ما د کابل له سیند نه ځار کړې
د کابلۍ د خولې کنگال په کې راځینه
کابله لپې اوښکې توئ کړه
لوی او واړه بچیان دې ورک له ملکه دینه
دنیا په هیچا نه ورانیـږي
که موږ جدا شو، نو په موږ به ورانهشینه
ستا دراتلو زېری چې راغی
بلۍ ته پورته شوم سرتوره گـډیدمه
د لنډیو د دې برخې لهپاره دا لاندې لنډۍ راټولې شوېدي:
باد د وطن له لوري راغی
په نورو تریخ، خو په ما خوږ ولگېدنه
برق یې د مخ له اسمان پاڅېد
اور یې زما د زړۀ پر ښار ولگاونه
بيلتونه مخ دې چا ته مه شه
ما ته دې مخ شو، له سيالۍ دې وويستمه
په کومه لاړې، غږ دې ورک شو
لالـیـه تـا خـو د قـیـامت تـړل شرطـونـه
په ډکمحفل کې غاړه راکه
چې د رواج زولنې ټولې ماتې شینه
پر مخ دې زخې راپيداشه
چي د ښایست غرور دې دړېوړې شینه
په چا مې وس نهرسي یاره
ظلم پر خپل زړگي کوم، بدرنگه شومه
په خوله به زرځل توبه وکړم
پر تا مـیـٔن زړگـی تـوبـې نهقـبـلـویـنـه
پۀ سترګو ړوند نهشې، راگوره
پۀ تش کاتۀ بۀ دې څوک سر نۀ پرېکوینه
پلار یی د بر کلي ملک دی
لور یی زما به رنجو سترگی توروینه
پر تا به څنگه وخت تېرېـږي
ما ته د زړه له درده نهراځي خوبونه
په تلو دې داسې حال راپېښ که
لکه یتیم چې گاونډي ته پاتېشینه
پـــه خوله ويلو حاجت نهشته
سترگې مې ولوله، ترې واخله ځوابونه
پلار ته مې وچ په نره راشه
ما ورته وښایه چې دا لور دې کومه
دنیا په هیچا نه ورانیـږي
که موږ جدا شو، نو په موږ به ورانهشینه
دادا مې مړ، مور مې میره ده
ما د پیسو په خاطر بل ته ورکوینه
د پلار شمله مې خیال ته راغله
بېگا په یار پسې وتم، راستنه شومه
د ژوندانه مزه مې نهشته
بېوفایار په بېلتانه سپارلې یمه
د جوارگرو وروڼو خور یم
بابا مې نهشته، څوک مې نۀ کوي پوښتنه
د کال خواري مې اوبو یووړه
بیا به روڼاندو ته ونهکړم نصیتونه
د زړگي کور مې پسې ورانشو
په یار ودان شول د لحد تور دېوالونه
د تشي خولي ميئن دې نهيم
په سخته ورځ به درنه ځان قربانومه
د ناستې ځای دې رانهواخیست
د ناستی ځای په غرو رغو کې لتومه
د خپل ماما واده مې یاد دی
پر کجاوه باندې اوچته ناسته ومه
د ځوانۍ عمره مه تیرېـږه
ما ته یوښکلي د یارۍ ویليدينه
د لالي مال او دولت کم کړې
چې بيا نامه د بنې نه را يادوينه
د اشنا غېـږ د گلوباغ دی
خاونده زۀ ترې بېنصیبه پاتې شومه
د اشنا مینه زلزله ده
زما یې وران کړل د زړگي نري برجونه
د مخ لیدو ته به رانهشې
مـا ته معلوم دي د پښتو بد رواجونه
قدر مې ورځ په ورځ کمیـږي
په تا پوهیـږم، له يارۍ اخلي لاسونه
خال سره دوه خالونه نور کړه
گبين ترې جوړ کړه، چې مچۍ ورله راځينه
خبرې ډیرې، سر یې یو دی
څوک چې د چا ارمان لري، نصیب دې شینه
ستا دراتلو زېری چې راغی
بلۍ ته پورته شوم سرتوره گـډیدمه
سرو، شنو او سپینو راته وران کړې
وطـنـه اوس بــه درتــه اوښـکـې تــویــومــه
ستا په خبرو کي شفا ده
په مينه دوې خبرې وکړه، روغ به شمه
ښه ده چې زه درته ژوندۍ یم
گنې نازونه به دې چا اخیستيوونه
ماښام همغه تورماښام دی
یوازې زه د زړه تنگون اخیستېیمه
ما د کابل له سیند نه ځار کړې
د کابلۍ د خولې کنگال په کې راځینه
ما ته د مینې صفت مهکړه
همدومره بس ده چې مې ولیدل غمونه
ما وربښلی یې جانانه
که له ما ډېره مینه بل څوک درکوینه
مینه چې نهکړې، نو دې څهکړم
مور خو مې نهیې چې دوعا ته دې ساتمه
ما ته به نور غمونه جوړ کړې
که دې په غونډه زنــــه ووهل خالونه
لکه چې دم لونگ یې درکړل
چې په ماښام پرېـږدې د وړکو مجلسونه
لیونی زړه مې پرې راټول دی
که ټپه نهوای، زه به ورک لیونی ومه
له ما نه هر وخت مرور وي
لالی پر خپلو بدو خاورې اړوینه
ليدلي يار د چا هېرېـږي
کور دې يې وران شي، چې په ما يې هېروينه
تر خوبولي غږ دې ځارشم
له خوبه ډکېسترگې تا ته ناستهیمه
ته به ولاړ یې بل به یار کړم
د تا له قصده به یې ټول نازونه وړمه
ته مسافر شوې رنگ دې تور شو
زه د بېلتون له لاســــــه وچهکلکه شــومــه
ته به ولاړ یې، بل به یار کم
ته به را گورې، خوله به بل ته ورکومه
تللی جانان بە بيا رانهشي
که وچې ونې زرغونې پە اوښکو کړمه
تا په سفر ځواني زړه کړه
زه د هجران په وجه زېـړه پاڼه شومه
تا د وطن ټپه راوکړه
زه په سفر کې لیونی سپیلنی شومه
زړه خو مې ستا خبرو وخوړ
لکه اوبه د کمر غاړه، غاړه خورینه
زما د زړه له تله خوښ یې
دا گډېوډېکیسې څوک درته کوینه
زما په مینه شک ونهکړې
ما د یارۍ گوتې پخې درکړېدینه
زما سندرې ورته وایه
که لیونی په کټ کې پروت وي، ښه به شینه
زړه می پـه هـیڅ نـه راټـولـیږي
مــا د بــایــللی یــار یــادونــه ژړویــنه
زما ويشتلی وزر جوړ شو
اوس به د ځينو نه اوچت الوت کومه
زړه مې نري درزونه وکړل
لکه دېوال چې زلزلې چولیوینه
زړه مې خوږېـږي، زړه دې خوږ شه
پــه نـیـمـه لار کــې لــه چــا پــاتــېشــې مـیــٔنه
زما باغچې، باغچې وطنه
ستا له باغونو د باروتو بوی راځینه
راشه د زړه علاج مې وکړه
نور د چیندرو پر کرښو مه وهه ټوپونه
رانجه دې ورک شي زر پاکېږي
جنۍ ته وایه دنکریزو خــال دې ږدینه
څه لیونۍ چارې دې وکړې
ټیکري کې پټوړم د غاښونو پرهرونه
څنګه دې خواره کړمه خدایه
چې گاونډی مې د خولگۍ تمهلرینه
ځان لېونی که ترماراشه
پۀ لېونتوب بۀ زما وکړي دیدنونه
ځان بې وفا راته ښکاره شو
خاورې ایرې پۀ جدایۍ نۀ شوم مینه
خبر دې نهشته نادرکه
له ما نه ورکه یاره څه درشويدینه
که څوک راتلل، سلام رالېـږه
زه لا همدا تمه لرم، چې تا لرمه
کوچیانو هم رواج بدل کړ
اوښان یې خرڅ کړل، اوس ټيکټرې چلوینه
کابله لپې اوښکې توئ کړه
لوی او واړه بچیان دې ورک له ملکه دینه
که لېونۍ مینه مې غواړې
شیرینه یاره ناز مې وړه، ناز به دې وړمه
وطنه کوم پرهر دې ياد کړم
يو بد امني، بل زلزلې او سيلابونه
وخت به راځي، حساب به وکړو
پر مخ څپـیـړې راکوه، ولاړه یمـه
وطن مې خړو اوبو یوړو
لهٔ بي وسۍ نه ورته اوښکې تویومه
ویر دې زما شو، ته د بل شوې
ته خو اباد شوې، زه دې تورې خاورې کړمه
يو د وطن حالات خراب دي
بل مې د مينې کيسې ګډېوډې دينه
یار مې په بنگو سترگې سرې کړې
مورې نارې کړې: زوی مې ستا له غمه مرینه
اوړی دې پاس کابل کې تېـر کړ
په منې راغلې، سلامت غواړې خالونه
غم دې زما شو تۀ د بل شوې
شـیـریـنـه یـاره زه د چـا پــه برخه شومه
چې بېمطلبه دې څوک یار وي
خاورې د پښو یې ښکلوه، بزرگ به وینه
چې راپۀ زړه شې، حال مې نور شي
غم را چاپېر شي لۀ هرڅه واخلم لاسونه
چې راشه درشه پەکې نۀ وي
رب دې پە هسې یارۍ اور ولگوینه
جوړ کړی ژوند درپسې اور شه
اوس مې نو څه یې، چې دوعا درته کومه
جانان له ما نه مرور دی
زه مرور له تمامي جهانه یمه
نصیبه څه درسره وکړم
پریار مې کوټې شوې د خاورو امبارونه
شونډې دې بوڅې، بوڅې کېـږي
زما پر سـر به چا پېغور درکــــــــړی وینـه
نوربیا
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.