غمیزه څرنګه له منځه تلای شي؟
له آمو تر اباسینه، یو هیواد یوملت
لیکوال: پوهنوال ډاکټر عبدالرشید جلیلي
څرنګه چي داکتاب ښاغلي عبدالرشید جلیلي لیکلی او په 2016م کال اسد دانش مطبعه ــ چاپ کړی نو ښاغلي یولړ موهمو موضوعاتو ته کتنه کړي چي د افغانستان د جنګونو، وحشتونو زورواکو، او د افغانانو دبي اتفاقۍ یولړ لاملونه یې موږ ته روښانه کړي.د افغانستان په جنګ او دافغانانو دتباهۍ اصلي عامیلین انګریزان، روسان، امریکایان ځبرځواک هیوادونه او نور غلام پرسته هیوادونه ناټوــ پاکستان ــ ایران بولي او ځبرځواک دا رښتیاهم هغه مملکتونه دي چي له ډیره پخوا راهیسي یې په ځینو بیوزلو اوکمزورو هیوادونو کي خپل سیاسي ، فکري، زورواک تجارت پرمخ بوولۍ او بیایه یې ترڅو په خپلو دسیسو او ناوړه جنګي، فکري سیاسي پالیسۍ یولړ هیوادونه تر خپل ځواک کنټرول لاندي راولي چي دهغو له جملو څخه یولړ افغانان یا افغانستان ده چي دغو هیوادونو تر ننه پوري یې خپل چټل نویسه مکاره دوسیسي، پر لاره اچولي وي تر څو افغانستان د خپل تجارت برخه وګرځوي او خپل نفس زیات کړي چي لیکوال خپله ورته ډیره ښه توجو کړي ددوئ دسیسو او تبصیرو ته.
انګریزان(برتانیا) چي له ډیره وخته یې غوښتل په نړۍ کي خپل کفري سیاست او پرټوله نړۍ خپل واک وچلوي د زور او فریب، فکر له لاري یې ډیرۍ هیوادونه تر خپل واک لاندي راوستل چي ښه مثال یې اوسنئ هندوستان ده خو د انګریزانو غټه غلطي داوه چي پر افغانستان یې یرغل وکړ ځکه دوئ یې د نړۍ له سیالي ویستل. لیکوال د انګریزانو حال ، وحشتونه ظلمونه ډیرښه واضح کړي. څرنګه چي افغانستان یو اسلامي هیواد ده او خلګ یې مسلمانان او پر دین ژبي مین خلګ دي نو هغه هیوادونه چي د اسلام له مبارک دین سره مخالفت کوي هم نه غواړي چي اسلام دي پرمختګ وکړي ډیر لاملونه وو یادونه یې بشپړ کتاب ته اړتیا لري نو د افغانستان دښمن بریتانیا ( انګریزان) نه یوازي په افغانستان کي سپین ږیري، ځوانان، ماشومان ښځي په شهادت ورسولي بلکي زموږ دین ملت فرهنګ تي درانه نه هیریدونکي زیانونه واړول چي دهغو له جملو څخه د ډیورنډ کرښه له افغانستان څخه انګریزانو د زور له لاري ونه سوای کولای چي افغانستان ونیسي نویې د فکر د لاري او په افغانستان کي د ځینو پریدیپالو کسانو څخه استفاده وکړه او تړونونه یې په لاسلیک کړل لکه شاشجاع امیر عبدالرحمان خان…. .
د افغانستان د جنګ او په افغانستان کي د ظلمونو وحشتونو بل سترځبرځواک هیواد روسیه ده چي په میلیونونه افغانان یې په شهادت ورسول کله چي روسانو هم د زور له لاري نسوای کولای افغانستان
ونیسي نو یې ستره ماته د افغانانو له لاسه وخوړه نویې د فکر څخه کار واخیست او یو شمیرګوډاګیان یې مثلت کړل چي دهغو له جملو څخه یو ببرک کارمل وو او نور .. ببرک کارمل د KGB غړئ وو او د افغانانو سره یې ستر خیانت وکړ خو یو څه چي په دي کتاب کي دي هغه د لیکوال لخوا د حفیظ الله امین په هلکه دي چي لیکوال وایې چي ده غوښتل له امو تر اباسینه افغانان سره یو کړي خو روسانو دي ته پري نښود نور به تاسو خپله شواهید ووینئ چي کتاب خپله ولولئ!. بل اړینه موضوع داده چي دافغانستان ستر غټ دښمن او داسلام ستره مخالفه امریکا او ملګري یې ناټو دي چي له روسي وروسته یې سمدلاسه په 2001 م کال پر افغانستان یرغل وکړ چي شل کاله یې افغانستان له یو تورتم سره مخامخ کړ او زیات څو میلونه کسان ددغه شل کلن جنګ قربانیان سول او د امریکا لاس پوڅئ حکومت هم په دغه قربانیو کي شریک وو چي وروسته دامریکا ځبرځواک هم له ماتي سره مخ سو او په افغانستان کي یې ستره ماته وخوړه. اوس یې هم پر پښتون د تروریسټ نوم لګولی او د پنجاب سره یوځای غواړي مظلمو افغاناتو ته دسیسه جوړه کړي چي د ډیورنډ لاین هغي غاړي ته خپل وحشتونه کوي. ددي کتاب چي ښاغلي پوهنوال عبدالرشید جلیلي لیکلی ګټي دادي چي نوی نسل نوي ځوانان به دافغانستان سره د نه هیردونکي ظلم، خپل ښکاره او پټ دښمنان او دافغانانو یوالی بری پیژني چي څرنګه له آمو تر اباسینه افغانان سره یو کیدلای سي. یعنې کوم موضوعات چې تاسو وینۍ داټول له دي سیاسي کتاب سره سمون لري او که تاسو کتاب ولولئ نو پوه به سئ چي کتاب هم له داسي موضوعاتو څخه عبارت ده کوم چي دلته ما دیوې لنډي مقالي په څیر د سرټکې تاسوته ښودلې دي
نصرت الله نصرت
کابل افغانستان: 2025/12/20
خبري وکړه، چي ګټونکی شې
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.