د اکتوبر شپږمه

هاجره حرکت

31

د غنجې په څېر په سل ژبو خاموشه

لکه بوې هسې په پټه خوله ګویا

نن یوه ډیره دردونکې او غمجنه ورځ وه، نن داسې یوې مهربانې میرمن زهرا صابر، له دې نیمګړې نړۍ سترګې پټې کړې، چې ډیر زړونه یې ودردول او له ډیرو سترګو ورپسې اوښکې توې شوې او لا تویږي.

د ښاغلي ډاکټر صاحب صابر، د خواږه ژوند ملګرې، چې ددوي دواړو  ګډ کورنی ژوند،د مینې، لورینې،هوساینې، د ارام ذهن، یو بې جوړې مثال و، چې د دوې کور تل د خپلو هیواد والو له پاره، د راشې درشې، لیدنې کتنې او مهربانۍ ځاي پاتې شوی دی.

هو زه د زهرا صابر په هکله غږیږم، چې شپږ اولادونه یې روزلې او هر یو یې لوړې زده کړې لري، چې په ټولنه کې منل شوي شخصیتونه دي او دا د یوې مور لپاره ستر ویاړ ځکه دی، چې په دې اروپایې ټولنه کې د داسې اولادونو روزل، ستره وړتیا غواړي.

دوي ټولو لکه مشره لور یې، فاطمه، چې د ښاغلي ډاکټر یحیی سره یې واده کړی او اوس وردګ تخلص کوي، خالد صابر، نسیم صابر، خپلواک صابر، اسد صابر او احد صابر، دوي ډیر خواږه او درانه انسانان دي،  چې د لوړو تحصیلاتو تر څنګ، هم یې د خپل افغاني  کلتور عزت او درنښت نښې او ځانګړنې، په خپلو  شخصیتونو کې ساتلي او هم یې د دې اروپایې ټولنې،ځینې ګټور او غني ارزښتونه له پامه نه دي غورځولی.ځکه خو منل شوي او ښکلي شخصیتونه دي، چې په یوه سالمه او نیکمرغه کورنۍ کې روزل شوي دي، چې دا ټول د یوې لوړې پوهي او تدبیر لرونکې مور او ورسره پلار پر مټ  کیداې شي.

نیکمرغه انسان به هغه وي، چې د داسې یوې مهربانې کورنۍ، بیا په خاصه توګه د خوږې مور په غیږ کې را لوي شي، له همدې کبله دا ځوانان ډیر نیکمرغه دي.

د دوي مور زهرا صابر، اوس له موږ جلا شوه، خو په تللو سره یې موږ ته بې شمیره خوږې خاطرې پرېښودې.دغه راز خپل هیواد ته، له دې ځایه یې، په خپله افغاني ټولنه کې، له خپل ولس سره، مدام نږدې اړیکې پاللې او له هغوي سره یې تر خپل وس پورې مرسته کړې ده. ما به لیدل چې د  هرې افغانې کونډې مالي ستونزو ته به کړیده او د امکان تر حده به یې،له دې ځاې، ورته پیسې لیږلې.

زموږ د ګران هیواد په دا دومره اوږده موده کړاو او اړو دوړ کې،د خپل ولس په حال، ژړلي او د پردیسۍ په دې اوږده موده کې یوه شیبه ارامه نه ده تیره کړې.

ډیری افغانان چې د جرمني هیواد ته مهاجر شوي، په لومړي سر کې د دوي میلمانه شوي او بیا په خاص ډول د بن ښار ته، د زهرا بيبې د لاس ډوډۍ به یې ضرور خوړلې وي، چې دا یې له خپلو هیواد والو سره د ډیرې مینې او اخلاص نښه ده.

دوي دواړه ښاغلی  ډاکټر صابر او د ده درنه او مهربانه میرمن، یوه داسې کورنۍ وه، چې دلته په بهر میشتو افغانانو کې، زموږ ټولو لپاره، د مینې، او ښې لورینې یو مثال و او دی.

د دې ټولو نیکو ځانګړتیاو وجه، د ډاکټر صاحب صابر خان،  د خواخوږي او مهربانه شخصیت تر څنګ،د ده د خوږ ژوند ملګرې، د خپلو ټولو اولادونو او د کورنۍ غړو لپاره، خوږه مور زهرا بيبې وه او  همدا وجه ده، چې دغه ډول نیک انسانان یې ټولنې ته وړاندې کړي دي.

هغې د خپل ژوند له ملګري سره، جرمني ته له مهاجرت سره سم، په هر ډول حالاتو کې، هغه که له کور څخه بهر د کار کولو اړتیا وه، اوږه ورکړې او د نرسنګ په برخه کې د دوه غبرګونو  ماشومو زامنو په لرلو سره، مسلکي زده کړې وکړې او په دې مسلک کې کار وکړ.

خپل د ژوند ملګري ته تل په میړانه دریدلې وه او ګډ کورنی ژوند یې د مینې، محبت، نږدیوالي او صداقت یو تل پاتې مثال دی. ورسره لکه موږ چې وایوو، هر نیک اولاد د خپل پلار او مور لپاره یوه ستره خزانه ده، چې هم د اسلام دین د عقایدو له مخې یې دوعا ګویې وي او هم يې ټولنې ته خیر رسیږي، هغه د دوي اولادونه دي.

داسې ښکلي، خواږه او د نرم زړه خاوندان، پر الله پاک هم ډیر ګران وي، ژوند یې ډیر اوږود نه وي او خپل ځانته یې ژر غواړي.

نن له موږ داسې یوه بې جوړې مهربانه،د خپل خوږ  ژوند ملګري ډاکټر صاحب د ژوند ملګرې،خپلې درنې او سترې کورنۍ، خواخوږې مشره، زما لپاره نږدې ملګرې او خوږه خور، له موږ جلا شوه او موږ یې د دې د جدایې په فراق کې، د غم پر ټغر کښینولو.

پر همېشني کور یې د لوي الله نور او ګلونه، یادونه یې تل پاتې نه هیریدونکي.

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320