لنډۍ، د ثبتولو ستونزه- ۳۶۵مه برخه

آصف بهاند

27

 

 

 خدای مې دې خپل‌وطن راجوړ کي

په پردیسۍ کې مې زړه شین دی، مړ به شمه

خندا مې نه‌ده زده عالمه

خو د ژړا‌چل راله سل‌ډوله راځینه

ته مخامخ راباندې راشه

زه مې پلو درته قصدي خطا‌کومه

 

ما درته وې جگړې ته مه‌ځه

د جیب‌شیان دې رالېـږي، تا خښوینه

د لنډیو د دې برخې له پاره دا لاندې لنډۍ راټولې شوې دي:

 

چې مې نصیب د بدو نه‌وای

پر سپین‌میدان به لالي ولې پرېښودمه

 

چې دې په خپله پرځان کړي

اوس ورکوه زړه ته د صبرټکورونه

 

چا ته مې سترگې نه‌غړېـږي

بلا دې واخلم په ریښتیا نېمگړې‌شومه

 

چې وخت تېرېـږي، غم ډېرېـږي

نه‌پـوره‌کـېـږي د بـدمـرغ‌زړه ارمـانـونـه

 

چې څه مې غوښتي، خدای راکړي

د تا کمی دی، نور مو نه‌شته ارمانونه

 

څومره چې ستا بېلتانه راکړل

لیدلي نه وو ما په ژوند دومره دردونه

 

څنگه بې‌وسه ورته گورم

د یار کفن تیاروي، په سفر ځینه

 

څه چې کوې، راسره وکړه

د لالي‌غمه په میراث درپاتې‌یمه

 

څنگه بې‌وسه ورته گورم

زور د پیسو دی، یار دبل غېـږې ته ځینه

 

خدای مې دې خپل‌وطن راجوړ کي

په پردیسۍ کې مې زړه شین دی، مړ به شمه

 

خندا مې نه‌ده زده عالمه

خو د ژړا‌چل راله سل‌ډوله راځینه

 

خدایه که غـږ مې دررسېـږي

له پاتې ژونده مې وینځلي دي لاسونه

 

ځنگل ته مه‌ځه د ترورزویه

ملا دې سر باندې شمېرلي‌دي لوټونه

 

جینۍ تربور دې میـړه مه‌شه

ښه او ناښه به دې په ضد حسابوینه

 

بېلتون د زغم خبره نه‌ده

نور به په چغو، چغو کلي خبرومه

 

بېگا په کور کې ټول راټول وو

ته په‌کې نه‌وې، ما دې وکړل ارمانونه

 

باران ورېـږي شال پرسرکه

پېـریان مې نیسي چې لمده دې ووینمه

 

بیا به نری‌کمیس ونه‌کړم

پرون باران و، جانان ټوله‌ولیدمه

 

ته مخامخ راباندې راشه

زه مې پلو درته قصدي خطا‌کومه

 

په بند نمبر دې خاورې واوړه

د شبکې کیسې مې زړه سوی کوینه

 

پرون په‌خوا کې راسره و

نن یې په خپل لاس پر مزار گلونه‌ږدمه

 

پر ما دې ځوانه‌ځواني اورکړه

پر تا دې اورشي د همځولومجلسونه

 

په خوله ویلو حاجت نه‌شته

سترگې مې ولوله، ترې واخله ځوابونه

 

په تا خو نورکلي اباد شول

په ما تیارې میلې ړنگې شوې میٔنه

 

په مازدیگر دې کډې‌لاړې

هرمازدیگر درپسې اوښکې تویومه

 

په خوله خاموشه کلیواله

لږ راټپه شوه چې مې تنده ماته‌شینه

 

په تصور مې زړكی شین‌شو

څو د لیدو مهال راځي، خاورې به یمه

 

په حیرانۍ کې یمه غرکه

رانه چاپېر دي د خواږه جانان غمونه

 

پردی وطن د سریښو ډنډ دی

زه یې پر غاړه گرځېدم، ورولوېدمه

 

په خوله توبی توبی اوباسم

په تا مئین زره می توبی نه‌قبلوینه

 

په څه میده‌باران کې راغلې

مخ دې دروچ‌کړم، که دې غېـږ کې ونیسمه

 

په لرې ملک کې مسافره

په پال به نیسو د مرغانو اوازونه

 

کرار، کرار لیونی کېـږم

د جدايي زهر لالي راکړي‌دینه

 

که مې د زړه کیسې شروع‌کړې

دا ناست ولاړ خلک به ټول وژړومه

 

که ورکوئ، ورله مې ورکئ

هـغـه زمـا له‌پاره سخـتې تـېـروینه

 

کړی دیدن مې دربښلی

نور که ژوندی وم، په طرف دې نه‌درځمه

 

که تا زما زړه ته کتلی

زه به دا وچې شونډې ولې گرځېدمه

 

ما ته په لار کې مه‌درېـږه

په ما جرگه‌شه، چې د کور ښځه دې شمه

 

ما په خندا، خندا رخصت کړ

مسافر څوک په ژړا نه‌رخصتوینه

 

ما درته وې جگړې ته مه‌ځه

د جیب‌شیان دې رالېـږي، تا خښوینه

 

مشره دې بل‌هلک ته ورکړي

دغه کشرۍ لور دې بیا ما ته وساتینه

 

ما درته ویل چې توپک کېـږده

د کتار سرته دې دانگل، کونډه دې کړمه

 

مورې بلۍ پر بلۍ گرځي

د میومونې څادر به چا موندلی‌وینه

 

مینه چې راشي، سړی ړوند‌شي

جنۍ د مصرښار پرېـږدي، یار سره ځینه

 

مودې دې وشوې چې رانغلې

ورکـه لالـیـه انـتـظار دې وخـوړمه

 

زموږ دې زړونه پرې اوبه کړل

څه ښکلې سترگې دوالجلال درکړې‌‌دینه

 

زړه به مې څه خوشحالي وکړي

د تسلۍ یاران مې ورک‌شول له وطنه

 

زما د دواړوسترگو توره

په زوره، زوره ژړا تاپسې کومه

 

زما د غرونو خلک خوښ دي

نه کـبـرجـن دي، نه لوظـونـه ماتوینه

 

زړگیه غم ته ځان تکړه که

جانان لگیا دی، نوی‌یار پیداکوینه

 

زما پرې تنده ماته نه‌شوه

لاسونه جگ‌کړه، غاړه بیا راکړه میٔنه

 

زه څه اوبو راوړې نه‌یم

چې ته مې نه‌منې او زه به دې منمه

 

زما جانانه مسافره

چې ته راځې نو زه به تورې‌خاورې خورمه

 

زړه مې دې ستا په غېـږ کې وچوي

چې د چورمو کمیس دې رنگ په وینو‌شینه

 

د بېشړمي غوندې بې‌خونده

غمجنه‌ژونده، وچ په زور دې تېرومه

 

د جنۍ‌مورې جنتي شې

لور دې د زلفو سیوری ما باندې کوینه

 

د وچې ونې په مثال یم

باد مې څانگونه ماتوي، لغړ یې کړمه

 

د لیونۍ پر زړه به څه وو

وروستي دیدن کې یې کاږه راوکاتنه

 

د مسینجرغمی یې شین دی

اوس زړه نا زړه یمه چې څه ور ولېـږمه

 

د چا چې یار کلي کې نه‌وي

لکه چې ملک په زلزله وران شوی‌وینه

 

د خپل ښایست روی ته دې گوره

نور مې د اور په لمبو مه‌سېځه میٔنه

 

د مينې ځائی مې په کې نه و

د جانان زړۀ مې گوټ په گوټ ولټوونه

 

د میلمنې‌جنۍ یاري ده

نه یې جانان‌کړم، نه یې راکړل ځوابونه

 

د مازدیگر اذان پرې وشو

خورکۍ د ورور پر قبر کاڼي سموینه

 

له رنگه سپینه، نازنینه

مه راته گوره، مور مې شاپسې راځینه

 

لاسونه، پښې په‌ رپیدو شول

لالی بیلیـږي، د سفر پر لوري ځینه

 

له مجبورۍ مې خبر نه‌دي

یاران خپه دي، ما په خدای سپارلي‌دینه

 

لالی دې خپله خوښه‌وکړي

که بې ‌له مایې وخت تېرېـږي، بیا دې ځینه

 

لاړو جانان له ملکه ورک‌شو

په نـړېدلي دېـوال چا تـه ودرېـږه

 

ښایست مېو، نصیب مې نه‌و

د لارې‌وم، خلکو پاڼې ـ پاڼې کړمه

 

ښځه په هرسړي کونډېـږي

سړی هغه دی چې پرې خاوره کونډه‌شینه

 

سر مې که یوماښام سرتورکړ

بیا به دې مور په زیارتونو گرځوینه

 

یار مې ولور له ملکه ورک کړ

د ځوانۍ عمره په رواج دې تېرومه

 

افغان بدمرغه نه‌دی، څه‌دی

په خپل‌وطن کې کډې کښته‌پورته وړینه

 

اه پخوانۍ ځواني مې نه‌شته

باور دې وشه، غم دې تکه زېـړه کړمه

 

اوښکو زما غمازي‌وکړه

کال مې د زړه پرمخ‌لیکي، رسوا یې کړمه

 

عمر دې ډېرشه، خوږه‌یاره

زما د زړه ستنې پر تا ولاړې‌دینه

 

قصه اوس ختمه ده جانانه

د ژوند په هره لار دې زه بایللې‌یمه

 

ولې به نه‌ژاړم عالمه

جانان پاخـه‌لوظونه مات کړل ما پرېـږدینه

 

نه مې په زړه کې دومره زور شته

نه مې مرۍ ښې‌دي چې چیغې ووهمه

 

نوربیا

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه ۳۶۴مه برخه

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.