ملګرو ملتونو له ایرانه راستنېدونکو زیانمنو افغانانو د ملاتړ لپاره ۱۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي، څو د هغوی عاجلې اړتیاوې پوره کړي او له ناوړه چلند او استثمار څخه یې وژغوري.
تام فلیچر، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مرستیال سرمنشي، د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې دا مرسته د ملګرو ملتونو د بیړنیو مرستو صندوق (CERF) له لارې برابره شوې ده، ترڅو له سختو شرایطو سره مخ راستنېدونکي افغانان پیاوړي کړي.
هغه زیاته کړه:
“دا مرسته به تر ټولو زیانمنو کسانو ته ځانګړې شي، تر څو له استثماره وساتل شي او اساسي مرستې ورته برابرې شي.”
هره ورځ زرګونه افغان کډوال له ایرانه شړل کېږي، خو د پناه، روغتیايي خدماتو یا خوړو ته لاسرسی نه لري، چې د دوی بشري بحران نور هم ژور کړی دی.
تر دې وړاندې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (UNAMA) نړیواله ټولنه وهڅوله چې د راستنېدونکو د ملاتړ لپاره خپلې مالي مرستې زیاتې کړي، ځکه هغوی د اساسي خدماتو له سخت کمښت سره مخ دي.
له ایران او پاکستان څخه راستنېدونکي افغانان له جدي ستونزو سره لاس او ګریوان دي، چې نړیوال بشري ملاتړ یې د بقا لپاره اړین ګرځېدلی دی.
یاده نوې مرسته به د خوندیتوب، لومړنیو خدماتو او د ټولنو سره د خوندي بیا یوځای کېدو په برخه کې مرسته وکړي.
بشري ادارې لا هم له نړیوالو مرستندویو بنسټونو غوښتنه کوي چې د بېځایه شوو افغانانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره خپل ملاتړ زیات کړي، په ځانګړي ډول د روانو سیمهییزو بېثباتیو په شرایطو کې.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.