د تیوری که د موډرنېزمونو اصطلاحات!؟

نعمت الله صدیقي

40

ادبي تیوري، تصورات او اصطلاحات د ښاغلي محمود ایاز هغه وروستی اثر دی، چې په خاصه توګه د موډرنیزم او پوسټ موډرنیزم د ادبي او فکري اصطلاحاتو او تصوراتو تشریح او تحلیل لري؛ خو دای یې د ادبي تیوری اصطلاحات بولي او واقعیت دا دی، چې دا اصلاً د موډرنیزمونو اصطلاحات دي؛ نه ټول په ټوله د ادبي تیوری اصطلاحات.

پوښتنه دا ده، چې د ادبي تیوری او د موډرنېزم او پوسټ موډرنېزم ترمنځ یې توپیر په څه کې دی؟ چې موږ یې بېل بولو او ده یې ترمنځ فرق نه دی ساتلی؛ بلکې لا نور ډېر خلک یې هم په توپیر کې د ناسم پوهاوي ښکار دي. ممکن په دې اړه زما په تېرو مبحثونو کې هم دا خبره په تکرار راغلي وي؛ خو تر هغې یې دا تکرار نشي ګڼل کېدای، ترڅو چې د داسې درنو او د ژورو مباحثو پوهېدونکیو عالمانو او ادیبانو په سم درک او دوی ته په ورسېدو کې یې نقش نه وي لرلی.

زما پخوانی واقف هم دا و، چې موډرنېزم او بیا له هغې وروسته پوسټ موډرنېزم یا له همدې هم مخکې څه ته چې ژور کتونکي موډرنېټه وایي، چې زه یې مجموعاً موډرنېزمونه هم بولم، هم له زماني پلوه په بېلا بېلو وختونو کې له معلومو نېټو سره واضح دي او هم یې زماني مقطعه معلومه ده؛ خو زموږ مبحثین یې يو ډول په درک کې تېروځي او بل هغه یې بیا فکري او نظریاتي تفکیک نشي کولای؛ یعنې یو ډول خلک یې معلومولی نشي او بل ډول خلک چې یې وموندي؛ بیا په همدې زماني و مکاني مقطعه کې نښتي وي او د نورو څه یې بولو، په دغسې یو خلط ملط او ګډوډ یا مبهم تعریف کې موږ نه یوازې د موډرنېزمونو له اصل تعریفونو او پېژانده بې برخې یو؛ بلکې د خپلو ډېرو مهمو مباحثو لوری او درک مو هم کنفیوز او یو ډول ګنګس وي.

اصلاً موډرنېزمونه څو بعدي بنسټیز فکري، سیاسي، ادبي، فلسفي، کلتوري او ټولنپوهنیزه هغه جریانونه دي چې د انسان او ټولنې اړوند بېلابېل فکري لیدلوري او نظریات وړاندې کوي، له فلسفي پلوه پر عقل، ساینس او واحد واقعیت باور لري، له فکري اړخه د دودیزو روایتونو ماتول غواړي، له سیاسي اړخه د دولت، ملت او پرمختګ د سترو نظریو ملاتړي دي، له ادبي پلوه د نوې ژبې، نوې بڼې او د متفاوت شعور او رغښتونو مباحث وړاندې کوي، له ټولنپوهنیز اړخه د منظمې، عقلاني او په پرمختګ ولاړې ټولنې تصور لري او له کلتوري اړخه د نوښت، یووالي او عمومي ارزښتونو پلوي کوي؛ په مقابل کې پوسټ موډرنېزم له فلسفي پلوه د مطلق حقیقت او لویو نظریو انکار کوي، له فکري اړخه شک، نسبیت او څو مانیزوالی مطرح کوي، له سیاسي اړخه پر واک، ایډیالوژۍ او مرکزي قدرت نیوکه کوي، له ادبي اړخه د متن، ماتن، بین المتنيت، لوست او مانا ماتېدنې ته ارزښت ورکوي، له ټولنپوهنیز اړخه ټولنه ټوټه‌ټوټه، متنوع او غیرمرکزي ګڼي او له کلتوري اړخه د لوړ او ټیټ کلتور ترمنځ پولې ړنګوي، څوګوني هویتونه مني او مانا یوه ثابته پدیده نه، بلکې د شرایطو او لیدلوريو محصول یې بولي.

د موډرنېزمونو له دې تعریف مو موخه دلته دا ده، چې وښایو ادبي تیوري د موډرنېزمونو دننه د یوه اړخ یا د یوې برخې په توګه بېله او یا جلا برخه ده؛ ځکه موږ وینو، چې موډرنېزمونه پراخ فکري، فلسفي، سیاسي، ټولنپوهنیز او کلتوري جریانونه دي چې عمومي لیدلوري جوړوي او ادبي اظهار او ابلاغ په کې یوه ساحه ګڼل کېږي، ځکه خو ادبي تیوري یو بېل او منظم علمي او څانګزنی تحلیلي میتود دی، چې د ادبي متن د لوست، سپړنې او نقد طریقې او لارې چارې ټاکي؛ یعنې ادبي تیوري د موډرنېزمونو دننه د یوه بحث او یا د یوه ادبي جریان او اړخ نوم او میتود دی. دغه میتود یا تحلیلي او هیئتي سپړنې ته چې په کلیات کې ادبي تیوري وایو؛ نو له موډرنېزمونو یې باید د همدې مستقل ارزښت ترڅنګ ضمناً په څنګ هم وساتو.

دا چې ادبي تیوري کوم مباحث لري یا تصورات او اصطلاحات یې څه دي؟ او همدا ډول موډرنېزمونه څومره له ادبي تیوری سره ګډې او شریکې پولې لري؟ دا که څه هم بېلې پوښتنې نه دي؛ خو دلته یې همدومره کافي بولو، چې ادبي تیوري له موډرنېزمونو دومره بېله او جلا هم نه ده؛ څومره چې ادبي تیوري ځان بېل، منظم او باډسپلینه بولي؛ ځکه همدا مباحث په ټوله کې د موډرنېزمونو د کلي او مشترک مباحث هم دي؛ یعنې د ادبي تیوری په مواردو کې که یو خوا تیوري د فورمالېزم، رغښتوالې او یا د رغښتماتې په اساس ځانګړي مفاهیم، اصطلاحات او وسایل لري، چې له مخې یې تخلیقي متون، ژبه، مانا، جوړښت، رغښتي اړیکې او ټولنیز شرایط څېړي؛ نو بلخوا په ټوله کې موډرنېزم او پوسټ موډرنېزم د ادبي تولید او فکري فضا ښه پراخه زمینه سازي هم ورته کوي؛ چې په اساس یې موډرنېزمونه او تیوري خپلمنځي اساسات او مشترکات سره څرګندوي.

له دې بحث منظور دا دی، چې د موډرنېزمونو او ادبي تیوری ترمنځ که څه هم داسې ډېر متضاد توپیر یې نشته؛ خو ولې د ادبي تیوری د ښه ترا پوهاوي او د یوه مستقل او خپلواک حثیت ساتنې په پار دا حتمي ده، چې د باریکیو او دقت خیال او پام یې وساتل شي. په تیره بیا په فکري او معنوي برخه کې چې که ادبي تیوري د خپلو مباحثو ساحه او خواوې له موډرنېزمونو هم اخلي باک به یې نه وي؛ خو که د خپلو علمي او تحلیلي میتودونو لپاره ساحه ټاکي هغه یې بیا په خپلو خاصو علمي او نظري اساساتو روغول پکار دي؛ نه هغسې خواره واره یا په شېندلي بڼه چې سر و بېخي یې نه وي معلوم.

په دغه اساس که موږ د ایاز صاحب د ادبي تیوری اصطلاحات او تصورات هم ګورو؛ نو د ادبي تیوری د اصطلاحاتو ترڅنګ یې ګڼ موډرنېزموني اصطلاحات هم په دغه اثر کې لیکلي او ورسره یوځای کړي دي، دا که څه هم کوم بېخي ناسم عمل نه ده؛ خو د همغه زیات تنوع یا د هغه تفکیک له مخې چې یو خو د تیوری مشخصتوب ورسره زیانمن کېدای شي او بل به د ادبي تیوری خپل خاصیت په کې نهام یا مبهم شي؛ کنه نور یې هغسې تاوان نشته؛ چې ګنې یو څوک دې یې عیب وګڼي؛ البته موږ دا هم وویل چې په تحلیلي برخه کې موډرنېزمونه د ادبي تیوری ښه غوښینه مرسته هم کولای شي؛ خو زما خپل نظر دا دی، چې زموږ د پښتو ژبې او ادبپوهېدونکي دا تفکیک ځکه باید مراعات کړي، چې موږ د دغسې مشترکو مبحثونو ته لا هغسې نه یو داخل او بل دا چې معاصره ادبي تیوري به هم په یوه نسبتاً اسانه ډول رادننه شي.

ښایي همدا وجه هم وي، چې په دغه اثر کې ډېری اصطلاحات د همدې دواړو برخو پاتې شوي دي؛ بلکې د ادبي تیوری ډېر مهم اصطلاحات هم په کې نشته، د موډرنېزمونو خو بیا ډېره لویه ساحه او پراخ اصطلاحات دي، چې د دغسې لسګونه ټوکه کتابونه پرې لیکلی شي او فکر کوم دا د لویو ادبي او اکاډمیکو پروژ کار و زیار وي. همدا ډول په دغه اثر کې عموماً د ادبي تیوری ډېری کلي اصطلاحات هم نشته؛ خو د مروجو اصطلاحاتو په تحلیل کې یې د خپل ذوق اړوند یا ښه ده ووایو څه چې ور په زړه شوي همغه اصطلاحات یې بیا ډېر راوړي؛ نه هغسې دقیق او منظم یا په اصطلاح ګټګوري شوي اصطلاحات چې هره برخه یې بېلا بېلې او منظمې برخې ولري.

د ایاز صاحب د ادبي تیوری د تحلیل او تفسیر یوه بله غټه مسله دا ده، چې د دې داوړو برخو د مضامینو ماهیئتي یا مفاهیم یې هغسې اسانه کړي نه دي؛ بلکې ترې فلسفي شوي دي او دا هغه څه دي، چې زه یې حتی د نړۍ د معاصرې ادبي تیوری په برخه کې هم محسوسوم، دا سمه ده، چې ادبي تیوري به له همدغسې فلسفي یا د نورو برخو په ځینو مواردو کې پور یا یې ماډلونه ترې اخیستل شوي وي؛ خو دا په دې مانا کله هم نه ده، چې موږ دې یې خامخا همغسې بنسټونه هم ورسره وصل یا همغسې شامل وګڼو لکه څنګه چې یې اولین بنسټونه وي؛ بلکې دا ماډلونه هم چې کله ادبي برخې یا اړخ ته راځي نو د یوه تاریخي دیانت له مخې خو یې یادونه مهمه ده؛ خو داسې باید نه وي، چې له بهر په یوه ماډل یا یوه رولز او اصول ته د خپل ارزښت هویت مات او ویجاړ کړې؛ ځکه نو د ادبیاتو په برخه کې د ډېر فلسفیتوب پر ځای به دا بهتره وي چې دغه بحثونه یې خالص ادبي کړای شي.

د اصطلاح سازی یا اصطلاح جوړونې له مخې داسې د اصطلاحاتو کلیات او یا یې د فرهنګ په دود د لیکلو اولین اوصول هم دا دي، چې اصطلاحات باید جامعیت ولري؛ ولې موږ وینو چې په دې اصطلاحاتو کې یې د جامعیت ترڅنګ ځیني صطلاحات مانع هم دي؛ یعنې علمي ژوروالی او علمي مفاهیم دواړه یې خورا ژور او بېخي له عامې پېژندنې وتلي دي؛ بلکې ځینې اصطلاحات خو یې د یوې مقالې هومره طولات یا اوږدوالۍ هم لري، حال دا چې د اصطلاحاتو مهمه ځانګړنه یې ایجاز او اختصار هم دی.

ایاز صاحب یوازې اصطلاحات او تصورات معرفي او تشریح کړي نه دي؛ بلکې په ځینو هغو کې یې نقد او خپل برداشتونه هم ورسره څرګند کړي دي، چې زما په فکر دا هم د اصطلاحاتو له اصولو سره سم او مناسب عمل نه دی.

خو سره له دې چې که د ایاز صاحب دغه اصطلاحاتي تصورات همداسې یو څه تاملات هم لري؛ ولې مجموعاً دغه اثر یې بې ساري ادبي مباحث هم لري، چې د ګټې ترڅنګ یې ننګوني هغه هم دي. ایاز صاحب زموږ د ادب و ژبې په هغو استادانو او ادبي منورینو کې راځي چې هر وخت یې د همداسې پېچلو، ژورو او علمي مسایلو په سپړنو او تحلیلونو کې یې خورا مهمه ونډه او برخه اخیستې ده او د یوه ادبي نقاد او لیکوال په توګه یې زموږ پر ژبه او ادبیاتو بېخي ډېر احسانات او لورونې دي.

دغه اثر یې هم له همداسې لورونو ده، زما په فکر د لږ و ډېر همدې سراسري نقد او ګوتنیونو سره سره دا اصطلاحات زموږ د ژبې د تیوریکو مباحثو په برخه کې هغه څه دي، چې هم یې عموماً مباحث نوي دي او هم یې د نویو لېدلوریو سره په ځینو برخو کې نوې خبرې او برداشتونه هم لرلي دي.

خدای دې ایاز صاحب ښه او ګړندی لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.