د اګست میاشتې اروا
له غرمې مخکې آره سو [1] ته ورسیدو؛ خو څه باندې دوه ګړۍ په رنسانس ماڼۍ پسې لالهانده شوو، چې ونزویلایی لیکوال، میګل اوتر سیلوا [2] ، د توسکان [3] په لیرې کلیواله سیمه کې اخستې وه.
– ښه خبره ده؛ ځکه په هغه ماڼۍ کې ارواوې اوسي!
ما او مېرمنې مې چې په ارواوو، هغه هم په رڼا ورځ باور نه درلود، په دې ښځه پورې وخندل؛ خو زموږ دواړه نهه او اووه کلن زامن، د ارواوود لیدو په هیله خوشاله ښکارېدل.
میګل سیلوا چې په لیکوالئ سربېره بې سیاله مېلمه پال، په خبرو پوه او د خوندورو خوړو پخوونکی و، په زړه پورې غرمنئ چمتو کړې وه. د ناوخته رسېدو په توسن د مانۍ لیدو ته وزګاره نه شوو او میز ته کیناستو.
ماڼۍ هېڅ ډاروونکی نه ښکارېده. د ډوډۍ خونه په څو ډوله او ډېرو ګلانو ډکه او ښایسته وه. د ښار نندارې زموږ ټوله ستوماني پای ته ورسوله.
خبره نوابغو ته لاړه. موږ نه پوهېدو چې څنګه په دې کورونو کې، چې د نهه سوه زره کسانو د پاره پوره ځای نه لري، دومره نوابغ زېږېدلي؛ خو میګل سیلوا په کارابیني خندا کې وویل چې دوی چیرې او نوابغ چیرې!
او په جګه یې وویل:
– خو په دې نوابغو کې د لدویکو [4] نوم تر ټولو لوړ دی.
ده وویل چې لدویکو کورنی نوم نه درلود، خلکو به د هنر او جګړې هڅوونکي باله او د غرمنئ په ټوله موده کې یې، د لدویکو د ماڼۍ په هکله خبرې وکړې، چې د هغه د پاره یې دردونکی پای درلود!
ماڼۍ په رښتیا ډېره لویه او تیاره وه؛ خو د سیلوا خبرې په رڼا ورځ او مړه ګېډه، داسې وې لکه د مېلمنو د بوختولو د پاره چې کېږي. د نیمې ورځې له خوبه وروسته، موږ د مانۍ په هغه دوه اتیا خونو وګرځېدو، چې د ماڼۍ پرله پسې څو خاوندانو ډېر بدلونونه پکې راوستي وو.
میګل سیلوا ټول لومړی پوړ بیا رغولی و. د خوب یوه نوې خونه یې جوړه کړې وه، چې غولی یې مرمر و. سونا حمام، د ورزش ځای او څنګ ته یې په ګلانو ډکه هغه خونه چې موږ پکې غرمنئ خوړلې وه. د دویم پوړ ډېرې خونې چې خلک څو پېړۍ پکې اوسېدلي وو، په هغه کالیو ډکې وې چې پخوانیو اوسیدونکو په ځای پرېښي وو. له دې پاس داسې یوه خونه وه چې لرغونې بڼه یې درلوده او چا لاس نه و، وروړی. دا د لدویکو د خوب خونه وه.
که څه هم چې په زړه کې مې وېره وه؛ خو ښه ویده شوم. زه او مېرمن مې د مانۍ په لومړي پوړ کې پراته شوو. د ماشومانو خونه زموږ څنګ ته وه. دواړه خونې نوې جوړې وې او کومه ستونزه یې نه درلوده. همغسې چې خوب ته مې شیبې شمارلې، د مېلمنو د هرکلي د خونې د لویې ګړۍ دوولس ټکونه مې واورېدل. د شپنې مېرمنې وېروونکي خبرو مې په غوږونو کې انګازې وکړې؛ خو دومره ستومانه وم چې ژر ویده شوم او ښه ویده شوم.
د سهار له اوو بجو وروسته مې، سترګې د لمر په هغه وړانګو ولګېدې چې بهر، د تاکونو په شنو څانګو ډېرې ښایسته خورې وې. په څنګ کې مې مېرمن ناسته وه. ځان ته مې وویل:
– په دومره پاخه عمر کې په ارواوو باور، د هوښیاریانو کار نه دی. د تازه توتو بوی ولړزولم. په هغه بخارئ مې سترګې ولګېدې چې ایرې یې کنګل وې او د مخې لرګي یې په ډبرو اوښتي وو. مخامخ هغه خپه جنګیالی را ته کتل، چې له دریو پېړیو راهیسې د سرو زرو په قاب کې ایسار و.
موږ د لومړي پوړ د خوب په نوي خونه کې نه وو. د لدویکو د خوب په خونه کې ویښ شوي وو. هغه چې پردې یې په زرتارو جوړې وې او د نفرین شوي کټ د سر ټوټه لا هم په تودو وینو سره وه!
د 1980 اکتوبر
لیکوال: ګابریل ګارسیا مارکیز
فارسی ژباړن: احمد ګلشیری
پښتو ژباړه 2026-01-14/13
دوبی – وارنا الوتنه
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.