه د مرګ سره همدم، کله چې اکبرخان د بې بې مهرو غونډۍ چې دواړه خوا ته برخه لیک ټاکونکي حیاتي ستراتیژیک ارزښت لرود تر خپل کنترول لاندې راوستله، نو برنز د خبرې ریښتیاوالي ام ورسره جوت شو چې پوځ د ګوزڼ په رنځ اخته شوی او فلج کیږي.
د بې بې مهرو
د ۱۸۴۱ کال د نومبر په۱۳مه، له چوڼۍ نه اضافه د دوه زرو پیاده او سوار ځواکونو، د بې بې مهرو په غونډۍ باندې دروند خونړی یرغل وکړ. چې پایله کې د متخاصم لوري په ماهرانه دفاغ او جزایلو (چقمقي توپکو) په منظمو ځوابي ډزو د ګڼو تلفاتو سره مخ شول، ورپسې جنرال الفنسټن په خپل ټول قوت سره، د دوی په حمایه د جګړن «سوین» په قومنده، ۱۲۰۰ پیاده، ۴۰۰ سپاره او توپچې بلوک تقویه کړ، په دې یرغل کې افغانانو د توپ په دقیقو انداختونو کې، پخپله سوین نه د زنګانه لاندې یوه پښه غوڅه او نور چا چې د پورته ختلو ګام پورته کاوه، هغوې د اکبرخان د سوارو ځواکونو د متقابل ځوابي بریدونو په فشار، زخمي یا روغ واپس چوڼۍ ته پناه یوړه.
دغې درندې خونړۍ محاربې نه یوازې په کلای شریف کې، د بریتانوی ځواکونو لاسونه د خوراکي توکو، صحي درملو او نورو اولیه ضروریاتو د ذخیره شوو زیرمو څخه لنډ کړل، بلکې د پوځ مغلوب شوی جنرال الفنسټن په کټ کې پریوت او هر سهار، غرمه او ماښام به د ده سرته دوه، دوه قاریانو د انجیل شریف درې، درې ایتونه په صراحت سره، د اسماني مرستې په تمه، د ده په غوږونو کې قرأت کول، … همدا شان د ټیټ رتبه پوځیانو جنګي روحیه ووژل شوه…

فلشمن له یادښتونو څخه/ ۷

 

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.