بې‌روحه(لنډه کيسه)

ليکواله: فرزانه زيار

33

ورو ورو مې قدمونه واخيستل، خو بیا مې هم د جګو څپليو ټک‌ټک اوريدل کيده، ورغلم، په خالي څوکۍ کيناستم، تر څنګه مې په تور حجاب کې يوه نجلۍ ناسته وه، ډيره ويريدلې ښکاريده، په رنګ سپينه وه خو د مخ تورو لکو يي سپين رنګ هم تور کړی وۀ،
دې په لاسونو خپل نوکان شکول، کله به چې د‌لاس زور پرې ونه رسيدۀ بیا به يي نوک خولې ته ويووړ
خپل نوک به يي په غاښ قطع کړ بیا به يي وخوړه،
دنوکانو شاوخوا‌ ګوتې يي ټولې زخمي‌زخمي وې،
زۀ يي دې کار ته حيرانه شوم چې دا نو ولې خپل نوکان خوري، ګوتې يي بې حده ډېرې بدې ښکاريدې حتا کله به مې کرکه ترې وشوه،
داسې ښکاريدل چې دوی ډير انتظار کړی ده، يا به بيرته کورته تګ ته ورخطا وۀ ، د نجلۍ تر څنګه يوه ښځه ناسته وه ناسته وه، زيړه چادري يي پر سر وه،
نجلۍ ته یی مخ ورواړاوۀ،
وږمې‌لورې، زه به بيرون يو چانه پوښتنه وکړم،
چې دا نوبت څښتن‌مړی مو څه وخت رسيږي، نور خو په کيناستو وراستۀ شوو،
بل که ناوخته کړو خو بیا به ټوله شپه ها بل مصيبت راته ډونګيږي او غوريږي،خو ښۀ يي خوی درته معلوم ده، چې پلار نۀ ده سورشوروی ده،شوروی!
نجلۍ مور د هو په پلمه سر وښوراوۀ، ښۀ يي پسې کتل چې لۀ دروازې ووتله، دې غاړه کې لاس کړ،
ښه شيبه مې ورته کتل له غاړې يي يو عکس راوايستۀ، مخ ته يي نږدې کړ ورته يي کتل او له سترګو يي اوښکې روانې وې،
زما هم ورته تلوسه شوه،چې دا به څۀ وي چې نجلۍ داسې پۀ ځير ځير ورګوري اوښکې يي بهيږي،
لږ مې سر وروړاندې کړ،سم مې ونۀ ليدۀ خو د يوه تقريبا مشر سړي عکس ښکاريدۀ،
فکرونو پسې واخيستم، نو دا به څوک وي
کوم شهيد شوی ورور، ميړۀ ، پلار …
ورپسې يي عکس ښکل کړ،بیا يي زړۀ ته نږدې په سينه کلک ونيوۀ،دواړه لاسونه يي له سيمې راچارپير کړل، يو ځل يي بیا عکس ښکل کړ، بيرته يي لاس غاړې کې ننه کړ، چې مور‌ يي راننوته،
ځان سره غوريدله،ميراث دې شي چې يو خو مريضان نۀ خلاصيږي، لکه ټول افغانستان چې د‌عصابو په مرض ککړ وي،
لور- ولې لمبر مو شاته ده؟
مور_ واي، همدا مريض چې راووځي بیا ستاسو نوبت ده، خو دا دې نو اوس خدای راباسي.
نجلۍ ښه شيبه خپلو پښو ته‌ کتل، پلاستيکي تورې څپلکې يي په پښو وې، چې سم يي د‌ لاسو نوکانو ته لاس وروړ،
لۀ بيرونه غږ راغی، مريض شماره دهم،
نجلۍ او مور يي جوختې ودريدې،
د‌نجلۍ مور: ما هستيم
نرسه: بروين پيش داکتر نوبت تان است .
د نجلۍ مور او نجلۍ دواړه روانې شوې، خو مور يي بيرته نرسې راوګرځوله، واي« برو برو چه خانه خاله خو نيست، که تمام تام يکجای ګروهي ميروين، خو داکتر روانشناس است، فقط مريض اجازه داره پيش داکتر برود‌.
د وږمې مور ځان سره وغوريده، بيرته راغله په خپلې څوکۍ کيناسته،څو شيبې غلې وه، بیا يي مخ راواړاوه، په ګډه وډه فارسي يي راته ويل:
دخترم تو هم پيش روانشناس آمدي؟
شکر پښتنه يم خاله جانې، پښتو راسړه ووايه،
نه، زۀ شکر روغه يم، ورور سره مې راغلې يم، دې وختونو کې بيخي بل رقم شوی وو،رواني غوندې شوی کور کې جنګونه ډير کوي، ځان ته ډیر وخت ضرر رسوي، بیا ددې ډاکټر آدرس چا راکړ، چې ښه درملنه کوي، که خدای وکړي چې ورسره جوړ شي هغه هلته د سړيو بخش کې ناست دی،
ښه ښه،
امممممممممم،
_ خاله‌جانې يوه خبر وکړم نۀ خپه کيږئ ؟
_ څنګه خبر نه نه، وايه کنه،
_ هغه نجلۍ مو لور ده ؟
_ هو‌ بدبخته،
_ نو ولې يي نوکان ټول ژوبل وه؟
_ خدای دې مرګ ورکا،بس خپله ټوله ورځ لګيا وي خپل نوکان شکوي،بیا يي خوري،،،
دا خو يي لا بلا پسې، خو يو ځل ډډه راواوړي په حال د‌ دنيا نه وي خبره،
زه هم د خدای دربار ته حيرانه پاتې يم چی څه وکړم د دنيا ډاکټران او ملايان مې پرې ستړي کړۀ،
خو ورکه خدای دې د چا نااهله سړي سره سر نه کوي
ټول يي د پلار له لاسه.
_ امممممم، خاله ولې پلار يي ؟؟
_ ورکه زويه، زړونه مو خوړين دي، چې پيدا يم ښه ورځ مې نه ده ليدلې،
خدای د‌لا د ښځې تخم ورک کا،
چې هر ځای به خپلې ديدنۍ ويني،
ما يي خبر ورپريک کړه، نو پلار يي ولې ؟
پلار خو ډير مهربانه وي،
_ دده د ورميږ مات شي، خو چرسي بلا ده،
دی په پلارتوب څۀ خبر ده،
بیا نګبت انسان ته خدای لورګانې ډیرې ورکوي،
دې خوارې لور مې داسې ديدنۍ وليدې چې د غرو زغزغې به نۀ وي ليدلي،
– څنګه، ولې؟؟
مور يي کيسه داسې پيل کړه : «ورکه زويه، اته کلنه وه، چې پلار يي قيمار بايلاوۀ، ډيرې نه وې يو څلويښت زره روپۍ وې، خو هغه زوی مړي دواړه پښې په يوه موزه کې کړې چې ژر زما پيسې راکړئ خو ورکه سبا هم دروازه راډبوه،بیګاه هم دروازه راډبوه، په کراره يي نۀ پريښودو، سړي سره مې پيسې نۀ وې، آخر يي په نجلۍ سترګې سرې کړې همدا خپله لس کلنه لور يي همغه خپل د چرسو او قيماربازۍ اڼډيوال ته ورکړه،
چې هر څه مې چيغې کړې چې د خدای لپاره نجلۍ خو يوه ټوټه ده، دا نو کله د پردي کور ده،
خو ورکه ديدنۍ دي، يو ډز می سبا وه يو بيګاه،
چې يو ځل به يي راونيولم، لکه لته به يي داسې کړم
څو ورځې به له ځايه نه شوم جګيدلی»
بیا يي زما لاس په خپل لاس کې واخيستۀ، «ته وګوره سر مې له شل‌ ځايه هم ډیر سوری سوری ده،
په همدې سر سر به يي وهلم،حتا په سر کې مې ميخونه ټک وهل،
خو د ما خوارې خبر نو چا منله،
نجلۍ يي واخسته وريي کړه،
دا دی چې څو ورځې پس دا سړی زموږ زوم راغی، نو دی اوس په دا سپينه ږيره له لس کلنې نجلۍ سره چغل‌بازۍ کوي،
د موږ نجونې نو په دومره باندې څه خبرې دي،
خو پټې سترګې دي،
نو څه سر به دې خوږوم،دا مردار ور روان شو او هغه خواره له ډاره ستړي‌مشي لا نۀورکوي،
کوټې ته ورغی، لا به لس دقې نه وې پوره چې وږمې په چيغو رامڼډه کړه، راته ژاړي ژاړي او کلکه مې په سينه پورې نښتې ده،
وايم ولې ولې وۀ لورې ؟؟
په ژړا کې راته وايي: « مورې مورې دا داسې بې شرمه سړی ده، خيرده زه ترې ډاريږم، ما ترينه وساته،
ماته بې‌شرمه بې‌شرمه خبرې کوي، بیا راته سلګيو کې وايي: ماماماته وايي مچو راکه،څنګ ته مې راشه،
مورې دی د کافرانو کارونه راسره کوي،
تا راته نه ويل: دا ډير بد‌کارونه دي،
خيرده کنه مورې زۀ ترې ډاريږم،
ما ورنه پټه که»

وږمې دا دواړه لاسونه د ما په غاړه کې اچولي وو چيغې يي وهلې، چې دی لۀ کوټې راوواتۀ،
ځان سره وغوريده، ډډه پړسيدلی وه، لۀ قاره
همسې لاړه، دروازه يي په غرب ووهله، ورک شو »

دا ده چې لا مياشت پوره نه ده،چې بیا راغی،
خو دا ځل وږمې قسم وکړ،چې وربه نۀشم،
په دوه کسي مو لکه مرداره کشوله، چې يو ځل ورشه خو چيغې يي وهلې،
په چيغو کې يي راته زارۍ کولې« مورې خيرده حلاله مې کړئ، خپله مې ووژنئ،ژوندۍ مې خښه کړئ،خو هغه څنګه مې مه ورولئ»
وږمه داسې ترې ډاريده،
لکه هغه چې کوم ليوۀ وي او دا خوري،
دۀ هم يو ځل جنګونه شروع کړه « چې تاسې اوس په ما رشخند وهئ ، خره مو راکړې، دا په مينه نۀ پوهيږي، زۀ يي هم په مرګ وهم»
نو په همدې ځای يي خپله نامزادۍ فسخه کړه،
کوم يو څو جوړې کالي يي چې ورته راوړي وو هغه مو هم بیرته ورکړه،
پلار مصیبت يي ډير په قار وۀ، لۀ قاره سورو شين کيده او همداسی تڼيدۀ،
وږمه يي ډييييييره زياته ووهله، د هيڅ ايله يي هم پرې نه کوله، نه د لغتو؛ نۀ د سوکانو؛ نه د لرګيو؛
بلاخره وږمه د ډيرو وهلو له لاسه بيهوشه شوه٫
تمامه شپه بې‌هوشه پرته وه،
خو دۀ دومره ونه کړل، چې يو ځل ورته راجګ شي،
سبا چې لږ راپه‌خود‌ شوه، خبرې يي پرته‌پرته کولې،
پرې پوهه شوم، چې د نجلۍ عصاب پۀ ځای نۀ دي،
څو ورځې همداسې وه څو ځلې پرې حمله راغله،مرګ‌حال به پرته وه،
خولۀ به يي کږه شوه، لاسونه به يي کاږۀ شول، ژبه به يي پۀ غاښونو کې ونيوه، لۀ خولې به يي سرې وينې روانې شوې، غاښونه به يي يو پر بل موښل
او چيغې به يي وهلې، بنده‌ بشر به ترې ډاريدۀ
څو ورځې همداسې وه نور يي د پلار قهر لږ
راکيناسته د رحم اوبه پرې تويي شوې، ما هم يو څو روپۍ پټې له پلار نه يي ټولې کړې وې پر همغو مو ډاکټرته بوتله،
ډاکټر دوا ورکړه او بل يي ويل: چې ډيره يي خوشحاله ساتئ،چکر ته يي بیايي، څو چې نجلۍ بيرته ښه شي .
وږمې څو مياشتې دوا وخوړه او له پخوا لږ راښه شوې وه،خو د ډاکټر تاکيد به ډیر په چکر او خوشحاله اوسيدو وۀ،
يوه ورځ د وږمې پلار لږ پۀ سور وۀ په زړۀ يي د رحم اوبه تويي شوې وې
موبايل يي راواخيسته، زموږ يوه لرې خپلوان ته يي زنګ وکړ، چې هغۀ خپل موټر درلودۀ، ورته يي ويل: که نن راشې او دا زما ايونان (ماشومان) چکر ته بوځې، چې لږ يي سات تير شي،
بس همدا چکر نه وو موږ بلا وۀ،
زموږ غمونه چې لا مخکې هم کم نه وو نور هم زيات شوۀ،
دې چکر د وږمې زخمونو ته‌ملهم نۀشوه، لا يي زخمونه ورته ناسور کړۀ،
خو خيرسړی راغی موږ ټولو کالي واغوستل په موټر کې کيناستو، درونټې ته په چکر لاړو،
هلته يوه هوټل ته لاړو چې ډوۍ وخورو،
کله چې ټول پر ميز کيناستو، قرص‌قرص شول، ګورو چې ميز درز شو،
د‌ هوټل ګارسون راغی، څو پټکې يي هم وکړې،چې ميز مو ولې مات کړ ، خو موږ سترګې مړې کړې داسې مو ځان ناګاره واچاوۀ چې نۀ مو څه اوريدلي او نۀ مو ليدلي،
خو خير پۀ بدو سترګو کيناستو،
ډوډۍ مو وخوړه، مګر د ډوډۍ خوړلو پر وخت مې پام شو، چې موټروان په وږمې ډير پام کوي، غواړې چې ډير ورته نږدې شي او ډير ناز ورکوي،
کله به يي ډوډۍ ورته نږدې کړه،
کله به يي کوښښ کاوۀ، چې لاس يي په لاس کيږدي،
خو له ټولو ډيره توجه يي پر وږمې وه،
زه هم خوشحاله شوم زړۀ کې مې دعا ورته وکړه چې الله د خير ورکړي ،
البته وږمه به ورته خپلې لور غوندې ښکاري يا دا چې مريضه ده دومره توجه ورته کوي،
موږ غوښتل چې پس له ډوډۍ خوړلو څخه کور ته راشو، خو موټروان ويل چې نه کامې ته به هم ولاړ شو څو د وږمې‌ګلې ښۀ سات تير شي،
موږ هم چې لۀ خدايه همدا سات غوښتۀ، پس له کلونو چکر ته راغلي وو، ورسره مو ومنله،
د وږمې د خوشحالۍ لپاره کامې ته هم په چکر روان شوو،
وږمه په عمر وړه وه، خو په اندام څه ناڅه غټه شوې وه او تر خپلو همزولو ډيره لويه او غټه ښکاريده،
وږمې به چې څووومره شوخي کوله ماهم ورته هيڅ غږ نه کاوه، ځکه غوښتل مې چې ډیر ژر ښه شي،
وږمې راته وويل: مورې زه په سيند کې لامبم،
خو ما ورسره مخالفت وکړ چې نه نه،
زه يي نه غواړم،
بده ده،
خو وږمی په زاريو شروع وکړه،
آخره يي مجبوره کړم چې ورته ووايم سمه ده ولامبه،
د‌اوبو په طرف يي ورمڼډه کړه،
ښه يي ځان او ويښتۀ لامده کړل،
کالي يي په ټول وجود پورې کلک ونښتل،هر اندام يي جلا جلا ښکاريدۀ،
شاوخوا مې وکتل ښۀ وو،بيغير له موټروان نه بل پردی سړی نه وو،
او موټروان خو دا ښۀ وه چې يو خو خپل وه بل لوی سړی وه د اولادونو څښتن وه، دۀ به نو وږمه څۀ کوله
وږمې کوم لس دقې اوبو کې ولامبل، آخر له سيند نه لږ راجګه شوه ويښتان يي وڅڼډل،
اوبۀ يي ټولو ته ورباد شوې،
خو د موټروان مخ يي ډير لوند کړ،
موټروان هم په خپلې خريلې ږيرې لاس راکش کړ خپله لاندينۍ شوڼډه يي په غاښ کړه ،ځان سره په خندا شو،
وږمې خپل لامدۀ ويښتان ټول يو طرف مخې ته راواړول، لکه لمده ښارو داسې ښکلې ښکاريده، په سپين مخ يي د ويښتو قطره قطره اوبه راروانې وې،
خو خير بيرته راروان شوو،
موټر کې کيناستو ،
لار کې مو موټروان سره کيسې شوې، هغۀ هم ويل:
هر وخت مو چې زړه وو ماته زنګ وهئ،
زه مو تل په خدمت کې يم،
بیا يي خپله د موبايل شميره هم راکړه،
وږمې شميره په موبايل کې ثبت کړه ،
او موټروان ته يي مسکال هم ورکړ څو زموږ شميره هم ورشي،
کورته راورسيدو ،
وږمه ترڅو ورځو ډيره خوشحاله وه،
خو ورورسته به د خلکو خبرو‌ ډيره زوروله،
چابه ورته پريښکه ويل،
چا به ورته ويل: تا خو بیا څوک نۀکوي،د نجلۍ خو يو چانس وي،
چا به ويل: دا که ښځه وای نو ولې به خپل ميړۀ پريښوده،
چا به ويل: وږمه ليونۍ شوې،
چا به ورته رواني ويلې،
خو خلکو به هر رقم خبرې کولې،
د‌چا نو خولۀ خوږيږي، خو هر څۀ وايي، مازې خپل مجلسونه جوړوي،
بله خوا وږمه لږ لويه شوې وه ،
خو چا مو د‌کور دروازه نه راخلاصوله،
سره له دې چې وږمه ډيره زياته ښايسته وه خو څوک يي غوښتلو ته نۀ راتله،
ځکه دا خو د پښتنو رواج ده چې نجلۍ يو ځل
رنګ‌بدې شوه، بیا نو که د حورو پري وي، هم يي هلکان نۀ غواړي،
که څووومره پاکه وي، څومره بې ګناه وي بیا هم ټوله ملامتي پر ښځې اچوي.
بیا د وږمې خو د عصابو د‌مرض نوم هم تللی وو، ځکه نو حتا چا کوڼډ ته هم نۀ غوښته، داسې نجلۍ ته خو خامخا څوک زړۀ نۀ ښۀ کوي.
د‌ وږمې هم ورځ په ورځ زړۀ ماتيدۀ،

مګر دا موټروان به کله ناکله زموږ د کور شاوخوا ګرځيدۀ،
او ښه پوهيدم چې پر ټليفون وږمې ته زنګونه هم وهي،
خو ورکه څه به دې سر خوږوم ،
وږمې هم ورسره تار غزولی وه،
پر دې مې شک کړی وۀ چې وخت ناوخت يي ليدو ته ورځي او په ټليفون ورسره خبرې هم کوي،

وختونه تيريدل او همداسې يوه ورځ د لوی اختر شپه وه، له بدبختۍ مې ورور راته ميلماني کړې وه ، ټولو ځان تيار کړ چې ورشو،
خو وږمې يو ځل ضد وکړ چې زه نۀځم،
بلاخره زۀ هم مجبوره شوم دا مې کور کې پريښوده او موږ ټول ميلمانۍ ته لاړو،
وږمې هم له موقع نه په استفادې دې سړي موټروان ته زنک وهلی وه ،دی يي راغوښتی وو،
نو توره شپه ده وږمې هم ورته چای تيار کړی د اختر ميوه يي ورته راخيستې، او همداسې ټوله شپه يي له يو بل سره تيره کړې وه ،
سبا وختي لۀ خوبه پاڅيدم غوښتل مې کور ته راشم ، ځکه د اختر ورځ وه ما ويل که ميلمه څوک رانۀشي، بل وږمه کور کې تنها وه،
خو نور اولادونه مې لا ويدۀ وه، زه د ورور له کوره راوخوځيدم، ورته می ويل: دوی چې ويښ شوه، راويي ليږه،
په تيزه تيزه کور طرف راروانه وم،
رڼايي لا سمه نه وه شوې،چې د کور دروازه راښکاره شوه،
دروازه بنده وه زړۀ مې جمع شو ،
دروازې ته مې کتل راروانه وم ،
چې ګورم له دروازې يو سړی راوواتۀ،
خو په مخ يي لکه د غلو دستمال اچولی وۀ او داسې تيز لاړه چې د سترګو په رپ کې راڅخه پناه شو،
زره مې نارامه شو، ما ويل که خدای مۀکړه غل راغلی او هر څه يي راڅخه وړي شيطان مې سل خبرې زړه ته اچولې،
بیا مې ويل دروازه خو قلف وه نو دۀ کيلي له کومه کړې ،
په ضرب مې د کور دروازه ووهله ، د کوټې په طرف مې رامڼډه کړه ،
چې ګورم وږمه زيړ رنګ پرته ده،
د ما په ليدو ورخطا شوه، ژبه يي بنده بنده شوه،
مورې تۀ تۀ تۀ،،،
_ هو زۀ،
_ دا سړی څوک وه ؟
کوم سړی؟
_دا اوس چې دروازې نه وواته،
_ او دا رنګ دې ولې داسې ژيړ ده
_ مریضه يي؟
نه٫ ښه يم.
وږمه- مورې خداسته څه دې ليدلي،سړی مړی نشته،
مور- ما په دغو ګنهګارو سترګو وليدۀ او تۀ وايي نۀشته،
ته راشه زه يي دروښايم د کلاه له دروازې نه وواتۀ
هله جګه شه،چې کور وګورو، کوم څۀ يي وړي نۀ وي،

دې سره د نجلۍ مور خپل ټيکری سترګو ته ونيوۀ ښه شيبه يي وژړل چې زړۀ يي ښۀ خالي شو اوښکې يي پاکې کړې،
بیا يي کيسه شروع کړه،
خو وږمې چې هر څه کول له ځايه په اسانۍ نۀشوه جګيدلی، چې مې بړستن ترې کش کړه،
ګورم پر توشک څو قطرې وينه پرته ده،
ورخطا شوم ،
دا وينه ،
ولې ولې ؟؟
څۀ خبره ده؟
هغه سړی څوک وه ؟
ته ولې داسې تکه زيړه يي ؟
او ما خو دروازه تا پسې قلف کړې وه، کيلي هم فقط تاسره وه،
نو هغۀ سړي کيلي له کومه کړې وه ،
دروازه ولې خلاصه وه ؟
خو په يوه ساه مې پوښتنې کولې ؟
ټوووله لۀ پوښتنو او ډار نه ډکه وم،
وږمې هم سر ټيټ نيولی وه، هيڅ يي نۀويل:
يوه ښه څپيړه مې پر مخ ورکړه، کړنګ يي کړل ، خو د ددې ځوانيمرګې له خولې اخ ونۀواتۀ،
ووايه کنه ولې غلې یی،
وۀ دې سپې لورې خو خبر څه ده،
وږمه په ژړا شوه،
بیا يي راته پۀ ژړاغوني غږ ويل:
« مورې اوس مې يو بد‌کړي،خيرده ومې بښه،
هغه چې دروازې نه وواتۀ،
عابد وۀ، هغه موټروان،
ما پخپله دلته راغوښتی وۀ،
ډیر زيات مې خوښ ده، بې لۀ هغه مړه کيږم،
هيڅ مه ډاريږه، هغه ډير ښۀ سړی ده،
ماسره يي وعده کړې چې چاته دې نۀ پريږدم،وايي:
ته فقط او فقط د ما ښځه يي ،

موږ دا ډير وخت سره اړيکه لرو ،
هغه مې ډيره زياته نازوي ،
هر وخت راته د ښه ژوند او واده وعدې راکوي ،
د ما هم زړه ورپورې تړل شوی ده ،
يوه ثانيه مې هم بې له هغه طاقت نۀکيږي ،
هغه لکه د ما روح ده او زه يي لکه ځان يمه ،
زه يي ګل يم، هغه می باغوان ده،
هغه مې آسمان ده او زۀ لکه باران يم،
مورې هغه مې لکه ساه ده، دما د وجود په هر رګ کې د‌هغۀ مينه ده،
ورپسې ليونۍ ليونۍ يم،
بس يو مې خدای ده او همدا يو مې ميړۀ ده،
مورې، هغه کوم بې غيرته نۀ ده، خو راته يي په زرهاوو ځلې ويلي چې ته فقط او فقط د ما يي،
ولاکه دې د چا پلار راڅخه واخلي،
زۀ ورباندې ډير باور لرم،
بل خو څۀ کافر خو نۀ ده، ښۀ يي وينې چې تمامه ورځ يي تسبې په لاس وي او خپل خدای يادوي،وايي چی يو لمونځ هم نۀ قضا کوم‌»

ما پرې ورچيغه کړه، خدای دې وشوموه خو هغه خو خپله ښځه او بچي لري،تۀ يي د لور پر ځای يي ،
وږمه: خو خير وي دې نو ،
زه به هم ورسره اوسم،
نو بن خو به څۀ آدم‌خوره نۀ وي چې ما به خوري، بیا هغه راته وايي: چې ښځه يي هيڅ نۀخوښيږي
غواړي طلاق ورکړي او نور يي ورکه کړي،
بل خو نو زه خو هم مريضه يم ،
بله خوا د پريښکې نوم راپورې ده،
نو ما کله سم هلکان غواړي.

مور_ « نو وۀ ځوانيمرګه شې، خدای دې مرګ درکا،
نو دا کار دې ولې کاوه ؟
خو اول به دې پريښي وو چې خپله ښځه خو يي شوې وای،
د خلکو مخکې یی واده کړې وې،
بيا مو چې هر څه بد کول همغه به مو کړي وو،
نو اوس دې که ونۀ غواړي بیا زۀ تا ووژنم او که ځان»

وږمې مې ژر پر خولې لاس راکيښودۀ،
نه نه هغۀ ماسره د پښتو وعده کړې چې هيڅ وخت دې هم نه پريږدم،
پښتون خو ځان وژني مګر خپله وعده نۀ ماتوي،
هغه ماته خپل ناموس وايي،
خپله ښځه راته وايي،
نو آيا امکان لري چې يو پښتون او بیا مسلمان دې خپل ناموس پريږدي ؟؟؟
ما بيګاه فقط غوښتل‌ ورسره کيسې وکړم،
خو هغۀ راته ويل: ته راسره مينه نۀ لرې،
ما ويل: ولې نۀ، ځان مې درنه ځار شه دا څه وايي
بیا عابد‌ راته وويل: راته يي ثبوت کړه، که واقعا راته رښتينې يي
که په رښتيا راسره مينه لرې، که رښتيا مې روح بولې
نو ماته مې حق راکړه،
او مينه دې راته ثبوت کړه،
ډييييييييييييييير زيات ناز یي راکړ، ما هم ددې لپاره چې ښايسته زړه يي راڅخه خپه نۀشي هغه ته مې خپله مينه په ثبوت ورسوله،
ورته مې وښودل چې په رښتيا ورسره مينه لرم او ځان هم ترې قربانولی شم،
خو هغۀ راسره ژمنه وکړه او راته ويي ويل: چې بس همدې هفته کې دې خپلوم او خپله ښځه به مې شې .

د نجلۍ مور خپل ټيکری په سر راسم کړ بیا يي خپلې خبرې وغزولې،
خدای شاهد ده چې ډيره خپه شوم
خو چې دا خبر می واوريده، زړۀ مې لږ آرامه شو
چې ځه بلا پسې وعده يي ورسره کړې، نو ما ويل: دوووووومره به يي خدای نه شرموي،
دومره به بې‌غيرته نۀ وي، چې اوس یي پریږدي.

همداسې ورځې تيريدې ځو زه به يي هره ورځ د‌راتلو په انتظار وم، کور مې هم څه ناڅۀ راپاک کړ،
د هفتې آخر شو، خو څوک رامعلوم نۀ شول،
آخر مې زړۀ ناطاقته شو، سل زړونه مې سره يو کړل له وږمې مې پوښتنه وکړه:
ونجلۍ،څنګه شو، هغه خلک دې څۀ وخت غوښتلو ته راځي ؟
دادی دا هفته خو هم تيره شوه،
وږمې راته کړۀ، خداسته مورې راته وايي:« اوس ډېر مشکلات لرم، پيسې نه‌شته،
کور کې ډیر جنګونه کوي
موريي راسره نه مني
ښه پوهيږې، چې ښځه مې د ماما لور ده، نو چې زۀ د بلې ښځې ووايم مور مې قیامت جوړ کړي چې د‌ما په وريرې څنګه بن راولې
وايي اول د‌ ما په مړي تير شه بیا ښځه وکه،
کنه د ما پر ژوند د ها پلار هم نه شي کولای»
خو هيله خدای ته هغه وايي چې راضي کوم يي او ژر به پخير درشو،

ما هم سر وښوراوۀ مګر زړه کې مې تير شول چې لکه چې عزت مو له خاورو سره خاورې شو.
مګر د وختونو په تيريدو، د عابد رويي له وږمې سره تعغير وکړ،
نور هغه نازونه نه وو،
نور يي هر دقه ورته زنګونه نۀوهل،
اوس يي هغه جار او قربان نۀوو پاتې،
اوس يي ورسره د ژوند او مينې وعدې نۀکولې،
اوس خو حتا ورته هيڅ زنګ نۀوهي،
کله چې لا وږمه ورته زنګ ووهي، اول خو په اسانۍ ځواب نۀ ورکوي که کله ځواب هم ورکړي په تنده لهجه ورسره غږيږي، ورباندې چيغې وهي او ورته وايي: تۀ ليونۍ يي ليونۍ؛
عصاب دې خراب شوي، هسې ناق به ژاړې،
اوس څۀ خبر ده چې ژړاګانې دې شروع کړي
خو فقط څو ورځې مو سره ځانونه خوشحاله کړل،
څۀ عمرونه خو دې راسره نۀ دي تير کړي چې راپسې ژاړې،
ځه بابا د دومره ويرونو حوصله نه لرم،
دوه ورځې دنيا ده څه ژړاګانې کوې،
خوندونه واخله خوندونه،
بيا په هاهاهاهاها وخاندي او بې لۀ خدای پامانۍ موبايل قطع کړي،

وږمې څو ځلې د ځانوژنې هڅې وکړه،
د لاس رګ يي قطع کړ چې بیا مو په مڼډه مڼډه روغتون ته بوتله، مرګ کې يي هيڅ نۀ وو پاتې
هسې سير يي په دنيا وۀ، چې بيرته جوړه شوه،

بل ځل يي ځان ته غرغره بنده کړې وه چې پرې ورغلم، ښيرا او بلا مې ورته وکړې
سر مې ورته سرتور کړ چې خيرده دا کارونه مۀ کوه
سبا به کلي کې خلک وايي
د پلاني لور فاحشه وه، کنترولی يي نۀرشوه آخر يي مړه يي کړه،
د چا په خولې به چپاتي ږدم،

اوس خو ښه ده چې لۀ دې کاره لږ رامنع شوې د ځانوژنې کوشش نه کوي ،
مګر سر په دنيا مړه ده،،،
بیا يي سر آسمان طرف جګ کړ،سوي آهونه يي وايستل، ګريوان يي ونيوۀ،
الله خدااااااااايه،ګل‌غوندې لور مې سر پۀ دنيا راته خاورې شوه، د علم او د ادم رشخند شوه کنه خدايه
وۀ خدايه کنه لۀ دې خدايي دې جار شم،،،،
سلګيو پسې واخيسته، اوښکې يي پر ګريوان راوبهيدې، ښه شيبه يي وژړل،
بیا يي ويل: خو کاش چې اوس لار خو ورمعلومه کړي، خو هغه خدای ناترسه اوس نۀ ورته ځواب ورکوي چې خبره خلاصه شي ددې نجلۍ هم زړه ټول شي، آخر به ترې صبر شي يا به په کوم ملا ورته د صبر تعويذ وکړم ،،
که ښه شوه، بلا پسې چيرته لرې به يي د‌کوڼډې په نوم وادۀ کړم،دا د شرم پوزه خو به مو پۀ ځای شي.
اوس نه يي پريږدي او نۀ يي خپلوي،

دا يي لا بله چې اوس يي لا په کوم لرې ولايت کې وظيفه اخيستې،
بانه يي جوړه ده چې نه شم درتلی،
خپله خو په‌عمر زنګ نه ورته وهي،
خو کله چې وږمه مسکينه کوم ګرد کريدت پيدا کړي، زنګ ورووهي، اول خو په اسانۍ ځواب نه ورکوي که جواب ورکړي هم
پرې پټکې کوي چې کارونه مې ډير دي ولې زنګ وهې، زه فقط ټوله ورځ تاته بيکاره يم،

وږمې‌خوارې يي يو عکس ساتلی ده،
ټوله ورځ ورته لکه ليونۍ ګوري
پۀ شنۀ سهار لکه ککوه ويښه شوې وي په اول سهار خلک کلمه وايي خدای يادوي دا د‌عابد عکس ته ګوري بیا لکه ليونۍ له عکس سره غږيږي،،،
هره شپه يي عکس ته ګوري ګوري ګوري،بیا يي ښکلوي او په زړه پورې يي کلک نيولی وي،
همسې ورسره ويده شي،
دده د زنګونو ريکاردونه يي ساتلي هره ورځ يي خبرې اوري بیا لکه ليونۍ کله ورته خاندي کله ورته ژاړي،
بل خو خدای د‌مرګ ورکا،
ددۀ يو پټو ورسره ده، هغه يي کلک ساتلی، هره شپه يي د کمپلې پر ځای په ځان اچوي، او سهار يي په ډير ناز قاتوي، کوم سل ځلې خو يي ښکلوي، په مخ يي سولوي، په زړۀ يي سولوي او بیا چې ورته په‌ قار شم، له سترګو مې يوه شيبه هاخوا کړي،
خو چې شل دقې پس پسې ورشم، بیا يي همدا پټو څښتن‌مړي راخيستی وي،
چې هر څۀ ورته کنځا کوم، ښيرا و بلا ورته کوم چې مۀ کوه داسې نۀ يي مني،
وايي : «مورې بې لۀ عابد نه فقط يو ژوندی جسم يم
بې لۀ هغۀ لکه بې روحه يم‌.
خيرده، کله چې يي غږ واورم، ساه راکې پيدا شي وجود مې په حرکت راشي.
د څادر بوی يي زما وجود کې وينه په جريان راولي زۀ داسې احساس کوم لکه هغه چې راسره وي،
مورې، منم چې دا وجود د ما ده مګر روح پکې د عابد چليږي، زۀ بې لۀ هغه بې روحه، بې ساه او بې وجوده يم »

اوس کلی،چم ګاوڼډ ټووول پرې خبر دي، چې وږمې لۀ عابد سره لار درلوده، هيڅوک ورته پۀ سم نظر نۀ ګوري،
دې خو د خپل باور لۀ لاسه هم ځان تباه کړ او هم يي موږ ته مخه نه ده پريښې،
د نيکونو شمله مو له خاورو سره خاورې شوه،
د آبرو او عزت خلک وو
اوس ددې لۀ لاسه مو په ګور کې لا مړي وشرميدل،
وايي يو ځان شرموي بل قام،
دې خو په سپکو سپک کړو،
خدای د اوس ژر مرګ ورکا،
الله خو دې دا د شرم‌پيټی اوس ژر کوتاه کړي،
ټول يي په مرګ رضا يو ،
خو وايي پر بد بوټي سپی هم ميتيازې نۀ کوي ،
پۀ دې هم هيڅ مرګ تاثير نۀ کوي،
ما ورته ويل: نو خاله جانې د‌هغې بيحاره نو څۀ ګناه ده،هغې خو پاکه رښتينې مينه کړې وه، نوګناه خو دعابد‌ ده، چې پخپله ژمنه ونۀ دريده، وفا يي ورسره ونۀ کړه، نو ملامت خو هغه،ددې مسکينې ګنله څۀ ده»
د مور يي هم قار راغی، په قهرجنه او دردمنه لهجه يي وويل:
نجلۍ بد کوي چې مينه کوي، بیا په داسې بې غيرتو باور کوي،
دومره پوه شه چې په دنيا کې هيڅ سړی د باور وړ نۀ ده، هيڅ سړی رښتيا مين نۀ ده، دا ټول د‌خواهشاتو سپي دي،
ټول سړي په وعده، پښتو دين په هيڅ هم نۀ دي بند،
سړي د سپي خوی لري، که دې مخه ورکړه، زړۀ دې پرې خوږ کړ، باور دې پرې وکړ مينه دې ورکړه او موړ دې کړ،
نور درڅخه خپله مخه ګرځوي او ځي.
خو که دې ارزښت ورنه کړ، هر ځل د کوچې کړ، ښۀ دې تږی کړ، نو هر ځل به درپسې غوغو کوي او مڼډې به‌درپسې وهي،
د خاله خبرو ته فکر يوړم،چې وزن خو پکې شته.
ما ورته کړۀ : «بس خاله ښځې ته خدای يو ډييييير مهربانه زرۀ ورکړی، دا چې څوک يي لۀ مهربانۍ دومره غلطه استفاده کوي، نو هغه اصل کې د انسان په نوم يو وحشي ځناور ده،
نه رښتيا ځناور خو لا ښۀ وي خو يوازې به دې جسم وخوري، داسې کم‌اصل انسان خو دې روح، وجدان او جسم درې‌واړه وژني.
وايي مرګ پر درې ډوله ده: د روح مرګ ، وجدان مرګ او د جسم مرګ .
تر ټولو سخت مرګ د وجدان او تر ټولو اسانه مرګ د جسم مرګ ده ،
کله چې د يوې نجلۍ لۀ رښتيني باور او مينې څخه غلطه استفاده وشي، نو د هغې روح ووژل شي، وجدان ته سخته ملامته شي، نو وجدان يي هم ووژل شي،
يوازې جسم يي پاتې وي چې هغه هم د هرې ورځې پر تيريدو لۀ منځه ځي،
او بده يي لا دا چې دا د جسم ژوند ورته هم تر ټولو لوی عذاب وي»

د نجلۍ مور پۀ چورتونو کې غرقه شوه، بیايي سر راجګ کړ،
دا ډير وخت کيږي چې اوس يي بیا مخکينی مرض راتوريدلی،
نوکانو نه يي هاغه شی جوړ کړي،تمامه ورځ لګيا وي خپل نوکان خوري،
بيهوشه شي،په حال د دنيا نه وي خبره،
ډاريږم، چې يو ځل داسې ليونۍ نۀ شي چې بیا به په کوڅو کې مڼډې وهي،خلکو پسې به تيږې واروي، کالي به ځان کې شکوي،بې ستره و بې عزته به به په سرکونو مڼډې وهي او څوک به يي رانيولی نۀ شي.

دې خبرې سره وږمه د ډاکټرې لۀ کوټې راووته او نرسې نارې کړې،
مريض شماره يازدهم پيش داکتر برود!
پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.