شعر، که یوازې د احساساتو یو روايت وي، د زړه خواله وي، یا د چاپېریال د انځورونو انعکاس وي، بیا نو پوښتنه دا چې په ټولنه او ادبیاتو کې له ټولنیز او مانیز پلوه ولې دومره لوړ ځای او ارزښت لري؟ ولې هر ښه شعر د شعر یوه نوې مانا زېږوي؟ ځکه چې هر ښکلی شعر یوازې یو ښکلی ترکیب نه دی، بلکې د ژبې او فکر د نظمونو یو نوی تعبیر، یو نوښت، او یو ادبي تخلیق دی. شعر د هغه څه نوم دی چې تیرې یا کلیشيي ماناوې ګډوډوي؛ خو د ګډوډۍ له منځه نوی نظم، نوې خبره او خیال را منځته کوي. همدا ځانګړنه ده چې یو شعر له عادي نثره جدا او د ادب له زاویې بېل دی ځکه خو مونږ ویلی شو چې هر نوی ښه شعر د شعر له پاره یو نوی تعریف ځان سره راوړي.
شاعر د ژبې له امکاناتو نوې استفاده کوي، پخواني ترکیبونه ماتوي او د کلمو ترمنځ نوې اړیکې جوړوي. دا نوې مانا ممکن د سبک، موضوع، تصویر، یا ژبنۍ بڼې له لارې راشي. ښکلی شعر یوازې ښکلا نه ده، بلکې د تعریف بدلون هم دی او دا بدلون د ژبې او شعر ترمنځ نوی تړاو رامنځ ته کوي؛ خو دا تړاو یواځې د وسیلې تر مفهوم پورې محدود نه پاتې کيږي؛ بلکې د ژبې او شعر له منځ را پیدا شوي استعاراتي نظام ته له هر اړخ نوی مفهوم په نوې نوې بڼه ورکوي.
ژبه چې د زمان، کلتور، فکر او حس تر اغېز لاندې بدلېږي او یوې شعري ژبې ته نوې لاره پرانیزي یا د کلماتو ترمنځ نادره اړیکې پیدا کوي او یا هم د مانا معمول بڼه بدلوي؛ نو دا یو ادبي پېښه ده او دا مانا لري چې شعر یوازې یوه هنري وسیله نه ده؛ بلکې یو ژبنی انقلاب هم کېدای شي.
بل لوري ته که وګورو؛ نو شعر یوازې دا نه دی چې ته خپل درد، خوشالي، یا یادونه په کلماتو کې راټول کړې او د احساس نوم ورکړې، که شعر یوازې “احساس” وي، نو کیدای شي ژور تاثیر ونه لري او یواځې تر شاعر هم محدود پاتې نه شي ځکه چې احساس یو انساني صفت دی او د بڼې په بدلون یې هر انسان لري؛ نو ریښتینی شعر باید له احساساتو او تجربو هاخوا یو فکري، ژبنی، او وجودي ځواک ولري.
د شعر حقیقي ځواک دا دی چې لوستونکی فکر ته اړ باسي. داسې فکر چې یوازې د منطق نه؛ بلکې د حس، خیال او معنوي ژورو سره تړاو لري. یو ښه شعر، حتی که مبهم هم وي، د لوستونکي دننه یوه “پوښتنه” زېږوي، او دا هغه څه دي چې هغه شعر ژوندي کوي.
یو شاعر که رښتینی ابتکار ولري، د ژبې د استعمال طریقه بدلوي ممکن همغه کلمات وکاروي؛ خو له نوې زاویې، په نوې فضا او نوې شعري موسیقي سره خپلې پنځونې ته یو بل شناخت وروبخښي، دا بدلون یواځې ژبنی نه، بلکې فکري هم دی. همدا وجه ده، چې شعر موږ ته یوازې تجربه نه راکوي، بلکې زموږ تجربې ته ژوروالی ورکوي. هغه شعر چې موږ ته دا وښيي چې ژبه یواځې د خبرو وسیله نه، بلکې د تفکر، درک او وجدان منعکسوونکې وسیله هم ده، دا شعر زموږ ذهن ته نوی ژوند راکولای شي، شاعر د خپلې ژبې له لهجې سره لوبې کوي، دا بدلوي، تر څو لوستونکي هم دا احساس وکړي چې نړۍ له بلې زاویې لیدل کېدای شي.
شعر یوازې د یو احساس شاعرانه بیان نه دی؛ بلکې یو فرهنګي، ژبنی او فکري انقلاب دی. هر غوره شعر نه یوازې دا چې د کلماتو له لارې یو انځور جوړوي؛ بلکې د ژبې بڼه بدلوي، د لوستونکي په فکر کې نوي دروازې پرانیزي او له ژبې سره زموږ د اړیکې طریقه بدلوي . دا هغه شاعرانه ژبنی هنري پیرایې دي، چې له هر ستر شعر سره رامنځته کېږي.
دا ښکاره خبره ده چې ستره شاعري هر وخت نه کيږي او نه هر شاعر په حقیقي مانا کې ستر شاعر کېدلی شي، ستر شاعران په پيړيو او لسیزو کې چرته یو نیم پیدا شي؛ خو ډير ځله په يوه ژبه کې روان شعري بهیر د دغه «ستر شاعر» د شعر لپاره سترګې په لار وي او همدا بهیر بیا په خپله غېږ کې هغه امکانات راوړي چې د شاعرۍ له پاره نوی پيژاند او د ژبې له پاره نوې مانا په وجود کې راوړي.
په دغسې پښتو شاعرانه بهیر چې مونږ یو شاعر ته د اضافې په سترګه کتلی شو هغه د خپلې لومړی شعري ټولګې « لکه ته چې آیېنه یې» سره ولاړ ښاغلی نعمت الله صديقي دی.
په مسلسل ډول د څلور پېنځه ښه او په تول پوره ادبي تنقيدي کتابونو وروسته شعري ټولګه چاپول ډير غټ زړه غواړي ځکه چې شاعر د خپلو پخوانيو نظریاتو د رد او تايید په درشل دريږي او په يو ډول د خپلو انتقادي نظرياتو سره په تله کې تلل کيږي او دا د یو کره کتونکي له پاره له یوه ستر امتحان او شکست هم کم نه وي، چې هغه د خپلو افکارو او نظریاتو په تول پارسنګ کې کم وخیژي، د کتاب د لوستو پرمهال ما همدا ګڼل چې ښاغلی صديقي د خپلو تنقیدي قضاوتونو او نظریاتو څومره پوره دی؛ خو له ښه مرغه له لومړي غزل نيولې تر وروستي غزل پورې زه صديقي صیب نا هیلی نه کړم؛ بلکې د ژبې او د شعر د تخیل او تجربې د ګډون د یو نوي رنګ په لور د تګ احساس یې راکړ او دا زه مجموعاً ژبې ته د یوه نوي شاعر د راتګ زیری ګڼم.
د ارواښاد ریاض تسنیم له مرګ وروسته په پښتو غزل چې د یکسانیت او تکرار کوم سیوری را خور دی د څو ګوتو په شمار شاعرانو کې چې د ښاغلي محمود ایاز، قیصر اپريدي، جاوید احساس، احسان الله درمل، میوند درځار، همیم جلالزی، ومان نیازي تر څنګ صدیقي صیب هم د تنوع او د نوي رنګ د جوړښت د قافلې سره هسکه غاړه روان دی.
په ما به سمندر تېر وي باران خو داسې نه وي
له ځان سره یې وړی یم توپان خو داسې نه وي
بېخي لکه چې شور او اور په زړه یمه نېولی
په زړه که مې ارمان وي نو ارمان خو داسې نه وي
اوس ټول خلک په خپلو وجودونو پسې ګرځي
په ځان یې شک راغلی دی چې ځان خو داسې نه وي
په ځمکه یې جاګیر دی ما په سر سترګو منلی
په سر که مې اسمان وي نو اسمان خو داسې نه وي
په لرې غرو راغلی یې ښامار به وې خوړلی
دعوې کوې باطلې سور پېزوان خو داسې نه وي
« لکه ته چې ايېنه یې، مخ ۱۴، چاپ کال ۲۰۲۵م»
دا غزل چې ښاغلي صديقي په ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲ نېټه لیکلی، تاسې په کې د فکر او خیال نوې څپې او موجونه وینۍ او د ژبې او احساس نوې شعري تجربو په کې د نوې شاعرۍ سا پو کړې ده په دې یو غزل کې د سمندر او باران، د شور او زړه، ارمان له ځان سره د توپان وړل، په غرونو تګ او د ښامار خوړل، په ځمکه جاګیر په سر سترګو منل، په سر اسمان او په سر اسمان داسې نه کېدل، په جودونو پسې ګرځېدل او په ځان د شک حس؛ لنډه دا په دې یو غزل کې شاعر د نوې ژبې د جوړلو څومره یوه پرېمانه زېرمه تخلیق کړې ده، دغه هره استعاره او ترکیب که په ژور نظر وکتل شي او هر اړخیز جاج یې واخیستلی شي؛ نو په یوه غزل کې داسې څه دي چې د ده شعري ژبې ته یې پختګي ورکړې، دلته تصورات د ژبې د عامې او ورځنۍ بڼې څخه په بل ډول اوډل شوي دي، دغې اوډون شعريت ایجاد کړی او د ژبې او شعریت امتزاج په شعرونو کې نوې ماناګانې، نوې حسي تجربې، د ادراک او تصور داسې مثالونه وړاندې کړي چې مونږ ته د ستر شعر د پېژندلو لاره اسانوي.
د الماني ژبې کره کتونکی او لیکوال ديتېرلامپېنګ« Dieter Lamping» په خپل اثر تغزلي شعر«Das lyrische Gedicht» کې ليکي چې شعر یوازې وزنلرونکی نظم نه دی، بلکې یوه ځانګړې ژبه ده چې د کلمو له لارې له لوستونکي سره ژوره اړیکه جوړوي او د ژبې لحن او جوړښت بدلوي.
مونږ که د لامپېنګ د خبرې په مصداق د صديقي صیب یوازې همدا غزل تحلیل کړو نو ویلی شو چې شاعر توانېدلی دی د کلیمو په وسیله یې د ژبې لحن ته تازګي وربخښلې او د لهجې او دجوړښت د بدلون خواهش په کې احساس کيږي.
استثنا دی بس له ټولو خواهشونو
پوره شويو ارمانونو موسمونو
مینه پايي په خاموشو پړاونو
څه خبر وي سمندر له ساحلونو
د مدهوشو سترګو وږم دی خوريږي
اف نو ړوند شوم د خوشبو په دیدنونو
چې خمار یې د رنګونو له مزاج شي
خوب بیا څه وي د لمرونو تر څرکونو
اوس له خپلې زندګۍ دومره وېرېږم
چې پنا غواړم له خپلو اوزونو
« لکه ته چې آیېنه یې، مخ ۶۸چاپ۲۰۲۵م»
په دې غزل کې مونږ وینو چې د بیلا بیلو کلیمو چې په یواځې حیثیت نورې ماناوې لري؛ خو د شعري جوړښت او د ژبې د نوې کارونې له کبله مونږ درک کوو چې شعرونو له ځان سره نوې معنا ګانې راوړي دي او یوه نوې شعري فضا یې ایجاد کړې ده په دغه نوې شعري فضا کې د د پوره شویو ارمانونو موسمونو ترکیب، خاموشو پړاونو، د سمندر ناخبرتیا، د مدهوشو سترګو وږم خورېدل، د خوشبو په دیدن پسې ړندېدل، د رنګونو له مزاج خمار او د لمر تر څرک خوب، له خپلې زندګۍ وېرېدل او له خپل اوازه پنا غوښتل هغه تجربې او شعري نړۍ ده چې مونږ یې په مروجه ژبه کې نه شو موندلی او هغه مانا ګانې چې د دې غزل له مخې زمونږ د فکري دنیا او د ادراک او د شعور د تجربې برخه ګرځي زمونږ ژبې ته نوی خو ډير ژور شناخت ورکوي له مفاهیمو ډک او فکر پارونکی شناخت.
صدیقي چې د نوې تیوری او ادبي مباحثو په اړه څومره مطالعه لري، زه باوري یم چې هغه د فورمولیسټانو د ژبې په ادبییت او هنري کارونې خبر او پوه دی، ځکه خو یې د ژبې او ادبي پیرایې هنري او تخلیقي تجربې هم کامیابې بولم، بلکې همغه د خپلو تنقیدي نظریاتو او قضاوتونو په لرلید کې یې د همداسې یوه ژبني شناخت سره بریالی بولو.
زه ویلی شم چې د نوښت دغه موج د ښاغلي صدیقي په شعري ټولګه کې همداسې مسلسل په غورځنګونو دی، ما یواځې د مثال له پاره د دوه بېلا بېلو غزلو شعرونه دلته ولیکل؛ ګني په حقیقت کې د ده هر غزل له همداسې نویو ژبني جوړښتونو څخه ډک دی.
یو بل هغه هنر چې ددغه ژبني او شاعرانه پېژاند په اوښتون او بدلون کې ښاغلي صدیقي خپل کړی دی، هغه د نویو غزلیزو ځمکو، قافیو او ردیفونو انتخاب دی، تر ډیره صدیقي په هغه ځمکو او ردیفونو، قافیو غزلې نه دي لیکلي چې اوس مهال مروجې دي او له کبله یې ټوله شعري فضا سره یو ډول کړې ده، چې د ډېرو معاصرو شاعرانو خپل شاعرانه شناخت له همدې کبله ورک شوی دی او د مستعارو هنري تجربو په مرسته یواځې د ځان مشهورولو او ستېج ته د ودرېدلو شوق پوره کوي، صدیقي صیب په دې برخه کې هم استثنا لري.
په دغه ټولګه کې ده ټول غزلونه خپاره کړي دي، دا په دې مانا چې هغه د شعر په ډګر کې کوښښ کوي چې خپل تخلیقي تبحر د پابندې شاعرۍ له لارې سیالۍ ته وړاندي کړي؛ خو د هغه نورو کمالاتو دا ژانر د یو رنګې نړۍ بې رنګۍ یا کم رنګۍ ته نه ده پرېښې او لکه څنګه یې چې ورته نوم ایښی« لکه ته چې آیېنه یې» همداسې یې د غزلونو د رنګونو خپله خودنمایي هم ده، چې مونږ یې دې شاعرانه روایت، سفر او راتګ ته هرکلی وایو.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.