کور

عصمت الله اندړ

33

سلګونه میله لوړه ژوره لاره می طي کړه
پلي له کلو بانډو تیر
اوو کلونه وروسته د کلی کور په لیدو می سترګی لګیدی
له ستوماني مي سپری دیوال ته خوار ولی که خوار وجود تم کړ
د لمر وروستې وړانګۍ می تورو سترګووو ته برابری وي
د هر څه په لیدو مي سترګي له اوښکوو ډنډی بریښیدلی
په سپیره مخ مي اوښکوو لاری جوړي کړی وي
پتری نیولی شوندی می پرانیستلی
غږ مي ستونۍ کی بند وو
غږ وو که چیغی وی شور ووو؟؟؟
خوو حلق می لکه له خټو بند پاته وو
په وړاندی کلی می نظرو و
سپیره دیوالو لوړ چنارونه مي په نظر تیت او خاموشه ایسیدل
اورمیږی می کوږ که
ښي اړخ ته په ولاړی کلا می سترګۍ وګنډلی
ها کلا څه وه.؟
د وخت ماڼۍ مي وه.
چي اوس ې
پولادی دیوالونو د وخت طوفانونو خوړلی او له سرونو ې تیری څوکي جوړ وی
لوی درځونه(چاکونه) په کی له ورایه ښکاریدل
ورته ځیر وم
زړه می ورتلل پښي می نه ورتلی
په مټو مي زور وکه وچت سوم
مړه ګامونه می په سپیرو خاور کیښودل
د کلا لوری ته روان سوم
د وختونو شور غوغاا مي په کی په زړه منګولی خښه ولي
کوم چي اوس په ویره ونکی خاموشي بدلي سوی وي
له ویری ډکه خاموشي په دیوال تورو کارغانو ماته وله
دوی وزری رپولی نڅیدل
په هوا کی به څرخیدل غوغا ې جوړله ول
کاغ کاغ…..
ناری ې وچتیدلی
له سپیره کونجه تاو سوم
د کلا په دروازه می سترګی ولګیدی
چ یو پله نیمي په خاور کي خښه پرته وه
تم سوم ورته
هااا د خدای بخښلی نیکه خبره می ذهن ته راغله
(د اوړي سره غرمه وه له همزولو سره په لوبوو بوخت وم نه پوهیدم په سپیرو خارو کي لت پت وم
ومی نه لیده سي له کومه راغی اوو څنکه راغي
تر مړوند ې ونیولم
راځه
ترر څو به په بیبان ې
په یو لاس کي ې امسا بل لاس ې زما په اوږه پروت وو
پل پل د کور په طرف روان ووو
شیبه وروسته د کور دروازی ته ورسیدو
یو قدم تری مخته سوم
سپیره لاسونه می د دروازی په یو پله کیښودل
زور می وکه
هاا شور ې لا و نه خوړ
د نیکه نرمه خندا می تر غوږ سوه
مخ می واړه ول
په خوله کی ې یوازی د سر دوه غاښونه موښلی ښکاریدل نور ژامه خالی ولاړه وه
خوله ې سره راټوله کړه
سپیره!!!
بنده ده که ې د ورس په ټانګ وویلی هم به خلاصه نه سي
ور وې ټکه وه
په ګونویو ګونویو پیسو مي جوړه کړی
د ګوتو په سرو پورته سوم
په دروازه کي ټومبلی دایره وی وسپنی ته می ځوړند ځنځر کش که
ټک ټک ټک….
د ټک ټک غږ په ستر خاموشی کی انکازی کولی
خپریدلی او کرار کرار ورکیدلی
د پښو څرپا می تر غوږ سوه ))
نیکه می تر چوتری(برنډی) د دروازی په صفت غږیده
ها واقعت کلکه وه
خوو بیا هم چ نه ورس و نه یی ټانګ
اوو داسي ړنکه پرته وه
هیڅ نه پوهیدم
ستونی می ډک ډک کیده
تر چوتری(برنډی)غزیدلی لاره هم په سپیرو سپاندو پوښل سوی وه
هونوو بنیادم په کي کلونه نه ووو
طبیعت به خود خپله غیږه ورباندی چاپیره وله
لوړ لوړ قدمونه می کیښودل
ښي لور ته مي د څا په غاړه ولاړو لرګیو سترګی ولګیدی
نیږدی ورغلم
د څاه په غاړه ایښودل سوی وسپنیزی دایره وی کټاری می لاسونه کیښودل
لاندی ژوره څاه تر نیم زیاته له سپرو خاور ډک وه
ها وختونه ول
څه به هیر سي ؟
شاید هیڅ…..
امممم
(هوو وخت ووو لا د لمر سترګه ډوبه نه وه لوڅي پښی
شلیدلی ګریوان
اوو له سترګووو مي اوښکی داسي تر ګریوانه بهیدلی ته وا د کابل سیند نه سرچینه اخلی
په سلګو سلګو د څاه تر ژی راغلم
ها بلکی د مور ترر څنګ کوم چي تازه یی له ژوری څاه اوبه رایستلی وی
په پرتي ډبری یی کینه ولم
تړمی اوبه یی په مخ راتوی کړی له دی سره می بهیدلی اوښکی له اوبو سره ملی او ودریدلی اووو غړپ غړپ اوبه مي تر ستونی تری کړی
سلګی می ختمی
لاس یی راباندی چاپیره که
د ټیکری نرمه پیڅکه یی په مخ و لاس ټینکه راتیره کړه
غیږی ته یی یوړم
هوو د مهربانۍ و شفقت غیږی ته
کوم چي بله هیڅ نه وه
خپ و چوپ وم
خو له شاه می د انااا له غوسي ډک غږ تر غوږ سه
ته د هغه شوروی له اولاده نه په بل رقم نه منعه کیږی چ ودی نه تړووووووو)
جټکه مي وخوړه
سترګی می ورغړه ولي لا نمجنی سوی
اوښکی می تم نه سوای کړی
خووو اوس مي نارینه غرور له چیغو کریغو منعه کولم
ها خو په اوجود کي می شور و کریغوو د اتشپشان په رقم غوټۍ وهلی
اوو څه د بی کسی څرک لګیده
نه مهربانۍ غیږه وه نه د تسلیت
اووو نه هم کوم د منت غږ
بس زه ځانته ورغاړی وتم
هااا اوښکی بی اختیاره ولې
سر مي اوچت که
مخته ولاړم
د جوتری(برنډی) څوکي هم له ځمکی سره تقریبا یو شان وی
او اوبه په کی کږي وږي لاری جوړی کړی وی
ته وا سیلابونه په کی تیر سوی دی
پورته کړکیو خالی چوکاتونه پاته ووو
ځای ځای به په کی یو ټوټه خیښه لکه خنجر ولاړه پاته وه
په لیدو می داسی احساسه وله لکه همدا د خښي ټوټه چ می په زړه خښه پاته وی
پورته وختم
د دهلیز د اوره یوازی نښه یو لرګین چوکاټ پاته وه
نور څه په نظر نه راتلل
مخامخ دیوال سری سری وه
نه پوهیدم د هیلو ماڼۍ کی مو څه سوی وو
څه تیر سوی ووو؟؟؟؟
بلهاااا پوښتنی وی
نور می د څ لیدو اووو ګرځیدو طاقت نه لرل
له طوفانی خاموشي سره تیاری هم خپل وزر غوړه ول
اوو زما زړه و ذهن یادونو خاطراتوو لا منګولی خښه ولی
او زه لکه په سره انګار کړیدم و زوریدمه ورته
سره می ګرایون ته ښکته که
چټک ګامونه می واخیستل
لکه بایللی جوارګر چي له میکدی پښي سپکوی
هاا که جوارګر نه وم
یووو بایلونیکی خووو حتأ وم
نه پوهیدم څومره مزل می کړی وووو
ورمیږی می کوږ که په رین ډاګ می لویه کلا تر شاه پریښي وه
د لوی سپیری لاری تر څنکه می په هدیری سترګی ولګیدی
هوو په ستری هدیری
چ سړی سیلی تر ډیره نوی و زړی جنډی رپولی
په ځینو قبرو ستری کټاری ولاړی وی
ځینی قبرونه په مرمر ډبرو پوښل سوی او ستری شناختی به په سر ولاړی وی
اووو په خوارو لری قبرو سپیری سپاندی باد ته څنډیدلی
نه پوهیدم څه می کول دلته؟
څوک ووو چاته راغلم؟
ها معلومه ده ابدې کور دی
خو زه لا ژوندی یم
دا دی په خپلو پښو راغلم
یا شاید مړ یم
یاااا که مړ نه یم
څه می روح و وجود کي مړه سته
نه پوهیدم؟؟؟؟؟؟؟
د اذان وروستی تکبیرونه می ساړه باد تر غوږ کړل
همداسي لسګونه پوښتنی می بی جواب
او په غوړیدلی ځمکه می تندی سو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.