د کتاب له متن څخه
څرنګه چي داکتاب د اردو ژبې لوی اودځانګړي سبک خاوند کیسه لیکوال، فلمي سناریو لیکونکی، ژورنالېست او ژباړن سعادت حسن منټو لیکلی، او خپلي مورنۍ ژبې پښتو ته ښاغلي ژباړن منتشر شاهي ژباړلی.
د اردو ژبې لوی او دځانګړي سبک خاوند کیسه لیکوال، فلمي سناریو لیکونکی، ژورنالېست او ژباړن سعادت حسن منټو په یاد کتاب کې چي دلنډو کیسو یو داستان ده. یولړ داسي موهیمو، دعبرت، پند او سبک څخه ډکې کیسې موږته اورولې چي دارښتیاهم زموږ په ژوند، حالاتو کي هغه پټ احساسات ښه یې چي موږ یې برداشه وو او په ژوندکي یې هم وینو اوهم یې اورو.
د سعادت حسن منټو هنر
سعادت حسن منټو داردو یواځنی لوی کیسه لیکوال دی، چې لیکنې یې نن هم په ډیره مینه او لېوالتیا لوستل کیږي.
دی دیوه ځانګړي سبک څښتن لیکوال و، چې کیسې، کالمونه، لیکنې او ادبې انځورونه یې په اردو آدب کې بې ساري دي. منټو په خپلو کیسو سره اردو لنډه کیسه پر یوه نوې لاره روانه کړه. ده پخپله ویلي وو :
” زه کیسه نه لیکم، کیسه ما لیکلي “.
پخپله دمنټو ژوند هم دنېستۍ، انساني مبارزو، ناروغیو او بې قدرۍ یوه تراژیدیکه کیسه وه، چې په اردو لنډه کیسه کې بیان شوه. منټو په لیدلې او پېژندلې نړۍ کې دننه یوه بله داسي نړۍ رابرسیره کړه، چې خلګو دپام وړ نه بلله… دا د لارورکو نړۍ وه، چې له دودیز اخلاقي نظام نه بېل شوي او دخپلې جوړې کړې نړۍ پرلارو روان وو . په دوی کې ښه خلګ هم وو اوبد هم.
دغه خلګ دمنټو دکیسو موضوعات وو.
ښځه هم دسعادت حسن منټو دلیکنو مهمه موضوع وه.
ده دښځو په ځانګړي ډول دبدلمنو ښځو دژوندانه د بېلابېلو اړخونو، ښېګڼو، بدګڼو، ستونزو د دوی د احساساتو او د دوی پر وړاندې د سړیو او ټولنې دچلن په اړه ډېرې جالبې کیسې لیکلې دي.
د ده په لیکنو او کیسو کې دښځې بېوسي اود سړي بې حسي او بې رحمي له ورایه ځلیږي.
منټو به تل دا ویل، چې زه د ټولنې پټې او دپردې تر شا ګناهونو رالوڅوم، چې داکار دټولنې دله ځانه جوړو خدایانو دغوسې لامل ګرځي. زه به هغې ټولنې ته څه پرتوګ وګنډم، چې هغه لاله وړاندې لوڅه ولاړه ده.
ګنډل زما کارنه دی، دا دخیاطانو دی. زه لیکوال یم. زما کار رالوڅول دي، نه پټول. که زما لیکنې مردارې او لوڅې وي، نو ستاسې ټولنه هم لوڅه ده، ځکه زما لیکنې دهمدغې ټولنې کیسې کوي.
منټو باندې تور پورې کېږي چې د ده کیسې له قباحت او فحش نه ډکې دي خو دی یې نه مني وایي چې زه یوازې یو افسانه نګاریم.
“که مونږ د معبدونو او جوماتونو په اړه لیکل کوو نو د هغو فاحشه خانو په اړه یې ولې ونه کړو چې زیارت کوونکي یې له معبدونو او جوماتونو له راوتلو وروسته هلته ځي”.
منټو لنډې کېسي دټولنې هغه پرده لېري کوي چي ټولنه دبد لمني پرلور بیایې او ځوانانو، ښځو او سړیو ته د هغوۍ وجدان ورښي.
چې دا رښتیا هم هغه څه ته اشاره ده چي موږ ورڅخه ناخبره یو او موږ ته له ورایه ښکاري چي موږ په ژوند کي حتماً ورسره مخ کیږو، دمنټو کېسي د یو انسان، یوې ټولني پر اصلاح ولاړې کېسي دي چې اکثره له پند، عبرت او اصلاح څخه منشاء اخلي.
ترڅو زموږ راتلونکو نسلونو ته یو پیغام د کېسي په ډول پاته سي او هر انسان له غلطیو څخه ځان وژغوري.
سعادت حسن منټو د همدې کېسو، هنر په لیکلو ترزندانه پوري تللی ځکه په ده باندي تور پوري کیږي چې د ده کېسي فاحش او دخلګو دعزت سپکاوی ده، خو حقیقت بل ډول ده ځکه سعادت حسن منټو خپله وایې “مونږ د معبدونو او جوماتونو په اړه لیکل کوو نو د هغو فاحشه خانو په اړه یې ولې ونه کړو چې زیارت کوونکي یې له معبدونو او جوماتونو له راوتلو وروسته هلته ځي”.
بل ځای وایې: “که تاسو دغه افسانې نه شئ زغملی، نو د دې معنا دا ده، چې تاسې زمانه نشئ زغملی. زه به دهغه تهذیب، تمدن او ټولنې څه لمن پر سر ور اړوم، چې هغه لاله وړاندې بربنډه ده…..!! زه ورته دپرتوګ ګنډلو هڅه هم نه کوم، ځکه دا زما نه، دخیاطانو کار دی……”.
منټو لنډې کېسي هغه ټولنه موږ ته ښي په کومه کې چي بې حیاء، دبدلمنو ښځو پایلي، او دانسانانو بې حېسي او ناوړه کارونه دهغو بدلمنیو او ناروا کړنو بدې پایلي موږ ته دکېسي په ډول ښي.
هسي خوهم دښاغلي منټو ټولي کېسي له پند، عبرت او سبک څخه منشاء اخلي، خو په یاد کتاب کې ځینې چي زما ډېرې خوښي سوې دي هغه دادي:
لایسنس
سرې لاړې
سړه غوښه
تش بوتل ډک زړه
ممد لالا
شنډ
نوی قانون
درې نیمې آنې
لوڅ غږونه
منټو دمتحده هندوستان د نیمې وچې په داسې یوه ټولنه کې پیدا او رالوی شو، چې بې شمېره ژبې، کلتورونه، مذهبونه، رنګونه، توکمونه او ډلې، ټپلې پکې وې او په عین حال کې دانګرېز تر واک لاندې وو. په دې ټولنه کې مذهبي کړکېچونه، شخړې، ټولنیزې ناخوالې، اخلاقي کمزورۍ، د دین په نامه سوداګرۍ، جنسي کاروبارونه، دښځو او کارګرې طبقې زبېښاک او نورې ګڼې ستونزې وې، چې دې ټولو دمنټو پر شخصیت او هنر ژورې اغېزې وکړې او په پای کې د ده قلم له نورو ټولو ګوښه او بېل راوخوت. دی په خپلو لیکنو کې تر وروستۍ کچې بې پروا، زړور او اغېزناک او ټولنې ته یې دهغې څیره دخپلو لیکنو او کیسو په هندارو کې وربرېښوله. ده چې کله دټولنیزې بې عدالتۍ، ظلم او انساني احساساتو پرموضوعاتو قلم راپورته کړ، نو شهکارونه یې ولیکل. د منټو ګناه یواځې داوه، چې انسان ته یې دهغه اصلي څېره ورښودل وغوښتل. د دغه جرم په بدل کې محاکمه هم شو او فحش لیکونکی هم وبلل شو . ده ټول عمر دنورو په غم کې تېر کړ، ځکه یې نو خپل ژوند تر پایه هوسا نشو.
دمنټو قلم په ځانګړي ډول د اروایي شننې( کیسې یې) یاذهني هیجانونو او دانساني فطرت درنګارنګیو یوه داسې انځوروونکې بېلګه وه، چې دی یې د شهرت ترڅنګ تر سپکاوي او رسوایۍ هم ورساوه.
“که تاسو دغه افسانې نه شئ زغملی، نو د دې معنا دا ده، چې تاسې زمانه نشئ زغملی. زه به دهغه تهذیب، تمدن او ټولنې څه لمن پر سر ور اړوم، چې هغه لاله وړاندې بربنډه ده…..!! زه ورته دپرتوګ ګنډلو هڅه هم نه کوم، ځکه دا زما نه، دخیاطانو کار دی……”.
سعادت حسن منټو
ليکوال: سعادت حسن منټو
ژباړن: منتشر شاهي
خپروندویه: سروش کتابپلورنځی
نصرت الله نصرت
زابل افغانستان
تاریخ : 2026/1/24
مصنوعي ځیرکتیا
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.