اوس باید پر دې باندې نوره څېـړنه هم وشي چې د تراب شخصیت، فکر او شعر د ده د مخاطبینو په راویښولو او د هغوی د فکر په بدلون کې څومره او څه ډول رول لوبولای دی او له تراب څخه راپاتې فکرونه او اثار به د تراب د همځولي نسل او راتلونکو نسلونو ته څه ډالۍ ولري.
څه چې د تراب شاعرۍ او شخصیت په ټولنه او خلکو کې وکړل او وروسته تر دې به یې هم وکړي، همدې ته زه د تراب میراث وایم او دا میراث باید وساتل شي، وپالل شي، درناوی یې وشي او عام کړای شي.
(آصف بهاند)
زه په خـپـل کـړي بغاوت بانـدې پـښېمانه نهیم
لاره که هرڅومره اوږده ده، خو ستومانه نهیم
د زړه خـبـرې مـې لاهـغسې پــر زړه پـاتـې دي
راویـښـوم هـغـه وگـــړي چــې اوده پــاتــې دي
*****
د مــرسـتـې لاس د نــړۍوالــو، زمــوږ هـــرلـوري ته
دې هــرلستـوڼـي تـه چـې گـورم، نو منگور پهکې وي
مـنــو چـې ډېـر بــه وي، زمـوږ د خـوشـحالـو قـاتـلان
چې څومره ډېـر وي، نـو یوکس به د لاهور پهکې وي
(مطیعالله تراب)
په اوسني پښتو ادب کې د مطیعالله تراب ژبه او شعر د انتفاد تیره توره ده او داسې په بېرحمۍ سره یې کارولې ده چې د هېڅ ظالم او غاصب کړنې نه دي ورنه پاتې. تراب د انتقاد دا ټوره داسې کارولې ده چې نه رهبر ورنه پاتې ده او نه یې لارویان، په هرځای او هر وخت یې د هغوی ژبې او کړنې ریبلې دي او په دې مبارزه کې یې د خپل سر خیال هم نه دی ساتلی.
د مطیعالله تراب د شعرونو ډېرهسلنه د خلکو ویښولو او پوهولو ته وقف شوې ده او د نوي نسل په روزلو او لارښونه کې یې د یوپوهنتون او یوېاکادیمۍ په اندازه رول لوبولی دی:
د مرگ ردیف ته مې سلگۍ رارسېدلې ده اوس
هـغـه چـاړه مې پــر مــرۍ رارسـېـدلې ده اوس
د زړه خـبـرې مې لاهـغسې پــر زړه پـاتـې دي
راویـښـوم هـغـه وگـــړي چــې اوده پــاتــې دي
ما (آصف بهاند) د ۲۰۱۹ ام کال د جنورۍ په پیل کې د تراب د شخصیت او شاعرۍ په باب یوه مفصله مقاله (د ډکوزړونو چیغه) لیکلې او خپره کړې ده، په هغه وخت کې د تراب صاحب د شاعرۍ او شخصیت په باب داسې لیکلي وو:
«د پښتو اوسنۍ شاعرۍ په بڼ کې د جگړې، له څونامۍ د راپیدا رنگارنگ ناخوالو سره، سره یو نیم داسې گل را وغوړېـږي، چې ډېـرې تشې ډکې کړي او پر خزان وهلي بڼ باندې داسې پسرلي راولي چې د شعر هر بند یې د بدن او فکر ناروغ او دردمن بندونه رغوي، مات زړونه کوشیروي، په یوه شعر کې د یو پنډ تاریخي کتاب حقایق د هنر په ژبه بیانوي او پر غمځپلو او ماتو زړونو باندې د خزان په موسم کې شین او گلورین پسرلی غوړوي.
د دې شاعـرانو د لومړي کتار سرلاری مطیع الله تراب نومېـږي. دی خپل شعرونه په هرمحفل او پر هردریځ باندې د کاغذ له مخې نه، بلکې د خپلې حافظې له چیپ نه په یوه داسې ځانگړي انداز سره وايي چې څه قوت یې د شعر په تورو او حقایقو کې او څه قوت د ده په ځانگړې دیکلمې او د ادا په طرز کې، چې دواړه سره یو ځای شي، نو اورېدونکی هک حیران کړي.
مطیعالله تراب د اوسني وخت د سیاسي او ټولنیزو جبرونو له ناخوالو څخه د زورېدلو ډکو زړونو هغه چیغه ده چې د استثنايي هنري کلماتو په قالب کې، ترخه تاریخي حقایق بیانوي او د یوترخه ډک جام په ډول یې ټولو ته په مخ کې ږدي. دا چیغه په یوه ځانگړي هنري انداز سره یوازې د مطیعالله تراب له ستوني راوتلې او راوزي چې کېدای شي «د زمانې غږ» ورته وویل شي.»
(بهاند آصف، ژوندي یادونه، لومړی ټوک، ډنمارک، خپرندوی: په خپله لیکوال، ۲۰۲۵ ام میلادي کال، ۳۴۰ ــ ۳۴۱ مخونه)
ما د دې مقالې (د خلکو د راویښولو سرلاري مطیعالله تراب میراث) د لیکلو په موخه لاپخوا پلان جوړ کړی و، چې زه به د تراب د شاعرۍ پر «پیام» باندې څه لیکم، او د دې کار له پاره مې د ده په خپل غږ کې د شعر لوستلو د گڼو ویدیوگانو لینکونه راخوندي کړي وو، خو د مرگ غـږ یې لکه ټکه د هربادرده هېوادوال ماغزه وښورول. له مړینې سره سم یې په ټولنیزه میډیا کې نورې ویدیوگانې هم راښکاره شوې او هغه چې ما ته نوې وې، هغه مې هم راخوندي کړې.
د تراب په شاعرۍ کې د خلکو دردونه او ستونزې د تشو شعارونو په ډول نهدي مطرح شوي، بلکې په هرشعر کې چې د کوم درد او ستونزې خبره مطرح شوې ده، د هغو لهپاره حللارې هم ښودل شوې دي او لکه د چا خبره، د هر درد او مرض لهپاره یې لکه حاذق طبیب نسخه هم ورته لیکلې ده.
د افغانستان د تاریخ په لارو او گودرونو کې تل دا شکایت اورېدل شوی دی چې افغانان په تېره پښتانه ویده دی او هرمشر او رهبر د دوی د راویښولو تر ناکامو هڅو وروسته دا شکایت کړی دی چې دا قوم خو موږ رابېدار نه شو کړای، مگر اسرافیل یې په خپله شپېلۍ راویښ کړي. دا دې د اسرافیل د شپېلۍ تر غږولو مخکې افغانانو ته خدای د مطیعالله تراب په نامه داسې هنرمن شاعر ورډالۍ کړ چې په لڼدعمر کې یې، د خپل شعر په شپېلۍ دا خلک وښورول، ویښ یې کړل، د حق او باطل د پېژندلو چل یې وروښود او په دې کار سره یې د تاریخ د ټولو ناهیلو خلکو ارواوې ورښادې کړې.
ده داسې بغاوت ته بډې ووهلې چې ډېر خطرناک بغاوت و، د خلکو د راویښولو بغاوت او دا لاره ازغنه، اوږده او له ستونزو ډکه وه؛ خو تراب سپینه مامدینه ناره وکړه چې: «زه ستومانه نهیم…» زه به خلک راوویښوم او همداسې یې هم وکړل:
زه پـه خـپـل کـړي بغاوت بانـدې پښېمانه نهیم
لاره که هرڅومره اوږده ده، خو ستومانه نهیم
*****
د زړه خـبـرې مې لاهـغسې پر زړه پاتې دي
راویـښـوم هـغـه وگړي چـې اوده پــاتــې دي
تراب د دودیزو شاعرانو خلاف د هغه څه په باب خبرې کوي چې د خلکو درد وي، د ولس ستونزې وي. د تراب د شعر اصلي موضوع د خلکو او ولس دردونه، رنځونه او هغه ستونزې دي چې خلک د تاریخ په اوږدو کې او همدا اوس هم ورسره لاس گرېوان دي، تراب د گلوبلبل، شونډو غومبورو، سترگو وروځو، قدواندام، زلفوکاکل او… شاعر نه دی؛ تراب د دردونو رنځونو د بیان او درمان شاعر دی؛ تراب د لوږو تندو، لوڅو لپړو او د هغو په درد دردمن شاعر دی…
تراب په یوه انتریو کې چا ته ویلي وو چې:
«زما ژوند همدغه دی، چې ته یې دلته ویني: اوسپنه وټکوه، لنډه یې کړه، اوږده یې کړه. یره زه خو ځان شاعر نه بولم!»
نو چې ټوله ورځ او ټول ژوند یې د اوسپنو په ټکولو تېرېـږي، د ټولنیزو ناخوالو د بیان له پاره د لغاتو دا لښکر له کومه کوي او بیا دا وییونه څنگه سره پیي، څنگه یې تنظیموي او څنگه یې په داسې احساس وايي چې ته به وایې چې د تمثیل په کوم لوی پوهنتون کې یې لوړې زدکړې کړې دي چې په سلگونو ناست خلک داسې ورته غلي غلي او غوږ غوږ وي لکه جادو یې چې پرې کړی وي.
د تراب ټوله شاعري د ظلم او بې عدالتۍ سره د مبارزې او د خلکو د راویښولو له پاره ځانگړې شوې ده. پوهاند ډوکتور محمد اسماعیل یوه چې د تراب نږدې ملگری پاتې شوی دی، د تراب د مړینې په خاطر د یوه پیام په ترڅ کې د تراب شاعرانه شخصیت ته داسې اشاره کړې ده:
«تراب څلور لسیزې د ظلم او بې عدالتۍ پر ضد مبارزه وکړه ، کله به ده د مظلوم په توګه سپین بغاوت وکړ؛ د ظلم ستنې به یې ولړزولې او کله به ظلم پر ده غالب شو او په توره سیلۍ به یې سپین بغاوت پر شا وتمباوه، خو مبارزه روانه وه.
تېرو شلو کلونو کې دې مبارزو جوت اغېز وښنده، د ملت په ذهن کې یې د مینې او ملتپالنې ګلان وکرل او دا کښت یې د زړه په وینو خړوب کړ، خبره تر دې راورسېده چې نور یې نو د زړه وینه وچه شوه او د فعالیت له مداره ووت.»
تراب نه په خپلو بند دی، نه په پردیو، ارگوال هم نه وو ترې خلاص او مرگ وال هم، د ملي خایینینو ـ غلو سره خویې په اوږدو او سور کې ورانه وه، هرچا به چې د افغانستان ملي گټې او ارزښتونه تهدیدول او ورسره په ټگۍ کې وو؛ دی یې د خپل شعر له تېرې تورې سره په مخ کې درېده، نقداوه یې دی او د خپل وطن واکدارانو ته یې اړینې لارښوونې هم کړې دي. دا لاندې څو بیتونه د دې مدعا ښه مثال کېدای شی:
پاکستان دا وارې یوبل اسلاماباد جوړوي
هغوی درگرده زموږ په وینو اقتصاد جوړوي
هغوی کابل کې د پښتون د حق پوښتنه کوي
خو خپل پښتون ته بیا د خپل منگي اوبه نهورکوي
پټ له بارانه تر ناوې پورې همده راوستې
پښتونستان د خلکو پوزې ترنامه راوستې
هغه په وینو کې لتپت په پت کې څوک پروت دی
هغه په تخت باندې بېپته، پت کې څوک پروت دی
شوکمار د شرق وي که د غرب، داړهیې پر موږ پرته وي
جنگ چې د هرچا سره مل وي، خو پړهیې پر موږ پرته وي
دې صلحه ساتو له خپلځانهسره جنگ راوړی
امن یې هم زموږ په وینو باندې رنگ راوړی…
د تراب شعر که له پیل نه تر پایه ولوستل شي/ واورېدل شي، لیدل کېـږي چې د ده له سیاسیونو او واکدارانو سره جوړه نه ده، تراب هرکله ـ هرچېرې واکداران او سیاسیون نقد کړي دي، نو ځکه د هغوی د تراب د شعرونو د اورېدلو او زغملو توان نه درلود، ان تر دې چې د ارگمشر تر نقدولو وروسته په بیړه ارگ ته غوښتل شوی و او کېدای شي په ارگ کې د پاتې کېدو وړاندیز د دې لهپاره ورته شوی وي چې خوله پټه کړي.
تراب د رنځېدلو خلکو د زړه خبرې کولې او دا خبرې یې په یو عجـیب منحصر په فرد انداز کې کولې، دی د کلماتو د پیلو او ځیلکولو جادوگر دی، شعر د عامو په ژبه لیکي، خو پیام یې تر ډېرو لوړو غرونو هم لوړ او دروند دی، د پیام په رسولو کې دومره ماهر دی چې ډېرې مشهورې رسنۍ یې هم سیالي نه شي کولای.
د افغانانو ځالې ته جگړه پردیو راوړه، د افغانانو نیمگړتیا بېتعلیمي او ناپوهي وه، له همدې نیمگړتیا نه په استفادې سره پـردیو استخباراتي کړیو د خپلو موخو د تطبیق له پاره له دوی نه د تپلشوې جگړې سونتوکي جوړ کړل او دا پنځوس کاله یې پرلپسې سوځوي.
دا څوبیتونه ولولئ:
پر موږ ملکونه ورانوي او جوړوي پر موږ
پر موږ باروت راچلوي، او چلوي یې پر موږ
موږ ټپوي پرشا، جگړې ته مو په داد وباسي
د واک او ویش په وخت کې ولې موږ له یاد وباسي
پر موږ الزام دی چې د بل ژبې ته ستنې وهي
لعنت پر هغو چې افراط ته څوک لمنه وهي
تراب ته کور د ننه او له بهر څخه ویل شوي دي چې دا خبرې مهکوه دا لیونتوب دی، وبهلوېـږې مړ به شې او…
ما ته وایي:
مړ به شې، بندي به شې، ټکر به وخورې
وه لیونیه سپینې مهوایه، خپل سر به وخورې
وخت بدل شوی دی، زړې خبرې هیرې کړه نور
ته لوی سړی یې، اوس وړې خبرې هېرې کړه نور
خو تراب په هرډول حالاتو کې خلکو او وطن ته د چوپـړ له هوډه وانهوښت او د خوشحال دا خبره یې له کلام نه ښکارېده چې:
«چې نیولی مې دا هوډ د ناموننگ دی
که له خپله هوډه واوړم، کـنـیـزک یم»
په دې ډول تراب هېڅکله خپله لار پرېنښوده او له خپل هوډ څخه وانهوښت، دا لاندې یې د کلام څو بیتونه دي چې له ترخو حقایقو نه ډک دي، داسې چې د خلکو د پوهولو او بیدارۍ ښه بیلگه یې گڼلی شو:
زه چې د حق تر مخه، حق نه وایم څه به وایم
د سرخوړولو هیلو لارو ته کاته اوبه دي
د اوسني حالاتو سترگې هم اوبه اوبه دي
تاسو پرېـږدئ، زه په خپله ژرنده وار نه لرم
نظام شاهي که شرعي دی، دې کې کار نه لرم
ځینې یې ښه دي، خو له ځینو مو داغلي خلک
ځینو چارواکو نه ترپوزو رسېدلي خلک
ځینېیې په دې اند چې ولجه دی، یا مو غل نیولی
فکر کوئ چې دا ولس مو یرغمل نیولی…
بې اهل کارو به د بام سر ته پوړۍ ونهشي
فکر کوم له دې وړیو به شړۍ ونهشي
د غټوزدکړو وزارت او مولوی صاحب
د ترافیکو مدیریت او مولوی صاحب
گورئ پنځهویشت کاله مخکې مو گناه گڼلو
پر تذکره باندې تصویر مو ناروا گڼلو
اوس برخمن یئ له کمرې او تلویزیون صاحبه
دا برکت و د ښوونځي او پوهنتون صاحبه
د دغو چغو او تمبو ترشا یو راز پروت دی
زما د ډېرو اندېښنو ترشا یو راز پورت دی
اقتصادي او نه سیاسي ازدي واک کې لرو
موږه یوازې نظامي ازادي واک کې لرو
لاس کې به پاتې شي له ستنې به مو تار واخلي
وخت نه کار واخلئ، کهنه وخت به درنه کار واخلي
وخت درنه تېر شو گورئ وخت ته اعتبار په کار دی
پر ځان میین خلکو څلیریشت ساته کار پهکار دی
په ډېر هنر او په احتیاط به مو ټوټه ټوټه کا
په دې تفریط او په افراط به مو ټوټه ټوټه کا
تربوسو لاندې دي برسېره، خو بیاهم وایم
کهنه اوبه له ورخه تېرې دي، خو بیاهم وایم
ځان رانه ورک، ځانپسې گرځمه مسیر لټوم
ځم خلیفه صاحب ته، د دغه خوب تعبیر لټوم
خوب مې لیده چې له شمشاد سره مې سر لگېږي
د کابلجان خوږه هوا په پېښور لگېږي
له پانيپت تر سمرقند خورې لښکرې مې وي
خوب مې لیدلو چې الوزمه وزرې مې وي
لار کې بلا داسې ویده ښه ده، بیداره مهشه
د لراوبر ناره تازه ښه ده، قلاره مهشه
لاړو له یوبل نه پنا شولو ورکېـږو کهنه
د باچاخان بابا خبره: ځئ چې یوکېـږو کهنه
پښتون پنځوس کاله د بل دیوال ته خټې وکړې
وخت او حالاتو ترې نه خپلې خپلې گټې وکړې
موږ هغه قوم یو سر شیندلو ته څو ځله وزر
سیاست پر بل کوو، د جنگ میدان ته خپله وزو
تراب چې د شعر د ویلو له پاره کومه موضوع انتخاب کړي او په زړه کې غوټه کړي چې په دې هلکه به په پوره پاملرنې سره یو څه لیکي، بیا یې داسې لیکي چې په لنډو څو بیتونو کې د موضوع پوره حق ادا کوي او خپلو مخاطبینو ته خپل پیام لېـږدوي او پوهوي یې چې دا موضوع زړښت نهلري. دا لاندې څوبیتونه یې یو مثال دی، ده د «ازادۍ» له پاره داسې کلمات سره پیلي دي:
زما تورزنه، شمشیزنه باهمته پلاره
بیرغ، نښان شمله دې هسکه ترقیامته پلاره
دغه خوږه اوږده کیسه، شپه ترسحره وکه
ما ته زما د ازادۍ کیسه له سره وکه
غوږ شئ چې دا لوی احمدشاه دی، که خوشحال غږېـږي
میرزمان خان، سید اکبر خان که سید جمال غږېـږي
وايي چې موږ ترشا، نه توپ نه جهازونه پریښي
موږ په میراث کې کتابونه تاریخونه پریښي
نه چا په سوال، نه چا سوغات کې ازادي راکړې
نه چا خیرات، نه چا زکات کې ازادي راکړې
دا په خپل کور کې لاس ترزنې میلمانه څهکوم
زه گولپيسري، شلغمسري پښتانه څه کوم
څه مې موندلي دي، څونور مې وفادار پهکار دي
گرځم ملگرو، څو سړي راله د کار پهکار دي
دې ښار له ځم، څیرې گرېوان ته تار او ستنه کوم
زه اوس پر پښو ولاړ یم، زه د ځان پوښتنه کوم
د دې هېواد جغرافیه وه تر سیستانه پورې
کوټه چمن، ترخوشحالگړ، بلوچستانه پورې
شاید چې بیا د ازادۍ کوم ښار کې شور غږېـږي
ښکارېـږي نه، خو په سینه کې مې یواور بلېـږي
ستا په گولو ویشتی ټټر بلا بلا واخلم
پر ازادۍ مات شوي سر بلا دې بیا واخلم
ملالۍ ډېرې دي، خو ستا هغه ټپه گرانه ده
بې له ټوپکه په دا ملک کې گوزاره گرانه ده
زه دې خپه یم، خو چې ټنډه د لالي سمه وي
چې ازادي وي او له سیال سره سیالي سمه وي
همدومره بس نورڅه ویلو ته حاجت نهشتهدی
پرمخ د ځمکې له دې پورته بل نعمت نهشتهدی
د تراب شعر چې دومره د ده له خولې تاثیر کوي، د لوستلو له لارې یې نه کوي، ځکه چې دی یې په داسې جذبې سره وايي او تمثیلوي یې چې د شعر اصلي شکل، محتوی او پیام حاضرینو او لیدونکو ته ورلېـږدوي. کېدای شي د تراب شعر بل څوک هم دکلمه کړي، خو د تراب شعر، د تراب له خولې او د تراب په ځانگړې دکلمې سره بل خوند او تاثیر کوي. تراب یوکاریزماتیک شخصیت دی.
د پښتو شاعرۍ په بڼ کې د تراب له راټوکېدو نه څه موده وروسته، د تراب د شعر د قوت او عالي پیام په وجه دې لومړی په فرهنگي کړیو کې او ورو ـ ورو په ټولو خلکو کې مشهور او وپېژندل شو؛ خو له مړینې سره سم د ده یادونه او لمانځنه ډېره شوې ده او په دې یادونو کې یو نظر چې ډېر تکرارېـږي، داسې دی چې: مطیعالله تراب د پښتنو حماسي شاعر دی او…
زما له نظره تراب یوازې د پښتنو شاعر نهدی، تراب د ټولو افغانانو شاعر او گډ ویاړلی داسې میراث دی چې باید د بشریت د فرهنگي میراث یوه برخه وگڼل شي. مقالې او کتابونه پرې ولیکل شي او اشعار یې نورو ژبو ته وژباړل شي.
تراب په ټول قوت سره د خپل رسالت د ادا کولو لهپاره شاعري وکړه او د ژوند تر وروستۍ شېبې پورې یې خپلې موخې ته د رسېدو له پاره خپل هاند او هڅه جاري وساتله. ما د همدې مقالې په چوکاټ کې د تراب د کلام پیام ته څو لنډې اشارې وکړې او دا مې هم وویل چې څنگه د تراب کلام د خلکو په راویښولو کې موثر دی.
اوس باید پر دې باندې نوره څېـړنه هم وشي چې د تراب شخصیت، فکر او شعر د ده د مخاطبینو په راویښولو او د هغوی د فکر په بدلون کې څومره او څه ډول رول لوبولای دی او له تراب نه راپاتې اثار به د تراب د همځولي نسل او راتلونکو نسلونو ته څه ډالۍ ولري.
څه چې د تراب شاعرۍ اوشخصیت په ټولنه او خلکو کې وکړل او وروسته تر دې به یې وکړي، همدې ته زه د تراب میراث وایم او دا میراث باید وساتل شي، درناوی یې وشي او عام کړای شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.