مړاوې شوې نڅا

نور محمد لاهو

35

مړاوې شوې نڅا
ــــــــــــــــــــ
یوه زمانه وه
ته زما د ژوند وچ بیابان کې
لکه پټه چینه !
روښانه !
ځلیدې . او بې پروا
چې ستا نوم به مې د سیند اوبو ته واخیست
سیند به ناڅاپه مین شو
په څپو به یې ستا نوم تکراروه
یو سور ګل به مې لاسو کې په نڅا شو
ته به وایې یو ماشوم دې
د سپوږمۍ رڼا ته ریږدي

چې به کله پوست باران شو
ته به ورو ورو رانژدې شوې
داسې داسې
ته وا وریځ د پسرلي ده
غواړی غر په خپله غیږه کې پناه کړي
خو اوس هرڅه بدل شوي
سیند په چا نه مین کیږي
او چینه هم دچا نوم په ژبه ناخلي
! او سور ګل
له وخته مخکې مړاوی کیږي
نڅا ګانې !
ترې کوم باد دي نامعلوم وطن وړي

له بارانه !
ستا د زلفو خوشبویي ده لوټل شوی
د کړکۍ شیشه مې نه راټکوي
مودې وشوې
په سینه کې مې یو قبر کیندل شوی
هو یو قبر !
هره شپه پکې خښیږم .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.