د ژوند جګړه

لیکوال: همایون بابر 

31

انسان څه چې غواړي،
کله ناکله ورته رسېږي؛
خو ډېر ځله د خپلې هیلې تر دروازې پورې ورسېږي، لاس ور اوږد کړي، او بیا تش لاسونه بېرته راټول کړي.

انسان، که څه هم د مخلوقاتو اشرف دی،
خو له خپل همثل، له خپل بني آدم سره هم تل په سوله کې نه دی.
ځینې وخت د بل انسان سیوری ورته دروند شي،
ځینې وخت د بل انسان موسکا د ده د زړه په زخم مالګه وشیندي.

ویل کېږي:
دلته به د سپي ژوند تېروې.
خو دا خبره د نړۍ په هره خاوره کې یوه مانا نه لري؛
ځکه په ځینو ځایونو کې سپی له انسانه ډېر نازول کېږي،
ښه خواړه لري، ګرم کور لري،
او د ژوند هغه عزت ویني چې ښايي یو انسان یې هم ارمانجن وي.

خو انسان یوازې د دې دنیا مسافر نه دی؛
هلته، د آخرت په محکمه کې،
د خپلو کړنو، خپلو انتخابونو او د خپلو حقونو ځواب ورکوونکی دی.

حالات هم تل د انسان په لاس کې نه وي.
کله کله داسې څپې راولاړې شي
چې انسان ترې نه ځان ژغورلی شي،
نه یې لوری بدلولی شي.
تلاطم یې له هرې خوا راچاپېر کړي،
او انسان یوازې دومره کولی شي چې ځان ونه بایلي.

خو تسلیمېدل،
له هڅې لاس اخیستل،
او ناکامي د خپل برخلیک وروستۍ کرښه ګڼل
د انسان د همت لپاره قبر دی.

دزمری په خوله کې،
همت مه بایله.

ژوند د پیل له شېبې تر پای پورې یوه جګړه ده؛
له شیطان سره جګړه،
له نفس سره جګړه،
له سختو حالاتو سره جګړه،
او کله ناکله له هغه انسان سره جګړه
چې د خپل ورور په څېر باید درسره ولاړ وای.

د نړۍ په میلیاردونو انسانانو کې
ټول یو ډول نه دي.
هر څوک خپل فکر لري،
خپل خواهش،
خپل درد،
خپل غرور
او خپل پټ جنګ.

ستا واک محدود دی؛
ته د هر انسان زړه نه شې بدلولی،
د هر حالت مخه نه شې نیولی،
او د هرې پېښې پایله نه شې ټاکلی.

کله کله انسان دومره تنګ شي
چې له ځانه سره ووایي:

کاشکې هېڅکله پیدا شوی نه وای.

خو دا خبره د درد چیغه ده،
د حل لاره نه ده.

ځکه ژوند، لکه سپوږمۍ،
یوازې یوه روښانه شپه نه ده.
د نوې میاشتې له نرۍ رڼا پیلېږي،
ورو ورو غټېږي،
بدر ته رسېږي،
خپل کمال ښکاره کوي،
او بیا بېرته د کمېدو پر لور ځي.

د انسان ژوند هم همداسې دی.

ماشومتوب یې د سهار نرمه رڼا ده،
ځواني یې د پورته کېدونکي لمر تودوخه ده،
کمال یې د بشپړې سپوږمۍ په څېر روښانه وي،
او بیا ورو ورو د ماښام پر لور روانېږي.

لکه الوتکه چې اسمان ته د پورته کېدو لپاره
لومړی پر ځمکه منډه وهي،
ورو ورو له ځمکې جلا کېږي،
لوړېږي،
خپل لوړ منزل ته رسېږي،
او بیا د سفر د پای په لور ښکته کېږي.

حیات هم همدا سفر دی.

موږ یو د بل پر وړاندې ولاړ یو؛
کله متقابل،
کله متخاصم.

بدنیتي د آدم له اولاد سره پرون پیل شوې نه ده.
له ډېر پخوا زموږ د کیسې یوه برخه ده،
او ښايي تر قیامته به د انسان په سیوري پسې روانه وي.

خو د دې ټولو جګړو په منځ کې
تر ټولو ستره جګړه هغه ده
چې انسان یې له خپل ځان سره کوي.

که نړۍ دې ماتوي،
ځان مه ماتوې.

که حالات دې راچاپېر کړي،
هیله مه وژنه.

که منزل لرې شي،
قدم مه دروه.

ځکه انسان ښايي هر څه په خپل واک کې ونه لري،
خو د ماتېدو په شېبه کې
د بیا پورته کېدو انتخاب لا هم د ده په لاس کې وي.

کېدای شي نړۍ دې واک کې نه وي؛
کېدای شي خلک دې بدل نه کړای شي؛
کېدای شي حالات دې مات کړي.

خو یو شی لا هم ستا په لاس کې دی:

له ماتېدو وروسته، بېرته درېدل.

همدا د انسان وروستی اختیار دی،
او ښايي تر ټولو ستره بریا همدا وي.

کنځل ولې کوو؟

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320