له ایران سره د جګړې لګښت ۵۰ میلیارده ډالره اټکل شوی

37

د ایران سره د جګړې لګښت ۵۰ میلیارده ډالره اټکل شوی
د نړیوالو رسنیو په راپورونو کې، د امریکايي چارواکو له قوله ویل شوي چې د امریکا او اسراییل له‌خوا د ایران پر وړاندې د جګړې لګښت نږدې ۵۰ میلیارده ډالره اټکل شوی دی.
د جمعې، د مې لومړۍ نېټې، د الجزیرې د راپور له مخې، دا نوې اټکل د پخوانیو راپورونو په پرتله د جګړې د لګښتونو د پام وړ زیاتوالی ښيي.
راپور زیاتوي چې دا شمېر نږدې د پخوانیو اټکلونو دوه برابره دی. خو رسمي چارواکو تر اوسه د دې لګښتونو د محاسبې په اړه دقیق جزییات نه دي وړاندې کړي.
د امریکا او اسراییل ګډه جګړه د ایران پر وړاندې تر اوسه د ډېرو زیانونو سبب شوې ده، چې پکې د بنسټیزو تأسیساتو او ملکي امکاناتو ویجاړېدل، او د زرګونو کسانو مرګ ژوبله شامله ده.
د امریکا او ایران ترمنځ اختلافاتو د هرمز تنګي کې هم کړکېچ زیات کړی دی. د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان، مخکې ویلي وو چې د امریکا له‌خوا پر دې هېواد سمندري محاصره د «ظالمانه» تګلارې دوام دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.