جکړ وهلې توتکۍ

هاجره حرکت

31
د جـکـړونـو، طـوفـاني سیـلـۍ وهـلـې یـمـه
يم تـوتـکۍ  لـه خـپـلې ځـالـې تـرولې یـمـه
تناب د عـقـل مې لا دومره غښتلتیا نـه لـري
تـورو دیـوانـو طلـسمـو کې پرځــولې  یـمه
خـټیـنه ځـاله کې مې زر او مرغـلرې پـټې
غړه وم سترګې خـو ړنـدو کې شمېرلې یمه
 د خپلې خاورې سپېڅلتیا ته بچي ژمن نه شولو
خـپلـو کې غـله شـول نـاهـيـلیـو بيا زپـلې یـمـه
هغه د لـمر په څېر رڼا چې يې تر ولس رسیـده
ګټه ترې نور اخلي اوس دې حال ربړولې يـمه
 نـن د افـغـانې مـور بـچي دوښمن لمن ته لويږي
دې نـاشـولـتـو  زه هــر لـورې ځـغــلولې یـمه
لـوڼـه تـورتـم ته ټـيل وهي راتلونکې تـپـه تـیاره
د انساني ژونـد له دایـرې نه یې غورځولې یمه
هېواد مې تخت د سلیمان(ع) دی پرديپال نه پریږدي
تـرې را رغــړېـږي تـجــربـو زه پــوهـــولـې یــمـه

افغانه مور وایې

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320