اسرائیلي ځواکونو د ۲۰۲۶ عیسوي کال د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران د هوایې بریدونو له لارې جګړه پیل کړه. د ټرمپ او نتنیاهو د اټکل له مخې د ایران د کورنیو ستونزو او د نظام د مخالیفینو د پاڅونونو له لارې به په جګړه کې د امریکا د شتون پرته ایران ډېر ژر سقوط وکړي، خو د ایران د متقابلو بریدونو، توغندیو بې پیلوټه الوتکو او مزایلو د جګړې وضعیت او د دوي اټکل بدل کړ.
امریکا له اته ورځني ځنډ وروسته په منځني ختیځ کې د خپل متحد اسرائیلو مرستې ته ور ودانګل او د ایران پر درېیو اټومي سایټونو له هوايي برید سره د روانې جګړې درېیم اړخ شو. ولسمشر دونالډ ټرمپ په یوه ویډیويي پیغام کې د خپل برید خبر تایید کړ او داسې یې وویل:
« د امریکا هوايي ځواک د بي دوه (بي ټو) ډوله پرمختللو بمب غورځوونکو الوتکو په وسیله چې رادار سیسټمونه یې هم نه شي موندلی، د ایران پر فُردو، نطنز او د اصفهان پر اټومي تأسیساتو د برید په نتیجه کې دغه تاسیسات په بشپړ ډول له منځه یوړل».
ټرمپ په دې اړه وويل: « لږ مخکې د امریکا پوځ د ایران پر فردو، نطنز او اصفهان مهمو اټومي تأسیساتو دقیق برید ترسره کړ. تاسو ټولو به دغه نومونه اورېدلې وي چې له کلونو راهیسې یې په ویروونکي ډول ویجاړوونکي اقدامات په کې طرح کېدل. زموږ موخه د ایران د هستوي غني کولو ظرفیت له منځه وړل او د هغو ګواښونو درول دي چې د نړۍ د ترهګرۍ لومړي ملاتړي هېواد له لوري پېښېدل. نن نړۍ ته ویلی شم چې زموږ بریدونه د پوځي بریا له اړخه ډېر عالي وو. د ایران مهم او ډېر مهم هستوي تأسیسات په بشپړ ډول له منځه یوړل شول. ایران د منځني ختیځ د یو زورواکي هېواد په توګه باید اوس سوله وکړي. که داسې ونه کړي، زموږ راتلونکي بریدونه به ډېر پراخ او اسانه وي».
همدا ډول ایران لا د مخه ګواښ کړی و چې، که چېرې امریکا د اسرائیلو او ایران په جګړه کې برخه واخلي، نو ایران به په منځني ختیځ کې د امریکا پر ټولو پوځي اډو بریدونه تر سره کړي. په ریښتیا هم د امریکا له لورې پر ایران د بریدونو په ځواب کې ایران پر قطر، عربي اماراتو دوبۍ او نور هغو سیمو کې چې د امریکا نظامي اډو شتون درلود د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د ګذارونو څپې پیل کړي.
د ایران او امریکا تر منځ شخړه، چې د څو لسیزو راهیسې دوام لري، نه یوازې د جګړې، بلکې د ډیپلوماتیکو معادلاتو په ډګر کې هم لا پېچلې شوې ده. واشنګټن په پیل کې داسې انګېرله، چې دا جګړه به لنډمهاله او هدفمنده وي، خو اوس په یوې اوږدې، څو اړخیزې جګړې بدله شوې او واشنګټن نه یوازې دا چې تر دې دمه حتا خپلو لومړنیو موخو ته نه دی رسېدلی، بلکې د هرې ورځې په تېرېدو سره یې د لګښتونو او زیانونو کچه پراخېږي. له بله پلوه د ټرمپ هغه خبرې هم غلطي ثابتې شوي چې ویل یې د ایران ټول هستوي تآسیسات یې له منځه وړي دي.
د ټرمپ د ادارې بله تېروتنه دا وه چې د ډیپلوماټیکو هڅو په منځ کې یې پوځي انتخاب غوره کړ او د روان زېږدیز کال د فبرورۍ په ۲۸مه یې، د ایران پر ځینو اهدافو د بریدونو له لارې عملاً د عمان په منځګړیتوب جینوا کې د خبرو اترو بهیر ګډ وډ کړ. د واشنګټن اساسي محاسبه دا وه چې دغه اقدام به په لنډ وخت، یعنې له یوې تر دوو اونیو پورې، ایران دې ته اړ کړي چې د امریکا غوښتنې ومني او یو اړخیزی هوکړې ته به غاړه کېږدي، خو د وخت په تېرېدو څرګنده شوه، چې د واشنګټن اټکلونه او محاسبې د شته واقعیتونو پر بنسټ نه، بلکې د احساساتو پر اساس نیول شوي وو.
سره له دې چې د جګړې څو لسیزې تېرېږي، خو تهران نه یوازې دا چې د واشنګټن فشارونو ته نه دی تسلیم شوی، بلکې د خپلو پوځي او ستراتیژیکو وړتیاوو پر بنسټ یې مقاومت ته دوام ورکړی او په ډېرو برخو کې برلاسی هم دی. د متقابلو بریدونو دوام، د جګړې د ساحې پراخوالی او د ځواب ویلو وړتیا، د دې ښکارندوینه کوي چې تهران د لنډمهاله جګړې له پاره نه، بلکې د اوږد مهاله مقاومت له پاره ځان چمتو کړی و او لا هم چمتو دي.
د ټرمپ ادارې ویلي، ایران سره د جګړې د لومړیو شپږ ورځو لګښت ۱۱ اعشاریه ۳ میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی. ورته مهال ایران ادعا کړې، چې د جګړې په ۱۲ ورځو کې یې امریکا ته ۳۰ میلیارده ډالر زیان اړولی دی. له بل لوري د امریکا د استازو جرګې اندېښنه ښودلې، چې ممکن دا لګښتونه تر ۵۰ میلیارد ډالرو واوړي. الجزیرې انګلیسي څانګې لیکلي:
« پر ایران د امریکا او اسراییلو په بریدونه کې شاوخوا ۲ زره کسان وژل شوي دي».
همد ډول د یونیسف یوې منبع ويلي چې:
« دې جګړه کې ۱۱۰۰ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې او دا وضعیت خورا د اندېښنې وړ دی».
په همدې لړ کې، د امریکایي–اسراییلي رسنۍ «آکسیوس» وروستی تحلیلي راپور چې د ۴۵ ورځني لنډمهاله اوربند خبره پکې شوې، پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د دې راپور له مخې، یو شمېر منځګړي هڅه کوي، چې د روان کړکېچ د کابو کولو له پاره پر داسې لنډمهاله اوربند هوکړه وشي، څو له مخې یې د د خبرو اترو بیا پیل ته زمینه برابره شي. خو په دې راپور کې مهم ټکی دا دی چې حتا د ۴۵ ورځني اوربند او مذاکراتو پر مهال به هم د جګړې سیوری پر ځای وي.
د اوربند دې طرحې د شنونکو جدي شکونه راپورته کړې دي. ایراني رسنیو په انتقادي تحلیلونو کې دا وړاندیز د یوې واقعي حللارې پر ځای د یوې پېچلي سناریو برخه بللې ده. د دې رسنیو د تحلیلونو له مخې، داسې طرحې او وړاندیزونه ښایي د رواني جګړې برخه وي او امریکا ته د جګړې له ډګره د شاتګ او تېښتې زمینه برابره کړي.
د دې طرحې پر وړاندې د ایراني رسنیو په تحلیلونو کې څو مهم ټکي مطرح شوي دي: لومړی دا چې ښايي د ۴۵ ورځني اوربند طرحه د دې نښه وي چې ډونالډ ټرمپ غواړي له خپلو وروستیو ګواښونو، لکه د ایران د حیاتي زېربناوو له په نښه کولو شاتګ وکړي، ځکه دا ګواښونه د تهران له جدي خبرداریو سره مخ شوي دي. دویم دا چې ایران تر دې وړاندې هم لنډمهاله اوربند رد کړی او دلیل یې دا دی، چې مقابل لوری له دا ډول فرصتونو په استفادې ځان تجهیزوي.
د ایراني رسنیو د تحلیلونو له مخې، که د جګړې د پای له پاره د تهران اساسي شرطونه پوره نه شي، نو موقتي اوربند نه یوازې کړکېچ نشي کابو کولی، بلکې ښايي په نورو بڼو د فشارونو دوام، په ځانګړي ډول د جګړې تر سیوري لاندې د مقابل لوري سیاسي، اقتصادي او ان د پوځي ګټو خوندیتوب ته زمینه برابره کړي.
په لویه کې، دا پرمختګونه د دې ښکارندوینه کوي، چې واشنګټن اوس له یوې سختې معادلې سره مخامخ دی، هغه دا چې له یوې خوا به د جګړې دوام د دوي له پاره لا ډېر اقتصادي، پوځي او کورني لګښتونه ولري او له بلې خوا به، له کومې لاستهروړنې پرته د جګړې پرېښودل د متحده ایالاتو د نظامي او ستراتیژیکې ماتې په توګه تعبیر شي.
په همدې چوکاټ کې، پر ایران د فشارونو زیاتوالی او د برېښنا پر زېربناوو د بریدونو ګواښ، هغه هڅه ده چې له مخې یې واشنګټن غواړي د شرایطو په منلو سره تهران هوکړې ته اړ کړي، خو د جګړې په ډګر کې وروستیو تجربو ثابته کړې، چې دا ډول فشارونه د واشنګټن له پاره مطلوبې پایلې نه شي لرلای، ځکه د ایران له رسمي دریځونو داسې ښکاري چې د جګړې پای یوازې د ځانګړو شرطونو په پوره کېدو سره ممکن دی، او د تهران مقاومت ثابته کړه چې بېړنۍ او احساساتي پرېکړې د مقابل لوري له پاره اوږدمهاله پایلې لرلای شي.
نوربیا
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.