د تیزی تالندی غږ سره یی هیڅ شور ونه خوړ.د پول یوي قوی ګول پاې ته یی خوار ولې لګولی وو،او چهار چاپیره یی تش و ډک پلاستیکونه خواره او سوړ بوی تری لټیده.
تر پله لاندی خاموشي د بارانو څاڅکو ماته وله کوم چي په پرتو پلاستیکو لګیدل.
له لوړ نه څک څک اوبه یی په خلاص ګریوان کي تر ښکته تللی،خو په ده یی هیڅ کوم اثر نه کول.
چپ لاس اورغوې او د ګوتو څو نوکان یی سپین بریښیدل،نور لکه په سکرو چي دی ورته لړلي وي.
د تورو ګوتو منځ کي یی سپین بل سوي سګریت داسي بریښیده لکه په تپه تیاره کي بله شمعه.
په وچو و خړو شونډو یی سګریټ کیښود،سر یی وچت او سترګې یی د پول قوي و محکم تیرونو کي خښي کړي،او په زوره یی کش که.
سږی یی له ترخه دوده ډک و تش کړل.
ټوخي واخیست،شینی سترګې یی له اوښکو ډنډی سوي.
لړزانده لاس یی بیا د خولې په طرف یووړ،دا ځل یی ټوخیدل زیات او له خولې یی ناوړې باد سوي، او سر یی تر ګریوانه ولاړ.
چپ لاس یی پورته او ګریوان یی ټول که،کوم چي وروستې تڼې یی لا هم ورپسي زوړنده او ټال یی خوړ.
په کړویپه ملا له یوه ستونه تر بل ستونه پل پل روان سو،تور کڼ ویښته یی ساړه باد هر طرف نڅه ول.
کښینستل،او اخیری ځل یی سګریت چي لا هم کوږ او تار تار لوګې تر پورته کیده ده شونډو په سرو کیښود.
هلته ایښې پلاستیک یی خلاص او په ځان راچاپیره که.
سر يی له خاور په ډکه ګونې(بوجي،پارسل) کیښود.
د مخ په کاسه کي یی د لویدلو سترګو لانده باڼه څو ځله ورپول او شیبه وروسته یی سترګي پټې کړي.
ساعته وروسته یی له شوره و غلمغاله په ډکه فضا کي سترګي رڼې کړي.
د پولیسو موتر غږ چي دي به یی له درانه خوب و هوشه هم ویښه ول،غوږونه یی څک کړل چي غږ له کومه راځي.
د ټکانو غږ سو،او ورسر مل د خلګو غږونه هم تیاره او چوپه فضا نیوله.
-ژریی ونیسي.
-زود کو….
-څوک ولاړ نه سي.
اوبو چړپاری یی تر غوږ سه،اورمیږ یی کوږ که د ده خواته یو په ونه ټیت کس په تیزی روان وو،اوږده خړ بوټان یی په پښو او یو لرګی یی په لاس کي وو.
صدو پلاستیک له ځانه لري که،او سم یی منډی ته ځان جوړ که.
له خپلي مېنی قدمونه نه وو تللي چي په ولو کي یي سخت درد محسوس که،نیم حاله حالت کي یی لیده چي دوو کسانو تر مټ نیولي او له لندې ځمکي و کچرو یی مخ پورته کشه وي.
نه پوهیده څومره وخت تیر سوي وو.
سترګي یی رڼي کړي،په وسپنیز کټ پروت او تر دردمن وجود لاندي یی سپین کالې غوړیدلی وو.
شنې جامی یی په تن وي،چي لنډ لستوڼۍ،لنډه لمن او غټه غاړه یی لرله.
لومړی ځل وو چي په تن کړیو جامو کي یی ځان راحته احساسه ول،او له وختونو وروسته یی د سګریټ ترخی لوګې نه بغیر د نوی کالو بوی تر سږمو کیدل.
لا را په خود سو.
په وطاق کي هر طرف لوړ کټونه تر سترګو کیدل.
په غولي سپیني کاشیني روښانه بریښیدلي،ښې طرف ته په لوړه کړکۍ چي قوي سیخان یی لرل پري زوړنده پرده باد رپه وله.
د وطاق فضا خاموشه خو زړه بږنونکي وه،وخت ناوخته به د په کي د شته کسانو سوی کریغو،چیغو ماته وله،که هغه چوپ ول کټ سپیرنګونه غنچا هم تر زړه وتله.
صدو په ښه کیدو او سترګو کي یی ځلا حیسیدل.
کلی،محل کي د صدو راتلو خبری خپریدلی.
خو کله راځي.؟؟؟
دا اونۍ.
هو
خو کله.؟؟؟
یو ماښام،یو سهار یا یو ورځ به راسي نوو.
لمر پنا او خپل ځای یی ستور و سپوږمۍ ته پریښود.
د ښار په واټونو رنګه و سپین څراغونه کرار کرار روښانه کیدل.
په لوړو لوړو ودانیو کي تر بل ګروپونو لاندي لوی واړه په خوښي او لاس په دعا د تکبیر غږونو ته په تمه ول.
د ساعت ستنو نه ستړی کیدونکې دورانونه وهل.
شیبې وروسته د خوښې فضا درنې ببماری او ټکانو ونیوله.
درز،
ټک،ټک،ټک………….
په وجودونو سري لمبی له ځمکی د هسک اسمان په لوری وچتیدلی،چي له لری لری لیدل کیدلی.
ها د اسمان په لوری نه بلکی د خدای په لوري.
یو سهار تیر سو.
یو ماښام تیر سوو.
او یوه اونۍ تیره سوه.
او بله اونۍ په صدو پسي په کلي،محل کي د غایبانه جنازه وسوه.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.