د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د چین تطبیقي تګلاره

لیکوال: م. رامین منصوري -تحلیلي ژباړه: ن، و څپاند

56

یوه امنیتي–سیاسي تحلیلي څېړنه (کارنیګي انډومنټ)

څانګه: سکرتریت/ د افغانانو د تفکر اتاق
کلیدي کلمې: چین، افغانستان، طالبان، تطبیقي سیاست، سیمه‌ییز امنیت، د یو کمربند او یوې لار نوښت؛

لنډیز:
د ۲۰۲۱م کال له اګست وروسته، افغانستان د طالبانو تر بشپړ کنټرول لاندې راغی، د سیمې او نړۍ لپاره یې نوې سیاسي او امنیتي معادلې وزېږولې. د چین ولسي جمهوریت د هغو محدودو قدرتونو له ډلې و چې پرته له ځنډه یې خپل سیاست له نوي واقعیت سره عیار کړ. دا مقاله د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د چین تطبیقي تګلاره څېړي او استدلال کوي چې د بیجینګ سیاست نه د ایډیالوژیکې همغږۍ پر بنسټ ولاړ دی او نه هم د اقتصادي پراختیا پر پراخو ژمنو، بلکې د امنیتي واقع‌بینۍ، محدود اقتصادي ښکېلتیا او سیاسي احتیاط پر اساس تنظیم شوی دی. مقاله ښيي چې چین د طالبانو د رسمیت پېژندنې پر ځای، د عملي تعامل تګلاره غوره کړې، څو هم خپل حقوقي انعطاف وساتي او هم د طالبانو له واکمنۍ سره اړیکې عادي کړي. په پای کې، څېړنه دې پایلې ته رسي چې د چین حضور په افغانستان کې فعال اما محدود، تطبیقي خو محتاط، امنیت‌محوره او لاسوهونکی نه دی.
۱. د سریزې په توګه؛
د متحده ایالاتو له پوځي وتلو څخه وروسته، افغانستان یو ځل بیا د نړیوال سیاست په مرکز کې راڅرګند شو. د طالبانو چټک واکمن کېدل نه یوازې د کورني سیاست بدلون و، بلکې د سیمې د قدرتونو لپاره یې د بیا ارزونې اړتیا رامنځته کړه. چین، چې تېرو دوو لسیزو پر مهال یې افغانستان ته تر ډېره د ثانوي امنیتي مسألې په سترګه کتل، اړ شو څو د نوې سیاسي واقعیت پر بنسټ خپل سیاست بیا تعریف کړي.
دا مقاله د دې پوښتنې ځواب لټوي چې: چین څه ډول او ولې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې خپله تګلاره تطبیقي کړه؟ او دا تګلاره د سیمې د امنیتي معادلو لپاره څه معنا لرلی شي؟
۲. تیوریکي چوکاټ: تطبیقي بهرنی سیاست؛
د افغانستان اړوند د چین سیاست د «تطبیقي بهرني سیاست» په چوکاټ کې درک کېدای شي. دا نظریه پر دې ولاړه ده چې دولتونه د ایډیالوژیکو اصولو پر ځای، له متغیرو محلي واقعیتونو سره سم خپل سیاستونه عیاروي. په دې چوکاټ کې، مشروعیت، ارزښتونه او حتی رسمي پېژندنه ثانوي حیثیت لري، حال دا چې امنیت، ثبات او ستراتیژیکې ګټې لومړیتوب مومي.
۳. په افغانستان کې د چین امنیتي محاسبات؛
د چین لپاره افغانستان تر هر څه وړاندې د امنیتي اندېښنو سرچینه ده. بیجینګ باور لري چې د افغانستان بې‌ثباتي کولی شي د اویغوري وسله‌والو ډلو لپاره د فعالیت زمینه برابره کړي. له همدې امله، د چین اصلي غوښتنه له طالبانو دا ده چې افغان خاوره د چین پر ضد ونه کارول شي.
په همدې اساس، چین له طالبانو سره مستقیم تعامل غوره کړی، څو دا ډاډ ترلاسه کړي چې امنیتي ګواښونه مهار کېږي. دا تعامل د فشار، امتیاز، او اقتصادي هڅونې ترمنځ متوازن ترکیب دی.
۴. دیپلوماتیک تعامل او په رسمیت پېژندنه:
چین د طالبانو په رسمیت پېژندنه نه ده اعلان کړې، خو د سفیرانو تبادله، کابل کې د سفارت فعال ساتل، او د طالبانو د استازو منل د عملي پېژندنې څرګند مثالونه دي. دا تګلاره چین ته اجازه ورکوي چې له یوې خوا له نړیوال فشار څخه ځان وساتي او له بلې خوا له طالبانو سره اغېزمن تعامل ولري.
په څو اړخیزه کچه، چین طالبان د سیمې په خبرو اترو کې شامل کړل، چې دا کار د طالبانو نړیوالې انزوا د ماتولو په لور مهم ګام بلل کېږي.
۵. اقتصادي ښکېلتیا: محدودیت او انعطاف؛
د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د چین اقتصادي سیاست له احتیاطه ډک دی. د سترو دولتي شرکتونو پر ځای چین کوچني او سیمه‌ییز شرکتونه کاروي او پانګونې په لنډمهالو پړاوونو وېشي. دا تګلاره چین ته اجازه ورکوي چې د سیاسي بدلونونو په وړاندې خپل خطر مدیریت کړي.
د عینک مسو او آمو سیند پروژې ښيي چې چین اقتصاد د سیاسي نفوذ د وسیلې په توګه کاروي، نه د اقتصادي ګټې د اصلي سرچینې په توګه.
۶. بشري مرستې او نرم ځواک؛
د چین بشري مرستې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې سیاسي بُعد هم لري. د مرستو جغرافیایي تمرکز ښيي چې چین هڅه کوي د طالبانو د واکمنو داخلي شبکو سره اړیکې پیاوړې کړي. دا چاره د «نرم ځواک» د تطبیقي کارونې یوه بېلګه ده.
۷. بحث؛
د چین تګلاره ښيي چې بیجینګ افغانستان ته د ایډیالوژیک شریک پر ځای، د امنیتي متغیر په توګه ګوري. چین نه غواړي د امریکا ځای ناستی شي، نه پوځي مسوولیت پر غاړه واخلي، او نه هم د افغانستان د کورنیو شخړو برخه وګرځي. دا سیاست د «فعاله بې‌طرفۍ» بڼه لري.
۸. پایله:
دا څېړنه استدلال کوي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د چین سیاست تطبیقي، امنیت‌محوره او محتاط دی. چین هڅه کوي خپل ستراتیژیک امنیت خوندي کړي، په عین حال کې له ژورې ښکېلتیا او نړیوال ټکر څخه ځان وساتي. له همدې امله، د چین حضور نه د پراخې اقتصادي پراختیا پروژه ده او نه هم د ایډیالوژیک نفوذ هڅه، بلکې د خطر د مدیریت یوه بڼه ده.

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.