د لنډیو اصلي منابع خلک دي
۳۰مهبرخه
لنډۍ، د ثبتولو ستونزه
۳۶۴مه برخه
مسافري د زهرو جام دی
تنکي، تنکي وړکي یې څښي سفر ته ځینه
قدر د غوړ لستوڼي کېـږي
موږ غریبان څوک په کوڅو کې نه پرېـږدینه
جینۍ خبره یې که نه یې
یار قاچاقبر پیدا کوي وطن پرېـږدینه
لکه د تل په څېر، د لنډیو په راټولولو کې زما دایمي مرستندوی ښاغلي عزیز تایٔبي داځل هم څو نوې لنډۍ راته رالېـږلې دي او په پیل کې داسې راته لیکلي دي:
«قدرمن استاده سلامونه نیکې هیلې ومنې!
څو نوې راټولې شوې لنډۍ دراستوم.
درنښت!»
او د لنډیو په پیل کې یې د سرلیک په ډول داسې لیکلي دي:
«څو لندۍ – تراژید، رومانتیک، کومیک»
زه له ښاغلي نایٔبي نه په مننې سره، د ده رالېږلې لنډۍله تاسو درنو لوستونکو سره شریکوم:
کلي کې سوې نارې وشوې
چې وروتم گلان ږلۍ وهلي ونه*
کفن په خپلو لاسو جوړ که
چې په لحد کې دې تُحفه راسره وینه
که پردیسۍ کې چېرې مړ شوم
د ستړي ژوند مې مور ته مه وایه حالونه
قدر د غوړ لستوڼي کېـږي
موږ غریبان څوک په کوڅو کې نه پرېـږدینه
غریبي ورکه کړې خاونده
بې قدره گرځي نازولي صورتونه
غریبه یاره چېرته مه ځه
زه مې بډوډي خرڅوم تا به ساتمه
عالمه یار مې لېونی شو
ما لېونۍ ورپسې وشړئ چې ځمه
د ادې غږه، ما نه ورکه
چې ماښام کېـږي زړه مې نیم خوړلی وینه
د جانان دې ظلم ته گوره
زه یې کاندید کړم، رایه بل ته ورکوینه
د خدای کرم چې په چا وشي
په سور انگار کې ورته جوړ کړي شنه باغونه
د روژهماتي په وخت راغلې
اوس روژه ماته کړم، که تا ته وگورمه
د چا چې یار کلي کې نه وي
لکه چې مُلک په زلزلې وران شوی وینه
دیدن دې داسې په ما بند دی
لکه په کُفر کې چې بند دي اذانونه
د ځان دې نه کړم ځوانیمرگه
هسې دې مورې پورې چمچه، چمچه کېدمه
د دنداسې خوله دې رانکړه
دا بازاري سُرخي دې زه نه خوښومه
داغونه ډیر په زړگي راکړه
یاران ضرور یو بل ته نښې ورکوینه
دا ستا یوه، نیمه خبره
په زړه مې داغ ده، تورو خاورو له به یې وړمه
د دُنیاگۍ شپه ده تېریـږي
ړنگه به هله وي چې ته نه وې مئینه
د زړه «ویکټې» مې کږې دي
د جانان مینې په «فول ټاس» ویشتلی یمه
د گل کیسې په گل بدلې
ما ته مې خپلې اوښکې وار نه راکوینه
دومره ژور ټپ مې خوړلی
په لا اله که زندگي خوند راکوینه
ډیر مې په شنه ټیکري کې پټ کړې
اوس مې په برگه لونگۍ پټه کړه مئینه
اتڼ د نورو نجونو ښکُلی
په سوي غږ ټپې زما لیلا کوینه
اشنا په نورو گلو سر دی
د کوټې شا ته یې وراسته شول ژیـړ گلونه
اول به ما ته خلک پنډ وو
اوس ناچاري ده ځولۍ بل ته غوړومه
بیا به یوځای نه شو لالیه
پرېـږده چې ډیره دې ځولۍ کې وژاړمه
بیا مې روژه په بل وطن ده
بیا مې روانې مسافرې اوښکې دینه
په سر دې څه گزمې ولاړې
نه ما درغواړې او نه ته راخې مئینه
په دېوال هسکه شه خوله راکه
مور ته دې وایه چې گیدړ دی چرگې وړینه
پاس په هوا راشه جانانه
لارې کوڅې له ترافیکو ډکې دینه
پردی وطن دی، زړه مې تنگ دی
ما ته ټکټ وکړې چې خپل وطن ته ځمه
په ما چې سترگې پټې نه کړئ
د خپل لالي د انتظار ثبوت به وینه
په زړه دې غبرگ لاسونه کېـږده
زه مې د خپلې کوژدې زیری درکومه
په جنازه مې راحاضر شه
چې د لحد مړي پېغور نه راکوینه
په جنازه مې بېـړه مه کړئ
گوندې وروستي دیدن ته یار راشي مئینه
پرون دې څومره دبدبه وه
نن دې شلېدلې جامې وینم زړه مې چوینه
رُخصت دې واخیستلو لاړې
تر شا دې پرېښول په چړو وهلي زړونه
زه دې په ړنگو مېنوو راغلم
سړو ایرو ته دې حیران ودرېدمه
زړه نه مې جوړ د کریکټ «گروند» شو
تل پکې کېـږي د غمونو «ټسټ میچونه»
زما هغه کبر زوال شو
د شیدو غوړپ مې په دېوال توی کړی ونه
زما د گل په شان جانانه
سبا میله ده په اوزه دې بدلومه
زه بې وطنه پېغله نه وم
نصیبه ولې دې په غرونو پناه کړمه
ژونده د سرو سکروټو بار یې
پر کاغذي اوږوو دې وړم، ایرې دې کړمه
سټوکنډوه، جگه سره
په تا اوښتي وړکي بیا کله راځینه
سر یې سرتور کړ سوال یې وکړ
خدایه ته ډک کړې د مزدور لالي لاسونه
سر ته مې بیا تورې تېرې دي
بیلتون ظالم مې په کوڅو کې لټوینه
جانانه تور سېرلی حلال کړه
زموږه کډه ستاسو کلي ته درځینه
جدایي راغله جدا کېـږو
جُدا، جُدا به سره ځو، ویشلي زړونه
جینۍ خبره یې که نه یې
یار قاچاقبر پیدا کوي وطن پرېـږدینه
حالات بېخي ولاکه ښه وي
د درد گولۍ په جب کې پنډې گرځومه
خولې ته مې تورې وینې راغلې
ښکاري گنډلي زړه مې بیا پرې کړل ټکونه
څه چې کوې راسره وکه
د لالي غمه په میراث درپاتې یمه
چاړه تېره کړئ، ما له یې راکړئ
وعدهخلاف جانان نه ژبه پرې کومه
تن مې د شنې نکریزې پاڼه
ظاهر تازه، دننه رنگ په وینو یمه
مسافري د زهرو جام دی
تنکي، تنکي وړکي یې څښي سفر ته ځینه
ما ته خارج نه څپلۍ راوړه
دا وطني څپلۍ مې گوتې خوږوینه
مینه دې نه ده، شنه مالټه ده
په زړه کمزوري وړکي هر وخت ټوخوینه
لحد مې ټول په وینو سور دی
د بېلتانه په چړو غوڅ راغلی یمه
لالیه! چېرته یې غږ وکړه
تربور مې خپل انگړ کې گرده تاووینه
یار مې رنځور په بستر پروت دی
له خپلو روغو اندامو کرکه راځینه
یاري دې وکړه رانه لاړې
څوک له کرلي کښته نه اخلي لاسونه
ولور مې کم، حُسن مې ډیر دی
کوم بختور به مې په سپین موټر کې وړینه
وار د دله سړي خطا وي
ځوانان نیستۍ ته اړمونه ورکوینه
ورور مې طالب یار مې عسکر دی
زه یې ترمنځ لکه کابل وسوځېدمه
نن مې د یار د اوبو وار دی
لکه کوتره ورخ په ورخ ورسره ځمه
نه به په خیر وطن ته لاړ شم
نه به د هغې لیلا سترگې وونیمه
نه به غنم په روپۍ من شي
نه به داښکُلي جینکۍ ارزانې شینه
*دلته له «گلان» څخه مُراد هغه افغان ماشومان او ملکي خلک دي چې د پاکستان په وروستیو ړندو بمباریو کې شهیدان شول.
نوربیا
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.