لاس يي اوږد کړ، د معايناتو ورقه يي راواخیسته پۀ سپين لاس يي تکه زیړه طلايي چله بليدله.
ګروپ يي ځان ته راتاو کړ، عینکې يي د لوړې پوزې څوکې ته راښکته کړې،په ځير ځير یی دمعايناتو ورقې ته کتله.
فاطمې پۀ خولې نوک پريکاوه، دوه سترګې یی ډاکټر کې خښې کړې وې، يوه پښه يي په بلې اړوله،پهڅوکۍ طاقت نه ورته،څو ځلې يي خبر ته خوله جوړه کړه خو جرئت يي نه شوای کولای
ورو یی وچې شوڼډې وخوځيدې، په يو وار يي پوښتنې پيل کړې:
ډاکټر صیب؛ څه راباندې شوي،ولی هيڅ نه جوړيږم؟
کومه سخته ناروغي مې ده؟
جوړه به شم که نه؟؟؟
ډاکټر خپلې عينکې په میز کیښودې،موسکی شو خو دسترګو کونجونو کې یی هيڅ کونجې رانغلې ګلابي غومبرو سره يي موسکا ډېره ښه ښکاريده
دمعايناتو ورقهيي پر میز کيښوده
ولې به نۀ جوړيږې،خدای مهربان ده،هسې غټ غټ مرضونه خدای جوړوي.
فاطمه: ډاکټر صیب نو څه تکليف مې ده؟
ډاکټر په میز ايښی ککو نيم کړ،لا يي خولې ته
نۀ وه وړی، چې د فاطمې پلار ته يي مخ کړ،هلکه تاته هم وايم،ښۀ غوږ شئ:
له طبي نومونو به يي ورتير شو
موږ په عامه او کليوالي اصطلاح ورته سپين زيړی وايو، بیا يي د ککو پريکه شوې برخه خولې ته واچوله، د چای له پيالې يي غړپ وکړ په څوکۍ يي شاته تکيه وکړه؛ دا ډېر سخت مرض نۀ ده جوړيږي، خو دا نجلۍ ډېره کم خونه ده نو ځکه يي ورباندې ډېر تاثير کړی ده.
زيړی يي ځيکر او سږو کې خپور شوی،او په تيره بیا په ځيګر يي ډېرهاغيزه کړی، دزيړي له امله يي په ځيګر کوچنۍ تڼاکې راپيدا شوي.
د فاطمې پلار ورخطا شو، وروځې يي کشکړې نو ډاکټر صیب تعداوي لري؟؟؟
خيرده د پيسو مشکل نشته،فقط لار راوښيه، چې چيرته يي بوځم، که نۀ وي پاکستان ته يي بیایم دما خو ډېره ګرانه،زحمت کښه لورکۍ ده.
ډاکټر: نه نه، ته خو راته لکه خپل وړکی ورور يي ما خو ډاکټرصیب غلام نبي سره ډېر ښه وخت تير کړی هغه مې همصنفی هم ده.
د فاطمې سترګې رابرګې شوې،اول يي پلار ته وکتل،بیا يي ډاکټر ته وکتل،شونډې يي وخوځيدې،. هممممصنفی.
سوچ کې لاړه،نو کاکا خو مې بیخي زوړ سړی ده چې امسا يي نه وي جګيدلی نه شي، په خوله کې يي تنها دوه چينجن غاښونه پاتي
دا ځوان سړی يي نو څنګه صنفی وه.
خو پلار يي سوچ ور ړنګ کړ،ډاکټر ته يي کړه:
هو صیب هغه مې مشر ورور ده.
بيا يي فاطمې ته مخ ورواړاوه
ډاکټر صیب ډېر لوی ډاکټر ده،ډېره تجربه لري،
دا د اوس وخت ډاکټران يي ټول شاګردان دي
دا په پاکستان کې لۀ ډاکټر کاکا سره دې په يوې شفاخانې کې ډاکټر وه.
ډاکټر موسکی شو، ويي ويل: ما لۀ اول نه وپيژندلې، هغه وخت وړکی هلک وې،کله کله به دې ورور سره دعوت الجهاد روغتون ته راتلې،ياد دې دي ؟
هو هو ډاکټر صیب ډېر ښه مې ياد دي.
نو ګوره، وايي له بچيو لمسیان ډېر ګران وي د ما هم د تا د لورکۍ غوندې يوه خوږه لمسۍ ده
خدای راستي چې ډېره راته ګرانه ده نو ستا لور هم راته لکه خپله لمسۍ داسې ده،باور وکړه د همغې په سترګو ورته ګورم.
هيڅ د تشويش وړ خبره نه ده، پاکستان ته خو هيڅ ضرورت نشته
تعداوي لري،زۀ درته دوا ليکم، خو لږ وخت به ونيسي ځکه چې مرض يي په وجود کې ډېر خپور شوی نو بايد حدېاقل درې مياشتې متواتره دوا وخوري او تر دوا هم مهمه دا ده چې ښه تغذيه شي، قوي صحي شيان وخوري او له غوړ نه پرهيز وکړي
زۀ پوهيږم ددې نجونو خو دا چپس ډېر خوښيږي بس دا نو ورته لکه زهر داسې دي
بیا يي فاطمې ته مخ کړ په خندا شو څنګه بچۍ که دروغ وايم!!
فاطمې خپلو نوکانو ته کتل،سر يي راجګ کړ
نه ډاکټر صيب زۀ ډېر چپس نه پخوم،د ما ډېر نه خوښيږي!
ډاکټر: اممممم ښه دا بیا ښه ده
بیا يي د فاطمې پلار ته مخ کړ، څنګه ده ډاکټر صیب غلام نبي ولا ما دا ډېر کلونه نه ده ليدلی؟
د فاطمې پلار چې خبر ته خوله جوړوله د ډاکټر پر تليفون زنګ راغی، اول تندی تريو شو البته ويل به يي بیا کوم مريض ده؛ خو چې نوم ته يي وکتل ها د چا خبره بريتو کې ورته موسکی شو،خوښي يي له ورايه ښکاريده د تليفون پر صفحه يي لاس راتیر کړ
هلو سلامونه سلامونه ونجلۍ څنګه يي؟
دا دی يو څو کسه مريضان پاتي دا زر زر وګورم کور ته درځم،چې دا مازيګر شي او د تا زنګونه را رخ شي،له هاخوا ښځينه خندا راغله،خو څنګه وکړم په ټوله دنيا کې همدا يو سپين ږيری لرم دواړو سره وخندل هههههههههههههه
ځه نو نجلۍ خو لمسيانو سره د سات تير ده اوس نو ما څه کوې.
له خپلې څوکۍ جګ شو،په سپين کاټڼ کاليو کې لکه پينځه ويشت کلن ځوان داسې بريښيده
نه يي خيټه غټه شوې وه او نه يي اوږې لويدلې وې،له شاه مې پسې ورکتل چې له له معاينه خانې بیرون لاړه خداسته چې نور به يي څه ويلي وي
خو چې بيرته راغی ډېر خوشحاله وه او هسې يي ځان سره خندل.
د دومره خوشحاله انسان په ليدو مې روحيه بدله شوه.
په څوکۍ کيناسته، د نخسو کتابچه يي راواخيسته،په میز ايښي قلم ته يي لاس کړ
فاطمې ته يي مخ کړ، لورې نوم دې؟
فاطمه
څو کلنه يي؟
ډاکټر صیب نولس کلنه
بيا يي پر نخسه کې پر ليکلو پيل وکړ.
سر يي پر ليکلو ښکته وه چې يي وويل:
وبښئ؛ ډاکټره صيبه وه کور ودانه مې .
خبر پاتې شوه.
د فاطمې پلار: ډاکټرصیب ورور مې ډېر ضعيفه شوی،سترګې يي سم څه نه ويني، چې څوک يي له لاسه ونيسي بیا ايله لۀ ځايه جګ شي په امسا لږ لږ ګرځيدی شي،بيچاره سپين ږيری ده نو
ډاکټر: امممممممممم
موږ خو ولا د الله رحم ده تر اوسه خپل پيټی خپله وړو.
فاطمه چې حیرانه وه او څه ناڅه د ډاکټر نيکو اخلاقو جرئت ورکړی وه.
تری يي وپوښتل: ماشاءالله ډاکټر صیب ډېر ځوان ياستئ کاکا خو مې ډېر زوړ شوی چې دا څنګه؟
ډاکټر موسکی شو هههههه
څه فکر کوې څو کلن به يم؟
فاطمه چرت کې لاړه ويل يي څلويښت
څلويښت يي ځکه وويل چې نو دومره درسونه خو په لږ وخت کې نه ويل کيږي
کنه تر ديرشو خو لوی نه ښکاريده
ډاکټر پخپله لڼډه ږيره چې یو څو تاره سپين پکې ښکاريدل، لاس راتير کړ په خندا شو هههههههههه
نه نه زۀ نهه اويا کلن يم.
فاطمه: ماشاءالله الله د عمر درکړي،نو چې دځوانۍ راز به مو څه وي؟
ډاکټر: ښه نو غوږ شه ډېره زيرکه جلکۍ يي.
ژوند کې دوه اصله دي: يو جمال او بل جلال.
فاطمه: څنګه ډاکټر صیب؟
ډاکټر: اول دا چې که چيرته دې د ژوند ملګرې/ ملکری پۀ خوښه او همفکره وه نو فکر وکړه چې ژوند د نور لکه جنت ده.
د ما د واده پنځوس کاله کيږي،خو تر ننه مې يو ځل هم لۀ ډاکټرې بده خبر نه ده اوريدلې ټووله ورځ يي په يادونو تيروم، تمامه ورځ يي خبرې رایاديږي،جسما دلته شفاخانه کې مريضانو سره يم خو روح مې خپلې کورودانې سره وي، هر مازیګر مې کور ته ډېره تلوسه وي چې دکور دروازه خلاصه کړم؛ د ډاکټرې دخندا غږ مې اول پر غوږونو ولګيږي او دا راته ددنيا ښکلې موسيقي ده، کله مې چې سترګې پرې ولګيږي نو د ټولې ورځې ستوماني مې ووځي،دبیرون دردونه او مشکلات ټول رانه هير شي.
پوهيږې؛ زۀ او ډاکټره د ډاکټر نجیب په وخت محصلين وو، د ما لۀ همغه وخت نه لڼډ ويښتان ډېر خوښيږي، او هغه اوس هم د ما د خوښې لپاره لڼډ ويښتان قيچي کوي، په لاسونو نکريزې کوي،او داسې اوږدې والۍ زوړندوي!
له چای نه يي غټ غړپ وکړ ستونی يي تازه کړ
د ما نجلۍ خو يوه دنيا ده
فاطمه: نجلۍ!!!!!
ډاکټر: ههههههههه زه خپلې کورودانې ته نجلۍ وايم!
اوهو نو د ما خو نجلۍ ده
که ددې دنيا ټولې ښکلې پيغلې راته راټولې شي زۀ مې د خپلې نجلۍ هغه ويښته پرې نۀ ورکوم چې له ږمنځې سره لويدلې وي.
فاطمه: امممممم څومره ښۀ
ډاکټر: پوهيږې،هغه ماته خپل پاچا وايي او هغه مې ملکه ده.
خو زه يي هم نوکر غوندې فرمانبرداره يم، هر چيرته چې ځم ترې اجازه اخلم او د کور ټول کارونه په ګډه او خندا خندا کوو بیا کټ کټ په خندا شو ههههههههه
پلار به مې راته د ښځې دووس ويل.
يوه ورځ مې ډاکټرې ته ويل: زۀ د غلام يم د ما ملکې
هغې پر خوله لاس راکيښود چوپ چوپ
که تۀ غلام شې نو زۀ به د يوه غلام ښځه واوسم او که تا نه خپل پاچا جوړ کړم نو زۀ به ملکه شم.
هغه هنربازه ده
اصل کې خو ډاکټره ده مګر له الفاظو سره داسې لوبې کوي،لکه ادبیات يي چې لوستي وي.
نو لورې، يو ښه همسفر د ژوند لوی نعمت ده،بايد تل کوښښ وکړو چې ژوند کې ښه انتخاب وکړو کنه د جنګونو ژوند خو انسان وژني.
بله خبر د اقتصاد ده، زۀ زحمتکښه وم هميشه مې کار وکړ، له بلې خوا لايق ډاکټر وم، تل مې ښه معاش درلود،اقتصاد مې جوړ وه.
نو چې ښځه دې پۀ زړۀ وي او اقتصاد دې جوړ وي،نور پر دنيا څه غواړې.
ورپسې يي خبرې اوږدې کړې:
شکر درې زامن او څلور لورګانې لرم فقط يوې وړې لور مې ادبيات لوستي نور ټول ډاکټران دي.
نو ژوند کې به دوه اصله ته ډېر پام کوې:
اول به ښۀ د ژوند ملګری ټاکې، او بل به ځان تر یوه مقامه رسوې.
ځان سره مې وويل:
په رښتيا چې عمر انسان نه زړوي،حالات يي زړوي.
پای
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.