نوی ډهلي (رسنۍ): نیویارک ټایمز د شنبې په ورځ راپور ورکړی چې هند به له روسیې څخه د تېلو پېرود ته دوام ورکړي، سره له دې چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بندیزونو ګواښونه کړي دي.
ټرمپ پخوا ویلي وو چې که کوم هېواد له روسیې څخه تېل واخلي، نو پر هغو به سل سلنه تعرفې ولګوي، تر هغه چې روسیه له اوکراین سره د سولې پراخ تړون ته ورسیږي. خو وروسته یې ویلي، چې هغه ته فرقه نه کوي چې هند له روسیې سره څه ډول چلند کوي.
ټرمپ تېره جمعه خبریالانو ته ویلي چې داسې راپورونه یې اورېدلي چې هند به نور له روسیې تېل وانخلي. خو نوی یارک ټایمز ته دوه لوړپوړو هندي چارواکو ویلي، چې د هند د تېلو پالیسي کې هیڅ بدلون نه دی راغلی. یوه چارواکي زیاته کړې چې حکومت تیلو واردوونکو شرکتونو ته کومه لارښوونه نه ده کړې چې له روسیې واردات کم کړي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت، د نفت او طبیعي ګاز وزارت او د سپینې ماڼۍ له لورې لا تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ورکړل شوی.
تر دې مخکې رویټرز راپور ورکړی و، چې د جولای میاشتې له پیل سره، د تخفیفونو کمېدو له امله، د هند دولتي تصفیه خانو له روسیې د تېلو اخیستل کم کړي، خو روسیه لا هم د هند تر ټولو لوی د تېلو عرضه کوونکی هېواد دی، چې د هند د نفتو نژدې ۳۵ سلنه واردات جوړوي.
هند، سره له نړیوالو فشارونو او د لویدیځ بندیزونو، د ارزانه انرژۍ د پېرلو لپاره له روسیې سره سوداګریزې اړیکې ساتلي او خپله بېطرفه پالیسي یې دوامداره ساتلې ده.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.