د کتاب تاریخچه

لیکوال: څېړندوی محمد اسحاق مومند

124

اکسون مجله، دیارلسمه مقاله

کتاب یوه عربي کلیمه ده چې پښتو ژبې ته یې له همدې ژبې څخه لاره کړې. کتاب د بېلا بېلو لیکل شویو هغو پاڼو ټولګه ده چې ماناداره مفاهیم په کې لیکل شوي وي او معمولاً له یوې؛ ښي او یا چپې خوا تړل شوی، ګڼدل شوی او منظم شوی وي او یا دا چې هر چاپي اثر ته موږ کتاب ویلای شو، د یونسکو سازمان وایي: کتاب هغه صحافت شوی او چاپي اثر دی چې له ۴۹ مخونو څخه کم نه وي.
خو موږ د ناچاپ کتاب اصطلاح هم له ځانونو سره ډېره کاروو. داسې ویل کېږي چې په تېرو زمانو کې کتاب موجود نه او د وخت انسانانو به له بېلا بېلو لارو ځانونه له یو بل سره پوهول راپوهول. داسې تعبیرونه خورا زیات دي چې د دغو تعبیرونو ځینې کیسې یې کتابونو ته هم پورته شوې دي.
موږ چې کله په ښوونځي کې و، نو د شپږم ټولګي پښتو مضمون کې مو د کتاب په نوم یو درس لوستلی و چې په هغه کې یې داسې لیکلي دي (په ډېرو پخوا زمانو کې به کتاب نه و، زموږ پلرونو به کیسې په یادو زده کولې، دا کیسې پېړۍ پېړۍ نورو نسلونو ته رسېدلې دي، څرنګه چې دا کیسې به یې ټولې په یاد نه پاتې کېدې، نو دوی په دې فکر کې شول چې د کیسو د ساتلو لپاره په لرګیو کې ځینې نښې نښانې وکړي.
وروسته په دې هم وپوهېدل چې د تېره لرګي په څوکه په نرمه خټه یوه نښه وباسي او په اور یې پخه کړي، څو ډېر عمر پاتې شي چې همدا کار په حقیقت کې د کتاب د منځته راتلو پیل و.)
دلته د کتاب د منځته راتګ کیسه د ماشومانو لپاره شوې او په ډېره ساده ژبه یې ورته کتاب بیان کړی دی، خو زموږ د شپږم ټولګي د کتاب په خبره رښتیا هم چې انسانان له هماغې لومړۍ ورځې را په دېخوا په دې هڅه کې دي چې ورځ تر بلې د ځان او ټولنې لپاره د خبرو اترو او یو بل ته د دغو خبرو د لېږد لپاره داسې وسایل جوړ کړي چې شته کرښې او پولې له منځه وېسي، دا چې انسانانو د خپلو خبرو د ساتلو لپاره له لمدو خټو کار اخیسته او بیا یې دا خټې په اور پخولې، د هغې زمانې یو لوی ابتکار ګڼلی شو، په ټوله نړۍ کې هغو لیکنو او نښو نښانو ته اوس هم ارزښت ورکول کېږي چې په تېرو پېړیو کې لیکل شوي وي، یوه بېلګه یې خطي نسخې دي چې د نن سبا د مډرنې نړۍ له کتابونو څو چنده ارزښت لري.
د ژبې ځینې څېړونکي داسې وایي چې په تېرو پېړو کې انسانانو اشاري ژبه کاروله او بیا یې ورو ورو پرمختګ وکړ او یو بل یې پوهول، په دې اړه څېړنپوه مولاجان په خپل کتاب (ژبه او ټولنه) کې د انساني ژبې په اړه داسې لیکي: په تېرو زمانو کې د یوه قوي توپان له امله د ځنګل ونې د اور خوراک شوې او وسوځېدې، په هغه وخت کې انسانانو د وحشي حیواناتو غوندې ژوند کاوه، څه چې به دوی پیدا کول هغه به یې خوړل، په غرونو کې به په لویو لویو غارونو کې ویده کېدل. کله چې دوی اور ولید جټکه یې وخوړه او وډار شول، خو وروسته د اور تودوخې خوند ورکړ او بیا یې په دې پیل وکړ چې په اور باندې لرګي واچوي، بلاخره دوی په دې وتوانېدل چې نغري جوړ کړي، د دې ګډ فعالیت او هڅو په پایله کې دوی د دې توان پیدا کړ چې بېلا بېل اوازونه له خولو وباسي. د دې اوازونو په مرسته دوی یو تر بله پوهول راپوهول کول او د وخت په تېرېدو سره له همدغو اوازونو څخه لغتونه او بیا ژبه جوړه شوه… لومړنیو انسانانو د حیواناتو غوندې د چیغو په واسطه بدرګه کېدونکې اشارې څرګندولې او د وخت په تېریدو سره کله چې انسان یوه داسې حالت ته ورسیده چې خپل افکار نورو انسانانو ته ورسوي، نو په لومړي سر کې یې د اوازونو ژبه او وروسته یې اشارې وکارولې.
داسې ویل کېږي چې په پخواني بین النهرین او اوسني عراق کې له میلاد څخه ۲۵۰۰ کاله پخوا د لیک پر منظور د خټو له داسې تابلوګانو څخه کار اخیستل کېده چې په کلونو کلونو یې دوام کاوه او دا به د سوداګرۍ او نورو حکومتي چارو لپاره کارول کېدې.
خو زموږ اسلام دا خبرې نه مني چې انسانانو په لومړي سر کې ژبه نه درلوده او ورو ورو یې پرمختګ وکړ او بیا یې ژبه پیدا کړه. اسلام وایي چې الله ج ادم ع سلام پیدا کړه او هغه ته یې د ټولو شیانو علم او ژبه ورکړه.
د قرانکریم د لومړۍ پارې د البقره سورت په دېرشم ایات کې داسې راغلي دي: ژباړه: کله چې الله ج ادم علیه السلام پیدا کړ، نو هغه ته یې د ټولو شیانو نومونه ور وښودل.
تر دې وروسته داسې ویل شوې دي چې لومړنیو انسانانو لیک پیل کړ، نو بیا په دې لټه کې شول چې دا لیکونه له ځان سره وساتي، په همدې خاطر یې د څارویو له پوستکو او ځینو نورو لرګیو څخه کار واخیست او بیا له هغې وروسته د پاپیروس په پاڼو باندې لیکونه کول.
د کتاب تاریخ پنځه زره کلونو ته رسېږي، په دې اړه د شپږم ټولګي کې داسې راغلي دي: مصریانو لږ تر لږه پنځه زره (۵۰۰۰) کاله پخوا د پاپیروس د بوټي له پاڼو څخه یو ډول کاغذ جوړ کړ، کله چې وپوهېدل چې هغه له منځه ځي، نو د هغه پرځای یې د ژوو پوستکي د لیکلو لپاره غوره کړل. دغو کتابونو یواځې مالدارو خلکو پورې اړه لرله، د زرګونو کلونو وروسته بیا په چین کې د اوسني کاغذ ډېر ابتدایي ډول منځته راغلی. ورپسې په جرمني کې د چاپ ماشین اختراع شو چې د کتاب د چاپ لپاره رسمي زمینه برابره شوه.


لومړنی کاغذ له میلاد څخه دوه سوه کاله پخوا په چین کې جوړ شو او دا به له زړو جامو څخه جوړېده، دا کاغذ د مسلمانانو له خاورې به اروپا او نورو غربي سیمو ته لېږدول کېدل، خو کله چې په نړۍ کې صنعتي انقلاب رامنځته شو، نو د لومړي ځل لپاره له لرګي څخه کاغذ جوړ کړای شو.
کله چې په یوولسمه میلادي پېړۍ کې کاغذ جوړ شو، خو تر شپاړسمې میلادي پېړۍ پورې بیا هم د څاوریو له پوستکي څخه د لیک لپاره کار اخیستل کېده او دا د دې لپاره کېده چې د څارویو پوستکي تر ډېره پورې ساتل کېږي.
په ۱۴۳۹م کال په جرمني کې د (یوهانس کوتنبرګ) له خوا د چاپ ماشین جوړ شو چې په نړۍ کې یې لوی بدلون رامنځته کړ. کوتنبرګ له خوا چې کوم لومړنی کتاب چاپ شوی دی هغه انجیل دی، د دې ماشین سرعت په هر ساعت کې له ۷۰ تر ۱۰۰ مخونو پورې کار یې کاوه.
په شلمه پېړۍ یانې ۱۹۷۱ م کال کې برېښنایي کتابونه رواج شول، خو په رسمي ډول چې کوم کتاب برېښنایي شو هغه Numomedias Rocket نومېده او په ۱۹۹۹م کال کې نشر شو.
نن سبا چې په نړۍ کې څومره پرمختګونه شوي او یا کېږي دا ټول د کتاب برکت دی، کتاب د انسانانو ژوند بدلوي او ټولنې د هوساینې او پرمختګ پر لوري رهبري کوي.
افغانانو ته په کار دي چې د نړۍ د نورو هېوادونو، ولسونو، قومونو او پرګنو پر څېر کتاب ته مخه کړو او پر اساس یې خپل دنیا او اخرت پرې منوره کړو.
Ishaq.momand22@gmail.com

اخځلیکونه:
۱. قرانکریم. لومړۍ پاره، البقره سورت، ۳۰ ایات
۲. تڼیوال، مولاجان. ژبه او ټولنه، مومند خپرندویه ټولنه: جلال آباد، ۱۳۹۴ل کال.
۳. د شپږم ټولګي پښتو. د پوهنې وزارت، د تعلیمي نصاب د پراختیا او درسي کتابونو د تالیف لوی ریاست: کابل، ۱۳۹۸ل کال.
۴. https://www.kanoon.ir/Article/21041

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.