غزل

محمود ایاز

35

زه د سرو زرو تعویزونه جوړوم په کاغذ
که ستا د غاړې زنځیرونه جوړوم په کاغذ

د جدائي شپه ده د ځان د غولولو په نیت
سرۀ په نکریزو ستا لاسونه جوړوم په
کاغذ

د ژوندانۀ د مرور منظر عکاس یم که نه ؟
بیا دې خفه خفه عکسونه جوړوم په کاغذ

شاید د ستړي عمر یاد تازه کومه یو ځل
ستړي ستومانه ماښامونه جوړوم په کاغذ

ستا په سرو شونډو شنه مسکا انځورومه جینۍ!
په سپین رخسار دې شنه خالونه جوړوم په کاغذ

چې رابرسېره په انځور کې تنهائي شي زما
په ځان چاپېره دېوالونه جوړوم په کاغذ

د تاریکو تورو لوګیو وېرولی یمه
بلې ډیوې او څراغونه جوړوم په کاغذ

منګي ، انجونې او ایازه ! د دوئ سپینې لېڅې
ګودر ، اوبه او چینارونه جوړوم په کاغذ

محمود ایاز کویټه جنوبي پښتونخوا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.