د افغانې مور په اه کې

هاجره حرکت

30
تور پنجابه سره لمبه شې  افغانې مور په اه کې
تور سکاره خړه ایره شې،  افغانې مور په اه کې
تر پنځوس کلونو رسې سوځوې اونړوې مـوږ
نړۍ له نقشې ورک به شې  افغانې مور په اه کې
وار به راشي خیر دې نه شته، بچو له غچ و قهره
  شې لوخـړه به هـوا کې، د افغانې مـور په اه کې
ستا هر ظلـم ناروا خو، ليک شوه کرښه پر ډبره
د تاریخ  سینې تـه پاتې،  افغانې مور په اه کې
تر راتلونکې نسل رسي، دا ستا توره کارنـامـه
غـچ به اخلـې لـتـا ګـوره افغانې مـور پـه اه کې
ته چـنګـیـز د زمـانې، له هغه هـم خونـړی يـې
شې رسوا لکه ابلیس به،  افغانې مـور په اه کې
د تنکـیـو ماشـومانو ویـنې څښـونکی بـرماڼـو یې
اور لړونی د سره اور يې، افغانې مـور په اه کې
ورکیدو ته نږدې کیـږې تا مـیږې وزرې کړې
کرایـې قاتل برباد يې،  افغانې مـور پـه اه کې
دې خاورې له ازاره چا بازار میندلی نه دی
تالانګر دی سر خوړلی  افغانې مور په اه کې
لر او بر دې سـوځـولی هـر افغـان دې تـلولی
د نيستۍ پر لور ښوريږې  افغانې مور په اه کې

‎ له ما ځنې الفاظ ورک دي

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.