دا څو ورځې چې د سیمې او نړۍ جګړه له اورني شدت سره تر اوونیو اوښتې، ښايي زما په څېر د ډېرو خلکو زړونه او ذهنونه هم ورسره له معمول ډېر لرې ان تر دې چې وروسته یې هم خدای مه کړه همداسې پاشلي او له خورو ورو اغیزو خوندي پاتې نشي؛ ځکه چې د جګړې د پیل انتخاب خو کېدای شي؛ مګر پای ته رسول یې بیا انتخاب نه وي. هغوی چې جګړه پيلوي او یا د جګړې نښه ګرځي، ډېری وخت نه پوهېږي چې دا به کله؟ او څه ودرېږي؟ جګړه هغه سېلاب دی، چې مسیر یې هم په خپل شدت او وجودي منطق په خپله ټاکي.
دا د جګړې همغه خشن طبعیت دی، چې له ورانیو او ویجاړیو وراخوا یې هم پر هیڅ انساني او بشري احساساتو، روان، عواطفو او د ژوند پر هیڅ معمول رحم و کرم نه وي، ودې شي چې تر هغه فیزیکي او ظاهري یا تر کومه حده چې یې موږ وینو تر هغې څو واره زیات زیان او تاوان یې همدا بشري برخه ګالي؛ خو هغه چې جنګونه یې کاروبار دی او یا یې د رزق و روزۍ وسیله ده؛ هغوی اصلاً د همدې تاوان او زیان په کچه د ګټې محاسبې لري.
دا د بشري تاریخ د جبر یوه تپلې محاسبه هم کېدای شي او په دې کې هغه چې همدا جنګونه توجیه کوي او په ودې یې د خپلو طاقتونو توازن ساتي؛ ممکن اکثریت یې نه وي؛ خو دا جبر یې په لویې بشرې کتلې یا اکثریت داسې مسلط کړی دی، لکه جنګ چې د بشر یوه ډېره ضروري او جدي اړتیا وي، دې غېر طبعي او جبري ضرورت نه یوازې د همدې بشري زیان په اساس د لویو طاقتونو ضرورتونه پوره کړي دي؛ بلکې په خپله اول دوی د خپل همدې طبعیت پر وړاندې د جګړي په لومړی کرښه کې ولاړ دي.
زه نه وایم چې د جبر او طاقتونو خاوندان د استثنا وړ دي؛ خو دا د بشري طبعیاتو او مزاج برعکس تامل دی یا صریحاً غلط ادرس دی، چې ګنې انسان دې جنګړه وکړي.
هغوی چې جنګونه کوي، د جنګونو سامانونه اوزار او په وسایلو یې د طاقتونو نمایش لري، موږ وویل چې د خپلې خیټې او هوس لیونیان دي او د همدې محدودو مقاصدو لپاره لومړی د بشري طبعیت احلال او استحصال(استثمار) کوي او بیا یې د یوې نوې دنیا د ایجاد او په کې د خیال او خوب د اوسېدنې ماڼۍ جوړوي؛ خو دوی دا هر څه اول د همدې بشري طبعیت پر ضد له ادرس پیل کوي؛ ځکه خو ویلی شو، چې د معاصرې نړۍ د ټولو جنګونو هیت او ماهیت(شکل او منځپانګه) غیرطبعي او غیرضروري ده او ټولې هڅې، طاقتونه او د بشري خواخوږۍ اصول او اخلاق یې یوطرفه، بې توازنه او بې اعتداله دي.
ویل دا غواړم، چې که جنګونه وي هم، موږ باید د خپلو انساني او بشري طبعیاتو هغه سولیز او باثباته تمایل هېر نکړو؛ کوم چې د بشر خپل او طبعي طبعیت دی او په دې هم باید پوهېدلي واوسو، چې دا ګډوډ ادرسونه یا غیر طبعي حالت د محدود اکثریت او د جنګي کاروباریانو د طاقت او هوس لوبه ده؛ نه د بشر د طبعي ضرورت رښتینې اړتیا؛ دویم دا که جنګ و جګړې روانې هم وي؛ دا مو باید هېر نه وي، چې جګړه هم خپل اخلاقیات لري، په انسان یا د انسان په وینې توېدنې او وژنې خوشالي او یا هم دې ته شدت ورکول هیڅ کوم انساني ارزښت نه دی؛ باید انساني واوسو، د جګړې تپنه، دفاع او مجبوري یو شی دی او انتها یا شدت ورکول یې بل څه دي.
دا باید تلقین کړای شي، چې دا وخت د نړۍ د لویو طاقتونو د توازون د تیوری نظریه که هر څومره ضروري او جدي هم ده؛ خو دا بېخي غیر اخلاقي او بشر ضد هم ده، محکوم او کمزوري ولسونه او ریاستونه سمه ده، چې باید په دغسې سیالو کې ناغیړي ونکړي؛ خو دا غاړه خلاصول هم مهم دي، چې په دغسې غېر متوازنو طاقتونو او جنګي هوسونو یې انسان په خساره کې هم ده او خپل همدا بشري دریځ او موقف یې باید په هر حال روښانه او صریح وي.
کاش د برټرنډ رسل دا خبره د دنیا د ټولو خلکو مغزو ته رسېدلې وای چې: «که جګړه وي موږ به نه یو او که موږ یو؛ نو جګړه به نه وي».
کالم/ رنسانستان
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.