له موډرنېزم منظور هغه نظریاتي اړخ نه دی، چې اډانه یې د غرب له ژورو فکري او تاریخي اساساتو سره رګ و ریښه لري؛ بلکې د هغه معاصریت یا مهالني روش او تمایلاتو په مانا یې اخلو، چې د نړی حاکم تصور او قدرت یې د توازن او سیالی ساتنې ادعا لري؛ یعنې هر هغه معاصر علم، ټکنالوژیک تمایل، ساینسي لید، فیلوسفي تفکر او مادي و معنوي پرمختګونه چې د انسان د ګټې او هوساینې لپاره لاس پکار وي، دا د همدې موډرنېزمونو وروستی لاس په لاس هغه پای او نتایج دي، چې په عام او ازاده مانا یې معاصریت ګڼلی شو.
که لږ یې نوره هم په څرګند ډول ووایو؛ نو موډرنېزم یا معاصریت د اوسمهالي علم او ټکنالوژی هغه ثابت عمل ته وایي، چې د نویو علمي موندنو او ټکنالوژیکو امکاناتو پر بنسټ د انسان د ژوند د ښه والي، تنظیم او پرمختګ عملي لارې چارې برابروي او ټولنه د یوې نسبتاً دایمي سیالی او باثباتی خوا ته بیایي. ودې شي، چې دا دواړه اصطلاحات هم دوه بېلا بېل او علمي اصطلاحات ونومول شي؛ خو عملي اړخ او هدف یې تقریباً همدغه دی.
پوښتنه دا ده، چې په دې تعریف کې یې ستونزه څه ده، چې موږ یې عموماً له عملي کېدا خو یوار پرېږده، چې مازې په نوم اخیستلو یې هم پړ کېدای شو؟
اصلاً که دغسې اصطلاحات له بنسټيزو مفاهیمو ډېر لرې او په بېخي یوه ناسم پوهاوي او مغالطو په موږ نه وی راتپل شوي؛ نو د دغه پورته تعریف او پېژاند کومه برخه، ټکی او تمایل یې داسې دی، چې څوک فکري ګوندي، ایزم او نظریه یې په اړه ورسره مشکل لرلای شي؟ څوک یې مني یا نه خو زموږ په خپل ملي، فکري او سیاسي ایزم کې یې د اختلاف خپل ذو شعوري دلیل او استدلال بېخي داسې نشته؛ بلکې په ناسمو پوهاویو کې یې رول لا د نورو دی؛ نور یعنې هغه څوک چې د همدغه معاصریت او موډرنېزم ایجادګر دي؛ خو وېره ورسره ده، چې که دا هر څه دوی ایجاد کړي؛ نو دا هر څه خو دوی د خپلو ګټو لپاره کړي دي؛ بل څوک یې باید څنګه د دوی هومره پر ګټه واخلي؟
کله چې په غرب کې د موډرنېزم د اصلاحاتو لړۍ پیل شوه؛ نو دا هم د هغه وخت د فکري او ټولنیز ژوند د جامدو یا ولاړو تصوراتو پر وړاندې عکس العمل و، چې بیا له دوه نړېوالو جنګونو وروسته یې نور هم بدلون وکړ او د خپل انتقادي فکر له پلوه یې پوسټ موډرنېزم (پسنوېتابه) ته لار پرانیسته، چې مقصد او موخه یې د خپل فکر، علم او ټولنیز ژوند نور تجدید او نوی والی و، شک نشته، چې دوی په دغه دواړو تمایلاتو کې د خپل (زه او موږ) ته متوجه وو او اصل د ګټې مرکز یې هم همدا دوی وو؛ یعنې دا سمه وه، چې هغه وخت یې موږ باید له هغه څه ځان ساتلی وای، چې زموږ له ټولنیز ژوند، فکر او یا هغه څه چې (موږ) په کې نه وو، ترې بچ پاتې شوي وای؛ خو دې ساتنې یا د اختلاف احتیاط یې باید په موږ هغه شیان هم نه وی حرام کړي، چې لاسته راوړنه یې (زموږ) په ګټه کېدای شوی. لکه همدا د علم، ساینس او ټکنالوژی تمایل، چې د ټولې بشري کتلې ګډ ارزښتونه کېدای شي.
د پوسټ موډرنېزم مشهور مفکر مشل فوکو، چې د ډسکورسونو خبره کوله؛ نو مقصد یې د بحث و مباحثې لار پرانیستل وو، چې هر چاته یې د خبرې او فکر کولو جرات ورکړ او له دې لارې یې فکري تنوع رامنځته کړه. بل غوره میتود یې دا و، چې انتقادي تفکر ته یې ارزښت ورکړ، چې ددوی د علمي او فکرې ودې او په فرهنګي غنامندۍ کې یې ونډه درلوده.
دا ټول جریانات او تخنیک یې راته وایي چې که موږ ېې غواړو یا نه؛ خو دا انساني طبعیت دی، چې عصریت او موثریت به اخلو، دا چې څوک په دې اخیستنه کې څومره یا څنګه احتیاط کوي او یا څه اخلي او یا څه نه اخلي دا هغه معاضله ده، چې د منفي او مثبت دواړو خواوو په ازادانه تفکیک او تامل حل کېدای، ځکه ویښ او بېدار ملتونه هیڅ کومه اخیستنه داسې نه کوي، چې د خاصې یا یې د عامې ګټې او موثریت په تاوان وي؛ بلکې د خپلو ملي او عقلاني ګټو په فلترونو یې تېروي او د خپلو ګټو پر خواوو یې ودې ته لېواله وي.
مقصد دا خبرو دا دی، چې د موډرنېزمونو علم، ساینس او ټکنالوژي بلکل هغسې فکري او فرهنګي تهجوم نه دی، لکه څومره چې یې موږ په عام ډول د شعوري اختلاف پر ځای د ځانښودنې او فیشني اختلاف په بڼه په سراسري او سطحي ډول اخلو. بلکې د ځان یا د (موږ) په ګټه به دا بېخي مهمه او ضروري وي، چې د معاصریت په ارزښت یې خپله کړو ځکه د اوسمهالې یا معاصرې نړۍ د سیالی تمرکز یوازینی مرکز همدا معاصریت دی.
کالم/ رنسانستان
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.