ارغنداو سیند چي د بابا غره څخه سرچینه اخلي په پیل کي لږ شمال خواته ځي، خو وروسته د جنوب لور ته راګرځي او خپله لار وهي. کله چي د ترنک او ارغستان رودونو سره یو ځای سي نو تقریبآ ګرشک ته په دېرش کیلومتري کي د تاریخي هلمند سره غېږ په غیږ کیږي او تر څه مزل وروسته دواړه ځانونه هامون دریاب ته غورځوي.
که څه هم په خبرو یا شفاهي ژبه کي ارغنداو تلفظ کیږي خو په تحریري او رسمي لیکنو حتا په تعیلمي نصاب کي هم ارغنداب لیکل کیږي او ویل کیږي. ځکه چي فکر کیږي فارسي کلمه ده. خو دا یوه تېروتنه ده. زما (لیکوال) څېړني ثابتوي چي ارغنداو پروتو پښتو کلمه ده نه فارسي. پروتو پښتو ژبه چي بیا به بانډار پر وکړو ۵۰۰ کاله مخکی تر میلاد د اوسنۍ پښتو او لهجوي وېش مخکي موجوده وه چي باختري او سکایي ژبي ئې څانګي وې.
ارغنداو یوه مرکبه کلمه ده چي دوې برخي لري (ارغند + او). ارغند په اویستا کي اِرِغَنت، سکایی ژبه کي 𑀅𑀭𑁆𑀕𑀦𑁆𑀤 ارګند/ ارغند، په باختري/ بلخي ژبه کي αργανδ ارګند او اوسنۍ پښتو کي ارغند دی چي د خښن، جنګره او دلاور په معنا دی. دغه معنا پر ابادیس، واژه یاب، فرهنګ جهانګیري، فرهنګ رشیدي، فرهنګ ایران باستان، فرهنګ معین او لغاتنامه دهخدا سربېره مرحوم احمد علي کهزاد هم تائېد کړېده.
د ارغنداو کلمې دوهمه برخه (او) ده چي په سانسیګریت کي अप् اپ، اویستا کي اپ، سکایي ژبه کي Āw او/ āp په باختري ژبه کي Āv او/ αβοابو،تاجیکي ژبه ob اوب پښتو کي اوبه او فارسي کي اب ورته ویل کیږي چي جمع ئې ارغنداو یعني خښن سیند یا خښمېدلي اوبه. دا چي ولي خښن بلل سویدی شاید غښتلی دلیل دا وي چي ارغنداو د ۳۹۰۰ متره ارتفاع څخه په جوش او خروښ مخ پر کښته بهیږي. نو کله چي د هزاره جات په لوړو درو او شېلو کي مستي کوي او سر د ډبري ډبري وهي معلومداره چي خښن او عصبي کیږي. او ډول ډول هیبت ناکه ږغونه ئې پورته کیږي. اسناد زیاتوي تر هغه وخته چي د دهلې په شان بندونه نه ول جوړ سوي ارغنداو به په سرو سترګو ګرځېدی او ورانۍ ئې کولې، یعني زراعتي مځکي او کلي ئې لاندي کول ځکه خښن او جنګره بلل سوی دی.
ارغند کلمه/ وي د اساکو په اساطیري ښکارهنګ/ کلتور کي د بې باکه، خښن، دلاورو جنګیالو او خښمېدلو اوبو لپاره چي سېلونه ئې بهیول د صفت په حیث کارېده چي وروسته د هندوکش له جنوبي اساکي لهجې څخه فارسي ژبي ته ننوتې ده. او فارسي ژبو شاعرانو هم څو ځایه ارغند یاد کړیدی لکه:
فردوسي په شاهنامه کي: ز دشت اندر آمد یکی تندگور / چو ارغند شیری پدید آمده ز دور.
اسدي طوسي په ګرشاسب نامه کي: بغرّید بر سانِ گورِ هُژَبر / بیامَد چو ارغند بارنده ابر.
لنډه دا چي په اویستا کي اِرِغَنت آپ ereghant-āp په باختري لهجه کي ارغندابو Argandabbo او اساکو چي همدغه سیمه د دوۍ په نامه اسکستان/ سیستان یاده سوېده Arghand-āw ارغنداو باله چي اوسنۍ پښتو بڼه ئې هم ارغنداو ده. دغه اساکي/ پښتني بڼه د تورکیې په شرقي لهجه (زازاکي) او کردي ژبه کي هم د ئاوaw په شان پاته ده. پام مو اوسه چي د دري په عامیانه لهجه او پامیري لهجو کي اوس هم سکایي بڼه (او) استعمالیږي یعني اوبو ته او وایي. خو د اب کلمه/ وي ۱۲۰۰ کاله مخکي یعني تر اسلام وروسته د فارسي دري پروسې ته ننوتي ده او اپ په اب اوښتې ده چي وروسته د رودکي او فردوسي په شعرونو کي لیدل سوېده.
پایله دا چي په ارغنداو کي فارسي ټکی نسته.
سرچینې:
ـ د ایراني ژبو ریښه پېژندي ډکشنري. فروفیسر جانی چونګ
ـ د ختن سکایي ژبي ډکشنري. سرهرولډ بیلي.
ـ د رباتک ډبرینه لیکنه. نیکولاس سیمز ویلیامز ژباړه
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
